پاکستان سږ کال پر کونړ نږدې پنځه زره توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد ختیځ کې د امنیتي چارواکو د څرګندونو له مخې پاکستاني پوځیانو د سږ لمریز کال له پیله تر اوسه څلور زره اووه سوه توغندي پر کونړ توغولي دي.
د چارواکو په وینا، د سږ کال له وري میاشتې تر اوسه چې تقریباً پنځه میاشتې په بر کې نیسي، پاکستاني پوځیانو نیږدې په هره میاشت کې زر توغندي پر کونړ توغولي دي.
حکومتي امنیتي چارواکي په داسې حال کې د پاکستان د زرګونو راکټي بریدونو خبره کوي، چې تېره ورځ هم د کونړ ولایت چارواکو په دې ولایت د پاکستاني ځواکونو له لوري د نهه اویا توغندیو د را توغولو خبر ورکړ.
د کونړ د امنیه قومندان په قول دغه توغندي چې د جمعې په شپه په دانګام، شیګل او مروره کې لګيدلي دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخيلي وايي، چې د پاکستاني ځواکونو په سږنیو بریدونو کې تر اوسه پورې څلور پنځوس تنه ټپیان او دوه دېرش کورونه ویجاړشوي دي.
پر دې سربېره په کونړ کې د پاکستاني راکټونو د لګېدو له امله څلورسوه پنځوس کورنۍ بې ځایه شوې دي او درې سوه څاروي له منځه تللي دي.
که څه هم د کونړ پر بریدونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګواښونه د بریدونو تر ګواښونو هم رسیدلي دي.
د کونړ اوسېدونکي وايي چې افغان دولت نه غواړي دغه قضیه یو طرفه کړي، کنه دوی کولای شوای دلته د نړیوالو همکارو په مرسته د پاکستاني بریدونو مخه ونیسي.
د چارو د شنونکو له قوله د پاکستان له لوري په افغان خاوره پرلپسې تېری د افغان ناکام سیاستوالو له لاسه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د