افغانستان

هرات: نشه پولیسو خپل رینجر موټر له یو ټونس سره وجنګاوه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په هرات کې پولیسو خپل رینجر موټر له یو ټونس سره وجنګاوه، چې نهو تنو ته يې مرګ ـ ژوبله واړوله.
د هرات ـ اسلام قله په لویه لاره نن سهار په دې سیمه کې واکمنو پولیسو خپل یو رینجر موټر د عامو وګړو له یوه ټونس ډوله موټر سره وجنګاوه. چې دوه تنه پکې مړه او اووه تنه نور ټپیان شول.
د عیني شاهدانو له قوله د ترافيکي اصولو له مخې ملامت رینجر موټر و، مګر بیا هم د ټونس ځوان موټروان د پولیسو له لوري وډبول شو.
د هرات په حوزوي روغتون کې د ټپي شوي یو تن خپلوان د نوم نه ښوودو په شرط رسنیو ته وویل چې په رینجر کې سپاره څو تنه پولیس نشه ښکارېدل او چې له پېښې وروسته له موټره راښکته شول زنګیدلي را روان و. چې خبرې ته يې غوږ نه نیو.
د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی هم وايي چې په پېښه کې دوه مړي او اووه تنه ټپیان د دوی روغتون ته ور وړل شوي دي.
د شیرزي په خبره په اوو ټپیانو کې يې د دوو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی.
یاده دې وي په وژل شویو کې او ټپیانو کې کوم پولیس نه دی شامل او یواځې د ټونیس سپرلۍ ته زیان اوښتی دی.
دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم  په هرات کې پوليسو پر يوه زرنج رکشه چلوونکي ډزې کړې دي او ځای پر ځای يې وژلی دی.

پوليس وايي، دغه کس ته يې څو ځله د درېدو امر ورکړ، خو هغه بيا هم د دوی پر خوا را روان وو او اخېر دوی مجبور شول چې ورباندې ډزې وکړي.

پولیس وایی ، دغه کس د هرات ښار په څلورمه حوزه کې هغه مهال د وی له خوا ووژل شو ، چې د درېش امر يې و نه مانه.

د هرات د پولیسو ویاند وایي، له دغه کس څخه یوه تمانچه هم تر لاسه شوې.

دا لومړی ځل نه دی چې پوليس د پوليسو له امر څخه د سرغړولو پر مهال څوک وژني.

څو ورځې وړاندې په کندهار کې هم پوليسو د ولايتي شورا يو تن وکيل چې د پوليسو له تلاشي تېر شوی او د پوليس پر امر يې غوږ نه وو ګرولی، هم وواژه.

پوليس ادعا کوي چې پر دوی همداسې سرتېري بريدونه کېږي او هغه څوک چې د دوی امر و نه مني او پر دوی پسې ورشي، دوی مجبورېږي چې ورباندې ډزې وکړي

د پولیسو له چلنده د هېود په بېلابېلو ساحو کې څو ځلې شکایتونه شوي دي، چې دولتي موټري شخصي استعمالوي او هیڅ ترافیکي اصول په نظر کې نه نیسي. پر دې سربېره محاکمې پرېکړې کوي او په وړه پلمه د خلکو ژوند اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x