ادبي لیکني

ولس له چا سره دی؟ (خاطره) 

مولوي ضیاءالحق حسان

حکومتولي په زور، جبر، ټانګ او طیارو نه کیږي، مګر حکومتولي د خلکو په زړونو کیږي، اصلي بادشاهان علماء او روحانیون دي.

علم هغه لوړه برخه ده چې لوی رب ورته زیات خیر ویلی.

د نړۍ د نورو مسلمه امتونو تر څنګ افغان ملت بیا د علماوو داسې مینه پالي چې د ښکلا او مینې ارشیف یې مثال نه شي وړاندې کولای.

تېره ورځ د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د ارغندي په انوارالعلوم مدرسه کې دستاربندي وه، ګڼ ولسونه راغلي وو چې د هیوادوالو مینه د علماوو او طالبانو  او اوسني نظام سره ترې له ورایه ښکاریده، غونډې ته داسې شیوخ راغلي وو چې د سټیج په سر به یې کله نوم واخیستل شو له مجلس به ملکوتي نارې د آسمان لور ته بدرګه کیدلې دغه راز د ا.ا لوړ پوړو کسانو د غونډې زینت زیات کړی و، د حقاني د سترګو تور، د فدایانو مشر او د وزارت داخله سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د دفتر ریس مولوي زین الله عابر وویل: نور به د پخوا په شان امنیتي ځواکونه ستاسو په مدرسو چاپې نه وهي بلکه ستاسو امنیت به ساتي.

د جلسې د ښایست په سیالۍ کې انقلابي ترانه ویونکي ملافقیرمحمد درویش او محمد امین حیدري هم له چا کم نه و چې په خپلو ترانو یې د جلسې ښایست لا نور وځلولو.

د نوموړې مدرسې شیخ او د ارغندۍ مرحوم  خلیفه صاحب زوی شیخ محمدشفیق فضلي هیوادوالو ته د اوسني نظام د شکرانې وویل، ده زیاته کړه موږ به پوه شو چې تاسو له نظام څومره راضي یاست او مینه مو کوم انداز کې ده ددې خبر په اوریدو د غونډې ټولو ګډونوالو لاسونه پورته کړل د اوسني نظام سره مینه د علماوو محبت ترې له ورایه ښکاریدل.

د اسلامي نظام د دوام او استحکام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx