نړۍټکنالوژي

د روسیې بندیزونو فیسبوک له خپلې خبرې په شا کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۰ل): د میټا شرکت وروسته له هغه د خپلې پالیسۍ څخه صرف نظر شو چې روسیې په دغه هېواد کې فیسبوک او انسټاګرام دواړه وتړل.

له دې وړاندې فیسبوک پر اوکراین د روسیې جګړې په پایله کې ګڼ شمېر هېوادونو کې د فیسبوک کاروونکو ته اجازه ورکړې وه چې د روسیې ضد د تاوتریخوالي او مرګ پر روسیې پوسټونه وکړي.

روسیې د یادې پریکړې په غبرګون کې د میټا شرکت پر وړاندې جنایي تحقیقات پېل کړل او د جمعې په ورځ یې څارنوالانو له محکمې وغوښتل تر څو دغه شرکت د یومخیزې ادارې په توګه «طبقه بندي» کړي.

خو اوس میټا د خپلې پریکړې څخه یوټرن اخیستی او وایي چې هیڅوک نشي کولی د ویلادیمیر پوتین او یا بل کوم هېواد ولسمشر ضد د تاوتریخوالي او یا د مرګ شعارونه ورکړي.

د میټا د نړیوالو چارو رئیس نیک کلیګ وایي، دوی خپل لارښود په واضحه توګه روښانوي چې د روسیې ولسمشر یا کوم بل حکومت پر وړاندې کاروونکي تاوتریخوالي ته نه هڅوي او نه هم ددوی پالیسي دا ایجابوي.

نوموړي زیاته کړې، «موږ اجازه نه ورکوو چې د کوم دولت یا مشر د وژلو یا مرګ شعارونه د میټا اړوند شبکو لاندې ورکړل ش».

دا وضاحت وروسته له هغه راغی چې روسیې ددوی پر وړاندې د محاکمې غوښتنه وکړه او په خپل هېواد کې یې د فیسبوک سربېره پر انسټاګرام هم بندیز ولګوه.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې میټا د پنجشنبې په ورځ په یو شمېر هېوادونو کې د فیسبوک کاروونکو ته د روسیې او پوتین ضد د تاوتریخوالي او د مرګ شعارونه پوسټونه خپرولو اجازه ورکړې وه.

د یادونې ده چې فیسبوک په خپل پلیټ فارم کې د تاوتریخوالي ضد پالیسي لري او که څوک بغاوت وکړي حساب یې تړل کیږي، خو دې شرکت د روسیې ضد دغه پالیسي په ځينو هېوادونو کې په موقته توګه ځنډولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

طالبان باید همداسی پالیسی ولری. هغه چی دافغانستان دورانیدو تبلیغات بلل کیدای سی جمعه کړی او بیا دهغه په اساس هره امریکایی او نوری شبکی وتړی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx