ادبي لیکني

د عربو شهيدانو د جنازو خاطره «۴ برخه»

م رضوان الله فيضاني

ملګري ټول چمتو شول، اسلحې او نور سامان آلات مو له ځانونو سره واخيستل او د چاپه ځپلي کلي په لور مو حرکت وکړ، پر لاره مو همدا سوچ او فکر کاوۀ چې څوک او څوک به شهيدان وي، پياده روان وو ښايسته مزل مو وکړ او کلي ته ورورسېدو.

کليوال ځای ځای، ډله ډله سره راټول وو، د تېرې خونړۍ او وحشتناکې شپې په اړه يې خبرې اترې کولې، مونږ له ځينو کسانو نه پوښتنه وکړه چې بېګانۍ چاپه کومې خواته او په کوم ځای وه ؟…
هغوی راته وويل: چاپه ښکته د پټيو خواته وه، کليوالو لږ مخکې شهيدان او زخميان راوړل، شهيدان په جامع مسجد کې ايښي دي او زخميان په کلينک کې دي.

له دې خبرو اورېدو وروسته مو اول په بېړه ځانونه کلينيک ته ورسول، زخميان مو وليدل د ځينو حالت نازک او د ځينو ګوزاره کوله، په دوهم قدم کې جامع مسجد ته شهيدانو ته ورغلو، تقريباً ۵ پنځه تنه مجاهدين شهيدان وو، شهيدان مو وکتل په سرو وينو کې رنګ او پرهر پرهر وو، زړه راښکونکې او خوږې خوشبويانې ترې روانې وې.

مشرانو او مسؤولو مجاهدينو دغه شهيدان په بېړه بېړه خپلو خپلو کورونو ته ولېږل او زخمیان په کلينيک کې تر معالجې لاندې وو.

اوازه شوه چې يو تن شهيد نادرکه دی، خلکو يو خوا بل خوا منډې او لټون شروع کړ، له يو څه زنډ انتظار وروسته خبر راغی چې نادرکه شهيد يې هم راووړ، زه او يو بل ملګری په بېړه هغه مرکز ته ورغلو چېرته يې چې دغه وروستی شهيد راوړی و، د مرکز تر څنګ بيروبار ډېر زيات و، خلک يې دننه د شهيد ليدو ته نه ورپرېښودل.

مونږ چې کله د مرکز دروازې ته ورورسېدو نو د مرکز مربوط مسؤولو کسانو راته کړل چې راځئ تاسو خو مجاهدين يئ نه درته نشو ويلی، دننه يې بوتلو د شهيد سرته يې ودرولو، راته يې وويل چې يواځې مخ يې وګورئ له نور بدن سره يې کار مه لرئ، ځکه چې د شهيد بدن ټوټه ټوټه او پرچه پرچه دی د کتلو نه دی؛ د شهيد مخ مو لوڅ کړ له ورايه خمار او موسکی و، دغه شهيد د څلور ماشينه الوتکې په راکېټ لږېدلی و، خلکو يې غوښې په پټيو کې راټولې کړې وې.

د دغه وروستي ټوک ټوک شوي شهيد کيسه هم ډېره نا اشنا وه، تر دې يوه ورځ مخکې چې کوم مېلمانۀ عرب مجاهدين شهيدان شوي وو، له هغوی سره يو تن د همدغې سيمې او کلي اوسېدونکی موټر چلوونکی هم شهيد شوی و، دغه ټوک ټوک شهيد د هغه موټر چلونکي شهيد ماما و، دی د خپل خوريي د جنازې لپاره له بلې سيمې دلته راغلی و.

له جنازې ادا کولو څخه وروسته په سړي کې جهادي جذبه او ولوله راپيدا شوې وه نو د مجاهدينو مرکز ته ورغلی و، مجاهدينو ته يې ويلي و چې زه نن شپه له تاسو سره کوم، هغوی هم ورته ويلي و چې سمه ده، د نه جواب يې نه و ورکړی ځکه چې د شهيد ماما و خفه کولی يې نه شو.

د شپې چې کله د دغه مرکز مربوط مجاهدينو پيره او ګزمه شروع کوله نو دغه مېلمه ورته ويلي و چې زه هم درسره ګزمه او پيره کوم، هغوی هم نه و خفه کړی، اسلحه يې ورکړې وه او له ځان سره يې پيرې ته باسلی و، د شپې ناوخته چې کله چاپه شروع کېده نو دغو مجاهدينو له چاپې سره جنګ شروع کړی و، دا چې له دوی سره اسلحه او سامان کم و نو له لږ مقاومت کولو څخه وروسته يې عقب نشيني کړې وه، د سيند خواته ګڼې ونې او پټي و هلته يې فنا وړې وه.

د چاپې په شپه به رنګ رنګ ډرون څارګرې الوتکې په هوا کې ګرځېدې او ټوله سيمه به يې مخکې له مخکې تعقيب کړې وه، نو دغو څارګرو الوتکو دوی هم تر قوي څار او تعقيب لاندې نيولي و، کله چې دوی پټيو ته رسېدلي و او هلته د ګڼو ونو لاندې ناست وو، نو په دغه وخت کې چورلکې هم راورسېدې، دوی خو لا له مخکې تر تعقيب لاندې وو، نو څارګرو الوتکو څلور ماشينه او چورلکو ته کوردينات ورکول او هغوی سخت دروند او خونړی بمبار يې پرې شروع کړ.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

داسی صحنی مو ډیری لیدلی او تجربه کړی دی. یو وار د روسانو طیارو مونږه تر برید لاندی راوستو صرف زمونږه ملګری عارف خان یی په ملا کی په راکټ ووشته او شهید یی کړ. هغه مو لاره د کلیوالو په مرسته امانت خښ کړ او ور څخه ولاړو. څلور پنځه ورځی اورسته بیا راغلو شهید څخه لا وینی څڅیدې. هغه مو د هغه په خپل پټو کی تاو کړی وه. جنازه مو واخیسته شهید مو د محمد آغی ولسوالی میرزاخیلو کلی ته ور وړ. افسوس چی د شهیدانو د ارمان د پوره کولو لپاره مو یوه زره هم کار… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx