شعـــــرونه

اعتدال کې د بریا رازونه شته/ محمودي

سيد محمد محمودي

برکت دی د دعا رازونه شته
خدای دې راوله اشنا رازونه شته

رقیبان او مُشتاقان دې په ارمان وه
راښکاره شوې، خامخا رازونه شته

پر بیدیاوو به د زړو مینه راشنه شي
سږني سپرلي کې دا رازونه شته

که بې درده وي خو ژوند په مرګ حساب دی
پرهرونو کې بلها رازونه شته

د تفریط او د افراط پایلې بې خونده
اعتدال کې د بریا رازونه شته

د تیارو په هغه تېره اوږده شپه کې
درته ویل مې د رڼا رازونه شته

محمودي مخلصانه هڅې خو وینې!؟
هسې ندي بې معنا، رازونه شته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx