افغانستان

کابینې پریکړه: هېواد ته د افغان شخصیتونو بېرته راستنولو لپاره کمیسون تصویب شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۰ل): د کابینې په پریکړه کې له هېواده بهر د افغان شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او د بېرته راستنولو لپاره د ځانګړي کمېسون جوړښت تصویب شو.

د چارو ادارې د مطبوعاتي ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نن چهارشنبه د کابینې په غونډه کې چې مشري یې د رییس الوزرا محمد حسن اخند له لوري وشوه، د شهاب الدین دلاور په مشرۍ کمېسون وټاکل شو.

د افغان شخصیتونو سره د اړیکو ټینګولو او هېواد ته د راستنولو کمیسون غړي په لاندې ډول ترکیب شوې دي.

د کانونو او پطرولم وزیر شهاب الدین دلاور، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د استخباراتو لوی ریاست رئیس عبد الحق وثیق، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي، لوی درستیز قاري فصیح الدین او محمد انس حقاني شامل دي.

د چارو ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې چې په هېواد کې د اګست میاشتې له تحول وروسته یو شمېر افغان شخصیتونه بهرنیو هېوادونو ته تللي او ځینې یې له پخوا بهر کې میشت دي، چې دغه کمېسون به یې د راستنولو په پار هڅې وکړي.

ددې سربېره د کابینې په پریکړه کې دا هم ویل شوي چې د مجاهدینو او عامو افغانانو له لوري پر موټرو د مشرانو او یا نورو کسانو انځورونه لګول په مطلقه توګه بند دي، په دې تړاو ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ته دنده سپارل شوې چې خلک له دغه کاره منع کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Karwan

طالبانو وروڼو کوم سخصيتونه مو مطلب دي، ايا داسي شخصيتونه لکه کرزي او عبدالله، چه اوس ئي په کور دننه دحکومت پسي راخيستي او ناوړه نيوکي او تبليغات کوي، دا نور چه راولي، بيا به هغوي هم سپينسترګي شي او تبليغات به شروع کړي. دغو خلکو دامريکا په اخور خوړلي او مفکره ئي تغير نه کوي! بايد چه دډير احتياط نه کار واخيستل شي.
کرزي خو همدا اوس دپښتين منظور شاته ولاړدي! کاروان

طوطی

ټول حکومت مو ملایانو ته ورکړی فکر نکوم څوک زړه ښه کړی افغانستان ته راشی هلته چی ټول د یوې مړی ډوډی پسی بغاری وهی، نه کار شته نه روزګار. د انجنییرانو او ډاکټرانو بستونه هم ملایانو نیولی، چی ږیره او پټکی ونلری کار هم نه درکول کیږی، نو د داسی یوه حکومت د بیرغ لاندی چی واک یی هم د پاکستانی وایسرای سره وی فکر نکوم څوک بیرته درشی هو مګر داسی کسان به بیرته ولاړ شی چی بی مسلکه دی او خارج کی هم ورته کار نه پیدا کیږی.

pattang

کوم شخصیتونه ؟؟ پاک او که هر یو یې؟ د نړۍ والو په خوښه ؟ او که د شخصیت په وجداي مسئولیت چې له خپل دین او هیواد سره یې لري !

مولوي نجیب الله زاهد

پرځای او ښه اقدام دی او زه له بېرته راستنولو له کلمې سره موافق نه یم بلکه دبېرته راگرځېدو کلمه ورته وکارول شي افغانستان د ټولو افغانانو کور دی هیڅوک ملایک ندي که څوک یوه برخه کې مجرم دی نو بل بله برخه کې ټول گنهگاره یو باید ټول په گډه او له توپير څخه پرته خپل هېواد ورغوو غیرمسلکی کسان موچې هرځای مقرر کړی لرې یې کړی که ملا وي یابل څوک ملا فرېښته نده او نه په هرڅه کې تخصص لري چې هرځای کې وي ملاپخپل ځای او نور په خپل دالله لپاره راځی نور په گډه دغه… نور لوستل »

طوطی

سلامونه زاهد صیب: زما تبصری ستا نه خوشیږی خو بر عکس زه ستاسو تبصرې لولم او اکثرآ مثبتی او په زړه پوری دی. نن مو چی د لوړو زده کړو د وزیر یو څو خبری په تاند کی ولوستلې نو داسو # سره کار کول هیڅ جایز نده. د پوهنتون استادان باید ټول استعفاء وکړی وریر صیب دی له اکوړې څخه په خپله خوښه اوستادان راولی چی په مفته ورته کار وکړی. دومره افراطیت، عداوت، کبر او غرور انسان ته نه ښایی. داسو خلکو سره کول ذلالت دی. رزاق الله دی هماغه خارج بهتره دی لدی چی سړی سپک او… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

طوطی وروره نه زما لیکنه ستاپه تبصره نده ستا تبصری ټول ښه ټکي لري زمالیکنې د یو دیني عالم په توگه دهیچا پرضد ندی بلکه اصلاحي بڹه لري.مننه

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx