نظــر

اقتصادي جنګ

ميا نور اغا
اقتصاد د هېواد، ګوند، ټولنې او فرد په کامیابۍ انسجام، ترقۍ او غلبې کې مهم رول لري.

همدا رنګه له دنیاوي جنګونو څخه مهم او مؤثر جنګ اقتصادي جنګ دی، چې په دې سره کوښښ کیږي چې دښمن بغیر د تورې له ګزار څخه له پښو وغورځیږي، له سیالۍ څخه لرې شي، د غربت له امله د محتاجۍ او غلامۍ کندې ته ګوزار شي او پردي رحم کرم ته پریښودل شي.

دا جنګ له پخوا څخه را روان دی، قریشو له مسلمانانو سره له همدې لارې جنګ وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې سره له ملګرو په شعب ابي طالب کې محصور کړ، اقتصادي بندیزونه یې پرې ولګول، د تجارت مالونه به چې راغلل قریشو به واخیستل دوی ته به یې نه پریښودل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې چې کله مدینې منورې ته هجرت وکړ د دوی مالونه مکه مکرمه کې پاتې شول، له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم اوله سریه ( لښکر) د عیر ( قافلې ) لپاره ولیږله ترڅو د هغو اموالو چې له دوی څخه مکه مکرمه کې پاتې شوي جبران کړي، د مسلمانانو اقتصاد قوي او د دښمن کمزوری کړي، د بدر واقعه کې هم ابتداء لښکر کشي د قافلې وهلو په خاطر شوې وه، خو د الله ج تدبیر دا و چې سنادید او سرکش تار او مار کړي.

اقتصادي جنګ کې مغلوب د غلامۍ په زولنو تړل کیږي بیا چې تر څو محتاج وي تر هغې د غالب او اقتصادي قوتونو په اشارو چلیږي، هر څه له لاسه ورکوي، معنویات، کلتور، ازادي یې اشغال کیږي، تر دې چې عقیده یې په خطر کې واقع کیږي، د قوي عقیدې خاوندان د عقیدې له ترویج او دعوت څخه لویږي، کمزوري اخیستل کیږي او نوی نسل په ګمراهۍ تربیه کیږي، له دې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کاد الفقر ان یکون کفرا. قریبه ده چې فقر د کفر سبب وګرځي.

اقتصاد لرونکی هيواد، معاشره او فرد په فیصلو کې د خلکو مرجع وي فیصله د دوی په خوښه کیږي، د حاکمیت په ګدۍ دوی ناست وي مستقیم او غیر مستقیم دوی حاکمان وي.
د دې حقیقت په درک کولو سره یهودانو دوه سوه کاله پخوا دا فیصله وکړه چې سره له دې چې مونږ کم یو او خپل مذهب کې بل نسب ته د داخلیدلو دعوت هم نه ورکوو بیا هم باید په دنیا حاکمان شو، خپل لوېدلی او ذلیل حالت ته تغیر ورکړو، بیا په اجتماعي توګه اقتصاد ته کار وکړو، چې د کوښښونو ثمره یې اوس I M F نړیوال بانک دی، دوی شریر سره له دې چې افرادي قوت یې د نیست برابر دی خو د اقتصادي قوت له امله د دنیا ملکونه په ګوته ګډوي، د سختو شرائطو په منلو سره ملکونه ترې په سود قرضونه اخلي، چې دا سخت شرائط او سود د ملکونو غلامۍ او په غیر مستقیم ډول د یهودو حاکمیت سبب ګرځیدلی.

په جمهوري دولتونو کې په انتخابي کمپاینونو کې قوي لابي ګري دوی کوي، دوی چې د چا لپاره په خپل اقتصاد سره لابي ګري کوي په هغوی داسې شرائط مني چې هم خپل اقتصادي نقصان جبران کړي او هم تقنین او فیصلې د دوی په خوښه وشي، تر ټولو خطرناک د لوی اسرائیلي سټیټ او حکومت لپاره ترې په پوره مکر او زور استفاده کوي، چې تر اوسه په دې منحوس عزم کې په چټکۍ روان دي. الله ج دې د دوی مکر په دوی واقع کړي!

حاصل دا که کوم ملک، جماعت، معاشره او فرد کامله ازادي غواړي بغیر له اقتصادي ترقي کامله ازادي نه ترلاسه کیږي، له دې امله باید افغان حکومت پوره جد او جهد وکړي چې خپل اقتصاد ته وده ورکړي، اقتصادي بنیادونه جوړ او ورغوي، تر څو له یوې خوا خپل وګړي په خپل کور بسیا او له نورو ملکونو را اوباسي او له بل پلوه په خپله پالیسۍ او فیصلو کې خود مختاره شي، د سوال کچکول مات او نورو ته د ورکړې جوګه شي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ید العلیا خیر من ید السفلی. ورکونکی لاس بهتر ده له اخیستونکی لاس څخه.
الله ج مو دې خود کفا کړي!

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx