ورزش

له میسي او نیمار وروسته، رونالډو هم له چمپینز لیګ څخه بهر شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶، کب، ۱۴۰۰ل): د نړۍ یو شمېر نامتو فوټبالرانو لپاره د اروپا اتلانو لیګ په نیمه کې پای ته ورسېد چې له میسي، نیمار او کیلیان امباپي وروسته رونالډو هم له یادو سیالیو بهر شو.

دا پرلپسې دوهم کال شو چې میسي (پاریس سان جرمان) او رونالډو (مانچسټر یونیټډ) د اروپا چمپینز لیګ څخه په شپاړسم پړاو کې بهر کیږي.

لیونل میسي په تېر اګست کې د برسلونا څخه فرانسوي کلب پاریس سان جرمان ته انتقال شو، چې وړمه ورځ د نیمار او کیلیان امباپي په شتون د ریال مدرید پر وړاندې له ماتې سره مخ شول او له یادو لوبو بهر شو.

بل لوري ته کریستیانو رونالډو چې یوونتوس لوبډله یې د چمپينز لیګ ګټلو په خاطر پریښوده او خپلې پخوانۍ لوبډلې مانچسټر یونیټډ ته انتقال شو، په شپاړسم پړاو کې د هسپانوي کلب اتلاتیکو مدرید پر وړاندې له ماتې سره مخ شو.

د اروپا اتلانو لیګ کواټر پایلوبو ته د هسپانوي کلبونو ریال مدرید، اتلاتیکو مدریدو او ویاریال، انګلستاني کلبونو چیلسي، لیورپول او مانچسټر سیټي، پرتګالي کلب بینفیکا او الماني کلب بایرن مونشن لار وموندله. ددوی ترمنځ به پچه د جمعې په ورځ ترسره کیږي.

رونالډو چې ۳۷ کلن دی د اروپا اتلانو لیګ لوبو تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی، او میسي چې ۳۴ کلن دی د یادو لوبو دوهم زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx