نړۍ

سرچیني: د۲۰۱۲ کال تراخیره پوري به ۳۰۰۰۰امریکایان له افغانستان څخه ووزي

U(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۱) داسي اټکل کیږي چي دامریکي ولس مشر به دیوپلان منظوري ورکړي چي دهغه له مخي به امریکا د ۲۰۱۲ کال تراخیره پوري له افغانستان څخه ۳۰۰۰۰ عسکروباسي.

اوس فعلا په افغانستان کي تقریبا سل زره امریکایی عسکر موجودیت لري چي دهغوي له جملي څخه دیرش زره عسکرپه ۲۰۰۹ کال کي داباماپه خاص هدایت سره افغانستان ته راغلي،

  اوس دسپیني ماڼي ځیني  چارواکو خبرورکړی دي، وایی اټکل کیږي چي دامریکي ولسمشر بارک اباما به د ۲۰۱۲ کال تراخیره پوري هغه دیرش زره عسکر بیرته له افغانستان څخه وباسي کوم چي اباما په کال ۲۰۰۹ کي افغانستان ته په داسي حال کي رالیږلي وو کله چي دامریکایانو په وړاندي دافغانستان ددولت دمخالفو وسلوالو بریدونو سخت زور اخیستي وو

بخت الرحمن بخت   ……………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x