نظــر

له اسلامي امارت څخه يې زده کړئ!

عبدالرحيم ترین

موبايل مې خلاص کړ د ډيټا له ان کولو سره ډاريک ټويټر ته داخل شوم ناڅاپي مې خبر ترمخه شو د شهاب الدين دلاور صاحب له انځور سره يې ليکلي وو، ښاغلی دلاور په بهرنيو هېوادونو کې د ميشتو افغان چارواکو هيواد ته را ستنولو د کميسيون د ريس په توګه د کابینې لخوا وټاکل شو، خدای شته په وجود کې مې يو ډول يخې اوبه تېرې شوې، دا څنګه امکان لري چې د هغو اشخاصو لپاره دې کميسون وټاکل شي چې تر نن ورځې د اسلامي امارت او افغان وژنې لپاره د پراخو هر اړخيزو پلانونو او خطرونو اشارې له بهرنيو کمپونو او د بادارانو له کورونو ورکوي، نو خبر مې تعقيب کړ وروسته مې ددې کميسيون د ټولو غړو نومونه له سترګو شول د بهرنيو چارو د سرپرست وزیر امير خان متقي صاحب او د ځوان سیاستوال او د زړونو د رهبر انس حقاني صاحب نومونه مې هم پکې ولیدل خدای شته بيخي خوښ شوم او ځان سره مې وويل اسلامي امارت تش په نامه شعار نه ورکوي بلکې په عمل کې ژمن دی چې خارج کې مېشت ټول هيوادوال هيواد ته را وبولي او دلته په سوکالۍ د نورو عادي افغانانو په څېر ژوند وکړي.
نو تاسو ووایاست او قضاوت وکړئ چې ايا سياست، حکومتولۍ، ډيپلوماسۍ، تحمل او زغم بايد له اسلامي امارت څخه زده نه شي.

عبدالرحيم ترين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ترین صاحب نظر دی د احترام وړ دی لکن دغه افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی نور د یوبل دتورنولو او د خپل ځان د ملایک ښودلو وخت تېر دی څوک معصوم دي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ له یوه لاسه غژ نه پورته کيږي هرڅوک چې وي که هر څومره گنهگار وي دغه یې خاوره ده هیڅوک یې دلته داوسېدو مخه نشي نیولی راځی تېر په هېر دشعبان میاشتې پنځلسمه شپه ده توبه وکړو او د خپل هېواد لپاره خیر وغواړو او خیر مو په یووالي کې ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx