نظــر

د ترکیې او اسرائیلو اړیکې؛ اردوغان په کومه روان دی؟

عبدالحی قانت

د ترکیې او اسرائیلو روابط هغه مهال ډېر تاوده ول چې په ترکیې د سیکولارانو راج ؤ.‌ ترکیې هغه وخت اسرائیلو ته همدومره قوي بسپنه ورکوله لکه څرنګه چې یې نن د اروپا ځینو هیوادونه ورکوي.

اردوغان چې دوه لسیزې وړاندې د ترکیې رئیس جمهور شو، غوښتل یې ترکیه خپل اصلیت ته راوګرځوي. دا چې ترکیې خپل څه کم سل کاله مخکیني اصلیت ته راوګرځي، دې ته مشکله وه چې دا کار لږ وخت کې تر سره کړي‌. اردوغان دې هدف ته په پلان کار وکړ. دی په سیاست کې تدریج ته قائل دی، غوښتل یې په تدریج یې ترلاسه کړي.

ترکیې له ټولو لومړی خپل داخلي اقتصادي مشکلات حل کړل. قرضونه یې خلاص او ترکان یې ماړه کړل.‌ دې کار تقریبا ۱۰ کاله وخت ونیو. له ۲۰۱۲ وروسته اردوغان په دې پوه شو چې په اقتصادي لحاظ یې ځان دې ته تیار کړی چې بهرنی سیاست یې څوکه څوکه د غرب او خصوصا د امریکا له چنګه وباسي. همداسې وشول، اردوغان خپل مستقل بهرني سیاست ته مخه کړه.

د فلسطین په قضیې تصمیم نیونه پیل شوه، اسرائیلو سره اړیکې خراپې شوې،‌ له عربي انقلابه وروسته سوریه او لیبیا کې فعالیت پیل شو، هلته دوی پرېنښودل چې په سر یې غربیان تصمیم ونیسي. روسیه سره یې اړیکې پیل کړې، افریقا ته یې خپل سیاست وغځاوه. کوښښ یې وکړ د ترکیې اسلحو ته نوی بازار پیدا کړي، بیرقتار ښه وځلېد.

ترکیه په ناټو کې داسې هیواد شو چې سیاست یې د شرق او غرب تر منځ ښه بلانس کړ.‌
امریکا پوهه شوه چې ترکیې یې له لاسه وځي، کودتا وشوه، ناکامه شوه، اردوغان کامیاب راؤت.
اردوغان له ټولو لویه تېروتنه دا وکړه چې د غرب تر څنګ یې په سیمه کې هم د سیمې لویو هیوادونو سره اړیکې خراپې کړې.

سعودي، امارات، مصر اسرائیل او ایران سره یې ټکر وکړ. روسیې سره هم په ډېر نري تار تړل شوی ؤ، اروپا سره هم په جنګ ؤ.‌ امریکا سره خو یې هسې هم لانجه جوړه وه.

د ترکیې لاس کې یواځې د افریقا غریب هیوادونه او د اسلامي نړۍ احساسات یعنې نرم ځواک پاته شو.‌ له ۲۰۱۸ راپدېخوا ترکیه کې د اردوغان محبوبیت ته ډېر زیان رسیدلی او د دې اصلي لامل دا ؤ چې تېر شل کاله د اردوغان مشروعیت او مجبوبیت د ده په اقتصادي معجزو ولاړ ؤ او اوسمهال دغه اقتصادي پیشرفت نشته.‌ ترکیه په اقتصادي لحاظ خراب حالت کې قرار لري او ترکان له اردوغانه اقتصاد غواړي، ترکان غواړي دوی ماړه اوسي بیا چې اردوغان څه کوي، زړه یې.‌

دا مهال چې لېره ډېر لوی مشکل سره مخ ده، قیمت یې ورځ تر بلې خراپیږي، د پیسو پړسوب بې انتهاء زیات شوی. د یوکراین جګړې ترکان له بد حالت سره مخ کړي، کرونا هم د ترکیې اقتصاد کې خپل کار کړی، مهاجرین بې انتهاء زیات دي او ګمان داسې دی چې اقتصاد به نور هم خراپیږي، اردوغان څه وکړي؟

اردوغان لپاره له ټولو خطرناکه مسئله دا ده چې په داسې حالت کې انتخابات راروان دي. له دې هم لویه مسئله دا ده چې امکان شته د اپوزسیون لوی ګروپونه د ده په وړاندې اتحاد جوړ کړي.
يواځینۍ لار چې اردوغان انتخاباتو کې کامیابولی شي، د ترکیې د اقتصاد مشکل حل کول دي. لېره باید بېرته ځای ته راشي، خلک باید پیسه پیدا کړي، کار باید ډېر شي.

اردوغان په دې پوهېږي چې امریکا دې ته دې کار لپاره لاس نه ورکوي، روسیه کې دا وړتیا نشته، افریقا دا کار نه شي کولای، چین سره د اردوغان اړیکې دې حد کې نه دي.‌
يواځینۍ لار دا ده چې اردوغان خپلې سیمې سره جوړه وکړي.

اول یې مصر سره اړیکې جوړې کړې،‌ تېره میاشت یې اماراتو او سعودي‌ سره مزي‌ وغځول او اوس یې د اسرائیلو د جمهور رئیس ته استقبال ووایه.‌

ټاکل شوې ده چې د ترکیې د انرژۍ او بهرنیو چارو وزیران هم لنډ وخت کې اسرائیلو ته سفر وکړي.‌

پرون اردوغان د اسرائیلو جمهور رئیس ته مخامخ هم دا وویل چې ده ته د فلسطین قضیه هماغه سې مهمه ده او په حساسو مسائلو بحث نه کوي. د دوی ناسته په ټوله کې په اقتصادي محور څرخېده او له دې ناستې دواړو ترکیې اسرائیلو خپله ګټه کوله.

ترکیه لکه د ځینې نورو عربي‌ هیوادونو په شان فلسطینیان له خپلې خاورې نه وباسي، هغوی باندې بندیزونه نه لګوي، د قدس داعیه نه پرېږدي، د غزې بسپنه نه پرېږدي، د فلسطین قضیه نه خرڅوي،‌ بلکې د خپلو اقتصادي‌ ګټو لپاره ډېرې لنډې موده لپاره اسرائیلو ته نږدې کېږي.

د اردوغان او اسرائیلو اړېکې ولولئ، د دوی جوړه سره نا ممکنه ده. د دوی مشترکات مؤقت دي،‌ دایمي اړیکې نه جوړېږي.

د اردوغان په دې مجبوریت سیمه هم پوهېږي خو هغوی هم ترکیې ته اړتیا لري.
سیاست کې دائمي دوست او دښمن نشته، سیاسي‌ ګټې مهمې دي خو ځینې قضیې ارزښتونه دي او فلسطین یو له هغو ده.
د اردوغان او هرزوګ د سفر په اړه د جوشه ډېر له هوشه کار اخستل پکار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

اردوګان پر هغه لیاره روان دئ کوم چی باید روان وی.
اردوګان او عمران خان غوندی مُرده ګوان د غربی استعمار وفادار او مطیع مزدوران دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx