افغانستان

کابل امنیه قومندانۍ: تر ۲زره زیات په جنايي جرمونو ککړ کسان مو نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۲۶ کب، ۱۴۰۰ل): د کابل امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د کابل امنيه قومندانۍ اړوندو حوزو او د ولسواليو قومندانيو په ګڼو عملياتو کې ۲۱۸۰ تنه په جنايي جرمونـو ککړ کسان نیولي دي.

خالد ځدراڼ نن په کابل کې خبري ناستې ته وویل چې دغه کسان د مختلفو جرایمو لکه غلا، اختطاف، قتل، د غير قانوني وسلو لېږد، اخلاقي فساد او د نظم په ګډوډولو په تور نیولي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

هغه وویل چې په نيول شويو کسانو کې د کابل ښار ګڼ مشهور او متکرر مجرمين هم شامل دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړه چې د نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبينو په تېرو شپږو مياشتو کې ٢٦ بريالي عمليات کړي چې په پايله کې يې ۵۸.۷۸۸   کيلو ګرامه ډول ډول نشه يي توکي لکه شیشه ، هیروین، تریاک، چرس نیولي دي.

پر دې سربېره امنیه قومندانۍ ۶۰زره قرصه تابليت کا، ۴۴۸ بوتله شراب او ۲۰۹ بوتله بير نیولي دي.

خالد ځدران وویل چې د کابل امنيه قومندانۍ اړوند د تروریزم سره د مبارزې مدیریت توانېدلى چې په تېرو شپږو مياشتو کې ۳۸ تورن کسان د کمېشن کارۍ، وسلو لېږد، د مجاهدينو له نوم څخه سوء استفاده او داعش په تور ونيسي.

د نوموړي په وینا له يادو کسانو څخه ۱۰ ميله ډول ډول وسلې ۳ حلقې ماينونه، ۱ راکټ مرمۍ، نظامي جامې او ۲۰۰۰ زرهي واسکټ ترلاسه شوي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی منسوبین د نظم او امنيت ګډوډونکو پر وړاندې به په جدي توګه اقدامات کوي او هيچا ته به د ټولنې د امنيت، نظم او ثبات د خرابولو اجازه ورنکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ډېرښه الله مو نور هم پیاوړي کړي

طوطی

ښه خبره ده. لږ دی بریتونه واړه کړه ځدران صیب ستا او د خلقی باید فرق وشی. بله خبره چی د حقانی صیب ورور هم بیچاره د توتو په دول کی برابر شو. الله دی وکړی چی شرعی حدود د حقانی صیب په ورور باندی هم په محضر عام کی تطبیق شی. غریب او غربه خو ښه چپه په خره سپروی دا سړی هم په خره سپور کړی او د کابل په ښار کی یی ورته چکر ورکړی بیا یی زندانی یا سنګسار کړی چی خلک ور څخه پند واخلی.

Karwan

الله ج د نور هم نصرت درپه برخه کړي.
هميشه کامياب او سرلوړي اوسي. الله دستاسي او دملت دوښمنان تباه او برباد کړي. ژوندي او سرلوړي دوي اسلامي امارت. 🕋🤲. کاروان

مشوره

د حقانی له ورور سره ژر تر ژره هغه سه وکری چی شریعت وایی. خلک په طمعه دی. دا د لورو زده کرو وزیر حقانی نی به سوک پوه کری چی ولی بی زایه بی وقته د نفاق دکی خبری په پوهنتونو کی کوی ؟؟؟ دا سری خپله هم سرطان دی او د اسلامی امارت لپاره د سرطان حیثیت لری. دا باید لیری شی د اولی ورزی خخه د اولس ورخخه بد کیزی

افغان زنده باد

ښه خبره ده خدایی وکړیې چی دی حقانی شراب خور ورور ته هم سزا ور کړېې چی نور شراب و نه سښې او زنا ونکړې دی اسلام دین کې. زناکار سنګسار کیژي وګورو چی دی طالبانو اسلام کی حقانی ته کومه سزا ورکول کیږې

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx