افغانستان

ترکمنستان کې د افغانستان نوي سفیر پر کار پیل وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۲۶ کب، ۱۴۰۰ل): په ترکمنستان کې د افغانستان سفیر د سفارت ديپلوماتانو ته معرفي او پر کار پیل وکړ.

حاجي فضل محمد صابر څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزرات له خوا د ديپلومات په توګه ترکمنستان هیواد ته معرفي شوی و چې پرون یې د سفارت د شازدافیر په توګه کار پيل کړ.

نوموړي د معرفي مراسمو پر مهال د سفارت پر دیپلوماتانو او ځايي عامو افغانانو او سوداګرو سربېره، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال  وفا حاجیوف او همکارانو یې هم ګډون کړی و.

په دغه غونډه کې  حاجیوف وویل چې دوی د افغانستان سفارت شازدافیر معرفي غونډې کې د دې لپاره ګډون کړی څو دا ثابته کړي چې د افغانستان سره دوی ورونه دي او له افغان حکومت سره ولاړ یو.

هغه زیاته کړه چې ترکمنستان له افغانستان سره یو شمېر ګډې پروژې لري چې د افغان سفارت په همکارۍ به یې په ګډه د پلي کولو هڅې وکړي.

په دغه غونډه کې د افغانستان سفارت شازدافیر وویل چې افغان سفارت به په ټول توان ټول هغه خدمات چې د سفارت په لایحه وظایف کې دي په بشپړ تعهد او اخلاص سره به یې وړاندې کوي.

حاجي فضل محمد صابر له آره د کندهار اوسېدونکی دی. هغه تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان هیواد تر منځ استازی و او د دواړو لوریو تر منځ په اړیکو جوړولو کې يې محوري رول لوبولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

داسې په کار نه وو باید په رسمیت پېژندل شوي وای بیا مو یوتن د سفیر په نامه معرفی کړي وای د خدای لپاره دغه کس ته سفیر نه ویل کيږي ځکه ترکمنستان لا افغانستان په رسمیت ندی پېژندلی.

AZIMI

مولوي صاحب محترم سفیر يعني څوک۔ استازی۔

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx