دیني، سیرت او تاریخ

اذان له اسلام سره اشنا کړم (د عبدالله محی الدين د مسلمانېدو کيسه)

ژباړه: علي الله متوکل الرحمن
الله جل شانه په تاریکه شپه پسې متصل یو روښانه سهار راولي، په ستومانۍ پسې ارام را نصیب کوي او په دردونو پسې شفاء راکوي. غیر مسلمان د یو عالم سرګردانیو او پریشانیو په منځ کې د الله رب العزت هدایت نصیب کړي او د ابدي ژوند د کامیابۍ په لټه د ستړي ژوند په غیږ کې د لایزال خالق جل شانه محبت تر لاسه کړي.

نوی مسلمان امین عبدالله دغه حقیقت داسې بیانوي:
زما کورنۍ نوم کلیفرډ فلتنر دی او زما اسلامي نوم امین عبدالله محي الدین دی. تر اسلام قبلولو مخکې د حقیقي دین د موندلو په موخه ما بېل بېل ادیان مطالعه کړه.

زه عربستان ته ولاړم هلته مې اذان واوریده نو د خپل فلسطیني ملګري څخه مې و پوښتل چې دا څه دي؟ ده راته وویل چې دا د اسلام دین دی، ما ځیني وپوښتل چې اسلام څه شي دی؟ ده راته وویل اسلام پر الله جل شانه باندي ایمان درلودل دي.

نو ما له ځانه سره پریکړه وکړه چې دا هغه دین دی چې زه ئې د کلنو څخه په لټه کې یم.

زه لا مسلمان سوی نه وم چې د UN لخوا زموږ کاري ډله و مصر ته ولیږل سوه چې دا زما لپاره یو ښه موقع وه؛ زه الازهر ته ولاړم، مطالعه مي وکړه او معلومات مي ترلاسه کړه. هلته په کاري کمپ کې راسره مصریانو کار کاوه هغوی به کتابونه راته راوړل او لږ لږ عربي ئې را زده کړه.

غیر مسلمان و اسلام ته په راتګ سره د ځان لپاره نوم انتخابوي او په خپله خوښه یو اسلامي خوږ نوم غوره کوي، امین عبدالله خپل د نوم ایښودنه داشي انتخابوي:

ما له ځانه سره پریکړه وکړه چې باید اسلام دین ومنم او د ځان لپاره مي د امین نوم غوره کړی، د عبدالله نوم مې له قرآن کریم څخه واخیست او د محي الدین نوم مې خوب کې ولید او ومې لیکه، نو د امین عبدالله محي الدین نوم مې انتخاب کړ.

له هغه وخت څخه تر اوسه زه له اسلام سره مینه لرم، اسلام مطالعه کوم او کوښښ کوم چې اسلام عملي کړم. الحمدلله

په اسلام کې یو مسلمان بل مسلمان ته له قرآن څخه نصیحت کوي، د هرڅه جواب په قرآن کریم، نبوي حدیثو او د هغه صلی الله علیه وسلم په طریقه کې موندلای شئ.

د رسول علیه سلام د ژوند څخه ما امانت، د هغه کړه وړه، د نورو خیال ساتل، د مشرانو احترام او د غریبانو سره کومک زده کړ او دا هغه څه دي چې زه يې اوس په خپل ژوند کې عملي کوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx