شعـــــرونه

د چا زړګی مات شو/ کاروان

پيرمحمد کاروان

یو کړنګ شو پورته څه را ولوېدل یو شی مات شو
چې دا بنګړی و او که نه د چا زړګی مات شو

زړګی دې مات نه شي، بنګړی که مات وي بل به واخلې
بیا نه جوړېږي که یو ځل دا لېونی مات شو

دوې تورې سترګې په لاس ورغلې، نو دا څه تاوان
که یې په پښه کې د ګورګورې وچ ازغی مات شو

د ډول په غږ به بیا را جوړ شي او څرخی به وکړي
په نرۍ ملا که په اتڼ کې یو ژڼکی مات شو

تیږه نارې وهي چې خوږ دې کړمه، مه مې وهه
ګورې مې نه چې په سینه کې مې غمی مات شو

په ونه دنګې د ګلونو جامې بیا واغوستې
ته وا په غېږه کې یې خچ پچ پسرلی مات شو

کبلی بچی به یې له لوږې مري ښکاري ظالمه
ستا په تېره غشي د لنګې غرڅې تی مات شو

وګوره پاس بام ته ورخېژي دوه اوږده لاسونه
د چا و زلفو ته ګل شوی کشمالی مات شو

اوس نو لګیا دی او پتري وهي پر ماتو نغمو
د چا په مینه کې کاروانه یو سړی مات شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx