
د بابر اعظم او محمد رضوان مسئولانه لوبه، پاکستان دوهم ټيسټ له ماتې وژغوره
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او ویکټ ساتونکي محمد رضوان د استرالیا پر وړاندې دوهمه ټیسټ لوبه کې مسئولانه لوبه وکړه چې پاکستان یې له ماتې وژغوره.
د پاکستان په کراچي ښار کې د استرالیا پر وړاندې دوهمه ټیسټ لوبه کې استرالیا سیال لوبډلې ته په شاوخوا 170 اورونو درلودلو د 508 منډو هدف کیښود.
پاکستان لوبډلې د هدف په تعقیب کې لومړي دوه لوبغاړي پرلپسې له لاسه ورکړل، خو وروسته بابر اعظم، عبد الله شفیق او محمد رضوان په زړه پورې لوبه وکړه، چې په وروستیو کې له سختې حالت وروسته لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د دغې لوبې په دوهمه پاڼۍ کې بابر اعظم د 196 منډو په زړه پورې توپ وهنه وکړه، دغه راز عبد الله شفیق 96 او محمد رضوان 104 ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د استرالیایي توپ اچونکو غوره دفاع یې وکړه.
د یادونې ده چې د پاکستان او استرالیا لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ لوبه مساوي شوې وه. خو د کرکټ پوهانو او مبصرینو له لوري د راولپنډي پیچ د ټیسټ لپاره نامناسب بلل شوی و چې وروسته د آی سي سي لخوا دغې لوبغالي ته یوه منفي نمره هم ورکړل شوه.
په دوهمه ټیسټ لوبه کې چې استرالیا لومړی توپ وهنه وکړه په لومړۍ پاڼۍ کې د 9 لوبغاړو په سوځېدلو 556 منډې وکړې او پاکستان ته یې د توپ وهنې نوبت ورکړ، خو د پاکستان ټول توپ وهونکي یوازې په 148 منډو وسوځېدل.
د استرالیا له لوري عثمان خواجه 160 او الیکس کیري 93 منډې وکړې. په توپ اچونه کې د پاکستان په ګټه فهیم اشرف او ساجد خان 2-2 لوبغاړي وسوځول. دغه راز د پاکستان لخوا په توپ وهنه کې بابر اعظم 36 او نعمان علي 20 ناسوځېدلې منډې وکړې.
په دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا استرالیا توپ وهنه وکړه او د دوه لوبغاړو په سوځېدلو یې 97 منډې وکړې او پاکستان ته یې د توپ وهنې نوبت پریښود. پاکستان په ډیره میړانه توپ وهنه وکړه، په 172 اورونو کې یې 443 منډې وکړې او 7 لوبغاړي یې له لاسه ورکړل چې لوبه یې له ماتې وژغورله.
ددوی له لوري بابر اعظم په 425 توپونو 196، عبد الله شفیق په 396 توپونو 96 او محمد رضوان په 177 توپونو 104 منډې وکړې. د استرالیا له لوري سوکه توپ اچونکي نیتن لاین 4 او لوبډلمشر پیټ کمینز 2 ویکټې واخیستلې. بابر اعظم په غوره کارکردګۍ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان او استرالیا ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه د مارچ په 21 نېټه په لاهور کې پېل کیږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ او شل اوریزو لوبو سیریزونه په 29 مارچ راولپنډۍ کې ترسره کیږي.
Determined. Focused. Simply Sensational. These are some words we will use to describe today. 👏🏼 #BoysReadyHain l #PAKvAUS pic.twitter.com/IBZ9r3jbv2
— Pakistan Cricket (@TheRealPCB) March 16, 2022