دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام څلورم خليفه حضرت علي رضی الله عنه!

محمدالله عباس

نوم يې علي كنيت يې ابو الحسن او ابو التراب وو, حيدر (زمرى) يې لقب و, دپلار نوم يې ابو طالب او د مور نوم يې فاطمه وه , د نسب پوره لړۍ يې داده : علي بن ابي طالب بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصى بن كلاب بن مره بن كعب بن لوئ . څرنګه چي د ابوطالب واده د خپل كاكا له لور سره شوی و ، ځكه نو حضرت علي رضی الله عنه د مور او پلار دواړو له لورې هاشمي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم سكه د كاكا زوی كيږي . د هاشمو كورنۍ ته چي په عربو او قريشو كې كوم عزت حاصل وو د هغه بيان ته هيڅ اړتيا نه ليدل كيږي , د كعبې شريفې خدمت هم د همدې كورنۍ ځانګړتيا وه , دهمدې ځانګړتيا له كبله هغو ته پر ټولو عربو باندې د مذهبي مشرۍ د كولو شرف حاصل و.

د حضرت علي رضی الله عنه پلار ابو طالب د مكې له لويانو څخه و او رسول الله صلى الله عليه وسلم هم د همده د شفقت په غيږ كې را لوی شو , او له بعثت څخه وروسته يې د ابو طالب تر څارنې لاندې د مكې په كوڅو كې د حق بلنه پيل كړه , د كفارو له لورې د رسول الله صلى الله عليه وسلم ترڅنګ ابوطالب ته هم ډول ډول تكليفونه ورسېدل ، د ساري په توګه له هغه سره يې هر ډول راكړه وركړه ودروله , په خوښۍ ,غم , خوراک او څښاک كې يې ګډون ورسره پريښود , لنډه داچي د هيڅ ډول ستونزو د ور رسولو څخه يې ډډه نه كوله.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېره تلوسه وه چي د ابوطالب زړه د ايمان په رڼا روښانه كړي او هغه ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د حمايې او څارنې په بدل كې جنت الفردوس وركړل شي , همدا لامل وو چي د مړينې په وخت په وار وار رسول الله صلى الله عليه وسلم ابوطالب ته د كلمې ويلو بلنه وركوله . خو ابوطالب رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چي (( پتمنه وراره كه له ما سره دقريشو د پېغور راكولو ويره نه وای نو ما به په ډېره خوښۍ سره ستا بلنه په ځان منلې وه.

د حضرت علي رضی الله عنه مور حضرت فاطمې رضی الله عنها هم د بي بي آمنې په ځير د دې سپيڅلي يتيم پالنه په ډېره مينه سره كړي وه .د مستندو رواياتو له مخې حضرت فاطمه رضی الله عنها مسلمانه شوه او د هجرت لپاره مدينې منورې ته ولاړه او هلته په حق ورسېده. د مړينې په وخت کې رسول الله صلى الله عليه وسلم هغې ته خپل كميس د كفن په توګه ور واغوست , د هغې پر قبر كې پريووت او په دې څه كولو سره يې د هغې قبر متبرک وګرځاوه . كله چي خلكو د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د دې مهربانى كولو لامل وپوښت نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي له ابوطالبه وروسته زه ددې ميرمنې د ډېرو احسانونو او نيكيو منونكى يم او له امله يې له هغې څخه مننه كوم.

حضرت علي رضی الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له بعثت څخه لس كاله دمخه وزيږيد , د زيږيدو سره سم حضرت علي رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ځانګړې څارنې لاندې و , ځكه خو هم حضرت علي رضی الله عنه له ډېر وړوكوالي څخه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجلسونو كې كښېناسته او د رسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې به يې د زړه په غوږونو اورېدلې.

لكه څرنګه چي مو وويل حضرت علي رضی الله عنه د لسو كالو و چي رسول الله صلى الله عليه وسلم د الله تعالى له لورې د نبوت په لوی مقام وټاكل شو ,څرنګه چي حضرت علي رضی الله عنه د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يو ځای اوسېده ځكه يې نو د اسلام د مذهبي تګلارو ننداره له ډيره نژدې نه كړې وه.

يوه ورځ حضرت علي رضی الله عنه رسول الله صلى الله عليه وسلم او حضرت خديجة الكبرى رضي الله عنها په عبادت باندې بوخت وليدل , د دې تاثير كوونكي نندارې په ليدو سره يې په ډېره ماشومانه لحجه سره وپوښتل چي تاسې دواړو څه كول ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته د نبوت د لوی مقام د ترلاسه كولو خبر وركړ او د كفر او شرک بدي يې ورته بيان او توحيد ته د راتلو بلنه يې وركړه.

څرنګه چي حضرت علي رضی الله عنه له داسي خبرو سره نااشنا و ځكه يې نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په ځواب كې وويل چي زه به په دې اړه د خپل پلار ابو طالب څخه وپوښتم , خو رسول الله صلى الله عليه وسلم نه غوښتل چي وحدانيت ته درابللو دا خبره دې په ناڅاپي توګه په لومړي ځل عام ډګرته ووځي ځكه يې نو حضرت علي رضی الله عنه ته وفرمايل چي ته په خپله په دې خبره فكر وكړه چاته د ويلو اړتيا يې نه ليدل كيږي.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مجالسو كې دګډون له كبله د حضرت علي رضی الله عنه فطرت ډير پاک و او د توحيد په اړه فكر كولو كې د خدای جل جلاله توفيق ورسره مل شو هماغه و چي ډېر ژر د نبوت په دربار كې حاضر شو او د اسلام پر سپيڅلي دين يې ايمان راوړ, توحيد ته دخلكو رابلل يې خپله ديني كړنلاره وبلله .او په دې ډول يې په ماشومانو كې تر ټولو د لومړي ايمان راوړونكي ماشوم ځانګړتيا تر لاسه كړه.

د حضرت علي رضي الله عنه حليه:
حضرت علي رضی الله عنه غنم رنګه , د منځني قد, د غټو غټو سترګو , ښايسته سپين مخ او د بَبَرې پراخې سينې څښتن و .بدن يې غوښين او ګيډه يې لږ د باندې لور ته راوتلې وه , د سر ويښتان يې نه و . په يوه روايت كې راځي چي خرييل به يې , او په بل روايت كې راغلي د سر په مخکنۍ برخه يې ويښتان نه لرل ، ږيره يې لويه او دومره پراخه وه چي له يوې اوږې او بلې اوږې سره به لګيدله , د عمر په پای كې يې ويښتان خورا سپين شوي وو او په ټول عمر يې يواځې يو ځل خضاب (نكريزي) لګولې وې.

د حضرت علي رضي الله عنه ځانګړتياوې:
۱- حضرت علي رضی الله عنه يو له هغو لسو كسانو څخه و چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم له لورې ورته د جنت زيرى وركول شوى و.
۲- حضرت علي رضی الله عنه د اسلام د څلورم خليفه په توګه وټاكل شو .
۳- حضرت علي رضی الله عنه ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زوم توب وياړ ور په برخه شوی و .
۴- حضرت علي رضی الله عنه ته تر ټولو د لومړي ايمان راوړونكي ماشوم وياړ ور په برخه دى.
حضرت علي رضی الله عنه زړور، نيک او زاهد صحابي و. د دومره برترۍ څښتن و چې امام احمد بن حنبل يې په اړه ويلي: هومره فضيلتونه چې د حضرت علي رضی الله عنه په هکله په روايتونو کښې راغلي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اصحابو له ډلې د بل هيچا په باره کې نه دي راغلي.

حضرت علي رضي الله عنه په لاندې غزاګانو كې ګډون كړى و:
د بدر وتلې غزا , د احد وتلې غزا ,د هجرت په ( ۵) كال كې د بنو نضيرو په جلاوطنۍ كې هم حضرت علي رضی الله عنه ګډون درلود , په ( ۵ ) هجري كال كې د خندق په وتلې غزا كې هم د كفارو مشر عمرو بن عبدود هم د حضرت علي رضی الله عنه په لاس دوزخ ته وليږل شو , دخندق له پيښې وروسته بنو قريضه وو د مسلمانانو په خلاف د قريشو مرسته كړې وه او له مسلمانانو سره شوى تړون يې مات كړی و ، نو ځكه له هغوی سره د جګړې كولو په موخه يې حضرت علي رضی الله عنه د مسلمانانو مشر وټاكه او هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په امر د كفارو كلا ونيوله او د مازديګر لمونځ يې هم پكښې اداء كړ.

د هجرت پر ۶ كال رسول الله صلى الله عليه وسلم ته څرګنده شوه چي بنو سعد د خيبر د يهودو د مرستې لپاره يوځای شوي نو ځكه يې حضرت علي رضي الله عنه د سلو كسو مجاهدينو سره د هغوی د مقابلې لپاره واستاوه حضرت علي رضی الله عنه د شعبان په مياشت كې پر بنو سعدو بريد وكړ او له هغوی څخه يې (۵۰۰ ) اوښان او (۲۰۰ ) وزې په غنيمت ونيولې.

په همدې كال رسول الله صلى الله عليه وسلم ( ۱۴۰۰۰ ) صحابۀ كرامو رضوان الله تعالى عليهم اجمعين سره يوځای د كعبې شريفي د زيارت كولو لپاره ولاړ, كله چي حديبيي نومې ځای ته ورسېدل نو مشركينو جګړه كول غوښتل خو د رسول الله صلى الله عليه وسلم موخه جنګ كول نه و نو ځكه يې حضرت عثمان رضي الله عنه د سفير په توګه هلته( مکې) ته ورواستاوه , دلته دا خبره مشهوره شوه چي حضرت عثمان رضی الله عنه مکه والو شهيد كړى دی ، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه د كسات اخيستلو په خاطر د صحابۀ كرامو څخه بيعت واخيست په دې بيعت وركولو كې حضرت علي رضی الله عنه هم ګډون درلود او د سولې سند هم د حضرت علي رضی الله عنه په ګوتو وليكل شو.

د خيبر په سيمه كې د كفارو ډېري مضبوطې كلاوې او مركزونه موجود وو , چې په فتح كولو کې يې حضرت ابوبكر صديق او حضرت عمر رضي الله عنهما زور وواهه خو بريالي نه شول , يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل چي سبا به زه دجګړې بيرغ د داسې چا په لاس وركوم چي هغه خدای جل جلاله او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خورا محبوب دى كله چي سهار شو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم بيرغ د حضرت علي رضی الله عنه په لاس كې وركړ خو هغه د سترګو د ناروغي لرله ، رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلي لاړې د هغه پر سترګو ورومښلې چې هغه رک روغ شو او خپله ورسپارل شوې دنده يې مخ پر وړاندي بوتله تر دې چې د خيبر سيمه يې فتح او د كفر او شرک اولسونه يې پو پنا كړل.

د حنين په وتلې غزا كې هم حضرت علي رضی الله عنه ډېر په ميړانه له دښمن سره وجنګيده او د هغوی مشر يې په خپل حيدري وار باندې د تل لپاره د دوږخ پرغولى وګرځاوه. د هجرت پر (۹) كال چي كله رسول الله صلى الله عليه وسلم تبوک نومې ځای ته د تلو هوډ وكړنو د اهل بيتو د ساتنې لپاره يې حضرت علي رضی الله عنه په مدينه منوره كې پريښود.

د هجرت پر لسم كال رسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى حج وكړ, حضرت علي رضی الله عنه هم له يمن څخه راغی او په دغه مبارک حج كې يې ګډون وكړ.

د رسول الله الله صلى الله عليه وسلم تر وفات وروسته:
حضرت علي رضی الله عنه د ابوبکرصديق رضی الله عنه د خلافت پر مهال د هغه غوره سلاکار او وزير وو چې تل يې د مسلمانانو د سرلوړۍ او بريا لپاره په ريښتينولۍ او سوچه زړه کار کړی. د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر وخت هم د دولت له لوړپوړو څخه وو او چې کله به حضرت عمر رضی الله عنه له مدينې منورې څخه بهر په سفر وته نو حضرت علي رضی الله عنه به يې پر خپل ځای پريښود. د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت وار چې راورسيد، د نورو اصحابو په څير يې ور سره بيعت وکړ او تل د هغه سلاکار او ملاتړی و.

له حضرت فاطمې رضي الله عنها سره د حضرت علي رضی الله عنه واده:
د هجرت په دوهم كال حضرت علي رضی الله عنه ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زوم توب وياړ ور په برخه شو , او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د محبوب ترينې لور حضرت فاطمة الزهرا رضي الله عنها سره يې نكاح وشوه .كله چي حضرت علي رضی الله عنه له فاطمة الزهرا رضی الله عنها سره د نكاح تړلو غوښتنه وكړه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وفرمايل چي ته د مهر اداكولو په بڼه څه شى لرې ؟

حضرت علي رضی الله عنه ورته وفرمايل چي زه له يوه اس او يوې زغري پرته بل هيڅ شى هم نلرم . رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي اس خو د جهاد لپاره دى ولاړشه زغره خرڅه كړه ,حضرت علي رضی الله عنه هغه زغره پر حضرت عثمان رضي الله عنه باندې په څلور سوه اتيا (۴۸۰) درهمه وپلورله او هغه قيمت يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم مخې ته كيښود , رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضي الله عنه ته امر وكړ چي له بازاره عطر(خوشبو) راوړه او په خپله رسول الله صلى الله عليه وسلم نكاح ور وتړل او د الله جل جلاله د درباره يې ورته د خير او بركت دعاء وغوښته.

ميرمنې او اولادونه يې:
د جنت د سردارې حضرت فاطمة الزهرا رضی الله عنها تر نكاح وروسته يې له يوه څخه ډېر ودونه كړي وو , او ډېر اولادونه يې زيږيدلي دي چي تفصيل يې دادی:

حضرت فاطمه رضی الله عنها چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم د زړه ټكړه وه د هغې څخه يې په هلكانو كي حضرت حسن ,حضرت حسين ,حضرت رضي الله عنهم پيدا شوي وو او په ښځينه اولادونو كې يې زينب كبرى ,او ام كلثوم كبرى رضي الله عنهما پيدا شوې وې.

ام البنين بنت حزام:
د دې څخه يې عباس ,جعفر ,عبدالله او عثمان پيداشوي وو , چي د دوی څخه د عباس پرته نور ټول د حضرت امام حسين رضي الله عنه سره په كربلا كې شهيدان شول.

ليلى بنت مسعود:
له دې څخه عبيدالله او ابو بكر پيدا شوي وو, چي د يوه روايت سره سم دا دواړه هم له حضرت امام حسين رضي الله عنه سره شهيدان شوي وو.

اسماء بنت عميس:
له دې څخه يحيی او محمد اصغر پيداشوي وو.
صهبا ( ام حبيب بنت ربيعه) : دا ام ولده وه , د دې څخه عمر اورقيه پيداشوي وو.

امامه بنت ابي العاص:
دا د حضرت زينب رضی الله عنها لور او د رسول الله صلى الله عليه وسلم لمسۍ وه له دې څخه محمد(اوسط) پيداشوى وو.

خوله بنت جعفر:
محمد بن علي چي په محمد بن حنفيه باندې شهرت لري له همدې څخه پيدا شوى و.

ام سعيد بنت عروه:
له دې څخه ام الحسن او رمله كبرى پيداشوي وه.

محياة بنت امرأالقيس:
له دې څخه يې يوه لور پيدا شوه او په وړوكتوب كې په حق ورسيده.
له دې ميرمنو پرته د حضرت علي رضي الله عنه نورې مينځې هم وې , چي له هغوی څخه يې لاندې ښځينه اولادونه شوي:
ام هاني, ميمونه , زينب صغرى , رمله صغرى , ام كلثوم صغرى , فاطمه , امامه , خديجه , ام الكرام , ام سلمه , ام جعفر , جمانه او نفيسه . لنډه دا چي د حضرت علي رضی الله عنه نژدې ۱۷ لوڼي او ۱۴ زامن وو , په دوی كې يواځې له لاندې څلوروكسانوڅخه د نسب لړۍ روانه شوه : حضرت امام حسن رضی الله عنه ,حضرت امام حسين رضي الله عنه , حضرت محمد بن حنفيه رضي الله عنه , او عمر رضي الله عنه .

د حضرت علي رضی الله عنه د شهادت پېښه:
د هجرت په (۴۰ ) كال د خوارجو د باطله ټولي له لوري د كورنيو جګړو او د هغو د لاملونو د جاج اخيستلو په اړه د حج په موسم كې خبرې اترې پيل شوې , د خبرو په ترڅ كې په يوه خوله دا ومنل شوه چي د دې پيښو لاملونه يوازي درې كسان حضرت علي رضی الله عنه , حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه او حضرت امير معاويه رضی الله عنه دي.

د خبرو په پای كې يې وويل چي د دې پيښو يواځينى حل د نوموړو دريو كسانو شهيدانول دي , ځكه نو دريو كسانو عبدالرحمن بن ملجم د حضرت علي رضي الله عنه ,نزال د حضرت امير معاويه رضي الله عنه او عبدالله نامي تن بيا د حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنه د شهيدولو دروند پيټي په خپلو ځانونو كيښودل .او د دې شومو موخو د تر سره كولو لپاره روان شول.

كوفې ته په رسيدو سره ابن ملجم د يوې قطام نومې ميرمنې سره مخامخ شو او دخپلې موخې په اړه يې توضيحات وركړل دې بدبختې ميرمنې نه يوازي داچي د ابن ملجم د ناوړه كار تاييد وكړ بلكې د دې كارپه برياليتوب سره د پای ته رسيدو په صورت كې يې د نكاح كولو ژمنه هم ورسره وكړه.

لنډه دا چې دې دريو واړو كسانو د هجرت پر (۴۰ ) كال د روژې په مياشت كې دسهار پر مهال په دريو صحابه وباندې بريد وكړ , حضرت امير معاويه رضی الله عنه د تورې دنه لګيدو له امله , حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه امامت ته د نه تلو له امله روغ پاتې شول او هغه تن چي د حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنه په ځای امامت ته تللى و دخوارجو دتيروتنې له كبله په شهادت ورسيد.

خو د الهي قضا له مخې د اميرالمؤمنيين حضرت علي رضی الله عنه د ژوند نيټه نوره پر پوره كيدو وه , كله چي هغه لمانځه ته راغى نو ابن ملجم چي په مسجد كې بيده و، د لمانځه د اداكولو په نيت يې راويښ كړ او په خپله د لمانځه د اداكولو له پاره مخکې شو ترڅو د لمانځه امامت وکړي ، ابن ملجم چي كله حضرت علي رضی الله عنه د سجدې په حالت كې وليدنو پر هغه يې د تورې سخت ګزار وكړ , توره د حضرت علي رضی الله عنه په سر مبارک كې ښخه شوه او حضرت علي رضی الله عنه سخت ټپي شو.

كه له يوې خوا د تورې وارونه ډېر ژور و نو له بلي خوا د ابن ملجم توره په زهرو هم ككړه شوې وه پر همدې مهال د زهرو اغيز په ډيره چټكتيا سره د حضرت علي رضی الله عنه په ټول بدن كې وغزيدل چي له امله يې د اسلام دغه څلورم ځليدونكى ستورى حضرت امام حسين رضي الله عنه ته د څه نصيحت د كولو وروسته د هجرت په (۴۰ ) كال د روژې په شلمه نيټه د جمعې په مباركه شپه د شهادت لوړ مقام ته ورسيد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

ولا سړی څه ووائی. زه تر انبیاء علیهم السلام وروسته د ټولو تېر او اوسنی او راتلونکی ابناءالبشر له جملې څخه د علی بن ابی طالب سره سخته مینه او د سیاسی او ایمانی دښمنانو څخه ئې سخته کرکه لرم. د سِته صحاح! صحت او حقانیت تر سختی پوښتنی راتلای سی ځکه د احادیثو په کتابونو کی د علی بن ابی طالب څخه د روایت سوو احادیثو شمېر پنځه سوه ته هم نه رسیږی خو د مرموزو او نامعلومو او بې پلاره او بې موره کسانو ( چی اکثره ئې د یهودو نفوذی څېرې وې ) له خولې څخه په… نور لوستل »

Karwan

ته خپله شيعه مذهبه ئي، نو ځکه دله سوني مذهبه کرکه راځي! هر ځوک چه داسي فکر کوي، عقيده ئي داسلام سره په تکر که ده. زما په نظز شيعه او سوني بايد چه ديوبل سره تضاد ونلري، ځکه دوي دواړه په الله عقيده لري! کاروان

pattang

زما د ژوند تجربه دفیسبوک او انتر نت لیکنو دې پرېکړې ته رسولی یمه چې شیعه مذهبه انسانان چې راپوزي ؟ هم ورته ویېل کیږي ډیر رادیکال مذهبي دي ! که چا په ایران کې د حضرت علی (ص) د پلویانو مجالس لیدلي وي نو یوازې د حماقت بوی به ترې ځي !

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx