افغانستان

«حکومت په شپږو هېوادونو کې د سفارت او قونسلګریو ۸ کارکوونکي له دندو لرې کړي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت په پاکستان، عربي اماراتو، هند، روسیې، ایران او امریکا کې ۸ تنه د سفارت کارکوونکي له دندو لرې کړې دي.

د ریاست الوزراء مقام څخه په غوښتنه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په سفارتونو کې ددغه وزارت اتشې او په ایران او پاکستان کې دوه نور کارکوونکي له دندو لرې کړې دي.

د پژواک خبري اژانس وایي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت داسې اسناد ترلاسه کړي چې د مرغومي په ۲۱مې نیټې د ریاست الوزراء مقام ته استول شوي وو او د لاندې ذکر شویو کسانو د لرې کولو غوښتنه په کې شوې ده.

د پژواک د خبر له مخې، د یاد وزارت له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته د تېر لیک په مصداق یو بل لیک کې ویل شوي چې افغان حکومت د ریاست الوزراء مقام د روان کال د سلواغې ۱۳مې نیټې د ۱۰۶۸ شمېرې د حکم په اساس په لاندې هېوادونو کې د افغان سفارت څخه ددغه وزارت د فرهنګي اتشو انفکاک منل شوی دی:

1- د روسیې په مسکو افغان سفارت کې ددغه وزارت فرهنګي اتشه شاه سلطان عاکفي

2- د عربي اماراتو ابوظبي کې ددغه وزارت فرهنګي اتشه محمد صدیق امرخیل

3- د پاکستان اسلام اباد کې ددغه وزارت فرهنګي اتشه حضرت ولي هوتک

4- د پاکستان پېښور کې ددغه وزارت د فرهنګي بنسټ مسئول اسد الله فاروقي

5- د ایران تهران کې ددغه وزارت فرهنګي اتشې مرستیال سید یعقوب هوشمند

6- د ایران مشهد کې ددغه وزارت فرهنګي اتشې مرستیال سید یعقوب هوشمند

7- د هندوستان ډهلي کې ددغه وزارت فرهنګي اتشه حمد الله ارباب

8- په امریکا کې ددغه وزارت فرهنګي اتشه نجیب الرحمن ننګیال.

هغه کسان چې له دندو لرې شوي او پژواک اژانس یې عکس خپور کړی:

د راپور پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت د ورته اجرااتو لپاره ابوظبي، اسلام اباد، تهران، دهلي، واشنګټن کې افغان سفارتونو، د ایران مشهد او پاکستان پېښور کې افغان قونسلګریو ته ددغه مکتوب کاپي لیږل شوې ده.

راپور زیاته کړې چې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم افغان سفارتونو او قونسلګریو ته د ځینو کارکوونکو د انفکاک لیک لیږل شوی دی.

ددوی په وینا، پژواک ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په یو شمېر نورو سفارتونو کې یا خو د تېر حکومت مشر اشرف غني له لوري د فرهنګي اتشې بستونه لغوه شوي او یا هم له سقوط وړاندې یې خپلې دندې پریښې دي.

تر دې دمه د اطلاعاتو او فرهنګ او بهرنیو چارو وزراتونو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي، خو پژواک وایي چې د یادو وزارتو غیر رسمي سرچینو ددغو مکتبونو د صحت لپاره دوی ته تایید کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

تکړه شی ٱفرین مو شه ډېر ښه سیاست لری دغه ملت ښه ناامیده کړی څه چې درته ښه ښکاري ویې کړی پام مو وي چې الله مهلت ورکوي لکن حالت او مخلوق مهمل نه پرېږدي …………. څه مو ویل او ڀه کومه روان یی له الله نه ووېرېږی ………….

طوطی

امریکی کی خو سفارت ته د امریکی د حکومت له لوری امر وشو چی بند دی شی. سفارت امریکی کی تړل شوی یو مامور نه چی ټول کسان یی لری شوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx