افغانستان

کابینې پریکړه: پر موټرو د حکومتي چارواکو د عکسونو لګول مطلق بند دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،  ۲۵ کب، ۱۴۰۰ل): افغان حکومت کابینې په خپلې وروستۍ غونډه کې د حکومتي چارواکو او نورو کسانو انځورونه پر موټر لګول منع کړي دي.

د چارو ادارې مطبوعاتي ریاست ویلي دي چې کابینې په خپلې وروستۍ غونډه کې چې د رئیس الوزرا په مشرۍ ترسره شوه دغه پریکړه کړې ده.

د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي دي: «کابینې پریکړه وکړه چې د مجاهدینو لخوا په موټرو د امارت د مشرانو یا نورو کسانو انځورونه لګول په مطلق ډول منع دي».

کابینې دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ریاست ته دنده سپارلې چې خپل اړوند کسان له دې کاره منع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبره ده خو ځینی سرکشه طالبان د امیرالمومنین امر هم نه منی جاهله او پر خپل سر دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx