ټولنیزه برخه

ایا زمونږ په ژوند کې ستونزې مثبت رول لري؟

احمدخان ځلاند

ستونزې، ربړې او مشکلات زمونږ د ژوند یوه حتمي پېښېدونکې برخه ده.

ستونزې هر څوک لري، په هر چا راځي، په هر حالات کې راځي.

له ستونزو پرته، ژوند امکان نه لري.

خو ستونزې هر چاته فرق کوي او هر چاته متفاوتې دي.

ځینې خلک، اصلاً ستونزې نه پیژني.

ډیر نور واړه، کوچني مسايل ورته ستونزې/ستونزه ښکاري، پداسې حال کې چې هغه ستونزې نه؛ بلکې یوه کوچنۍ خبره وي.

اکثر خلک داسې دي چې، ستونزې ته له مثبتې زاویې گوري او د ستونزې/ستونزو ته دحل په موخه؛ کوټلي گامونه پورته کوي.

خو ځینې داسې خلک هم شته چې، ستونزو سره مبارزه نه شي، کولای.

ستونزې ورته بلاء یا بو- بو ښکاري.

د حل لپاره یې کوم اقدام نه کوي.

زه ډاډمن یم؛ هغوی غواړي چې، خپلې ستونزې ختمې کړي؛ ولې د ستونزو د ختمېدو/ورکېدو په هنر نه پوهیږي.

لکه؛ ارواپوان چې وايي:

«ښه او خوشحاله ژوند تیرول یا درلودل یو هنر دی.»

دا هنر هر څوک زده کولای شي؛ خو که یو څوک وغواړي.

زما اساسي منظور دادی چې، مونږ باید زده کړو چې څنگه ستونزې حل او ورته د حللارې لټولای شو؟

ځینې نور بیا وایي:

«څه چې کیږي؛ ښه کیږي.»

دا یوه ډیره کره، درنه او قوي خبره ده.

یو څه داسې دي چې، زمونږ او ستاسې له وسې پوره وي؛ خو ځینې داسې څه همشته چې، مونږ هیڅ نه شو کولای.

کله چې یو ماشوم غواړي چې، پلي تگ زده کړي؛ نو باید څو-څو ځله ولویږي، تر څودرېدل زده کړي، ورپسې تلل او بیا منډه.

که چېرې ماشوم ونه غورځيږي؟ څه فکر کوئ چې، آیا ماشوم به درېدل زده کړي؟

په هیڅ صورت نه!

د ستونزې/ستوتزو له حل وفصل څخه وروسته؛ ژوند ښکلی کیږي.

کله چې ستړي یاست؛ ارام-استراحت خوند کوي.

کله چې بې دمې یاست؛ دمه خوند کوي.

کله چې بې خوبه یاست؛ خوب خوند کوي.

همداسې هر څه؛

که چیرې تل په ژوند کې خوشحاله ووسې او هیڅ راز مشکل ونه لرې، د اصلي ژوند پهخوند باندې نه پوهېږې، خو که چېرې برعکس؛

په ژوند کې له ستونزو سره مخ شئ، ژوند درته معنا پیدا کوي، ژوند درته معنادار کیږياو د اصلي ژوند په ارزښت پوهېږئ.

ناکامه خلک له ستونزو سره څه کوي؟

کله چې دوی له ستونزو سره مخ شي، له ستونزو د خلاصون لاره، تېښته بولي؛ خو پهدې نه پوهیږي چې په تېښته یې له ستونزو ځان نه شي، خلاصولی.

که چېرې راشو، د بریالیو اشخاصو ژوند لیک (بیوګرافي) مطالعه کړو؛ مونږ ته بهجوته، څرګنده او معلومه شي چې، ټولو بریالیو اشخاصو ستونزې لیدلي، ورسره مخشوي، ترې تېر شوي، ورسره بلد شوي او ستونزو ته یې حل لارې لټولي چې، بلاخرهبریالي شوي.

د کامیابۍ په لاره تلل مونږ ته اسان ښکاري؛ خو خنډونه به هله معلومیږي چې، تاسېپه دې لاره د تللو هوډ یا تصمیم ونیسئ یا وکړئ.

ستونزو، ربړو ته په خلاص تندي هرکلی ووایاست، له ستونزو ویره مه لرئ، ستونزوسره ځان عادي کړئ.

ستونزو ته د یوه فرصت په سترګه وګورئ.

څه فکر کوئ؛ ایا هغه خلک ستونزو سره مخ کیږي کوم چې، یو ځای ارامه ناست وي، نهپه ښه کې کار لري او نه په بد کې؟

د گل ترلاسه کول؛ اغزي لري.

هغه ونه ډیره په ډبرو ویشتل کیږي چې، ښه میوه نیسي.

«مطرح خلک د موافقینو تر څنګ؛ مخالفین هم لري.»

نوښتګر، روشنفکره، متمدنه او پرمختللي انسانان له هر ډول ستونزو سره مخ کیږي،مخ شوي، مخ به شي؛

خو تسليميږي نه؛ ناهیلي کیږي نه؛ له ژوند څخه لاس نه اخلي.

تل هڅه کوي؛ تل پرمختگ کوي، تل مبارزه کوي، تل نوښت کوي، تل په حقیقي معنا ژوندکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx