نظــر

د انتاليا ناسته او د افغانستان د رښتوني وضعيت انعکاس

ابوالیاس جهادوال

د انتاليا د ډيپلوماسۍ فورم دويمه ناسته د روان کال د کب میاشتې په ۲۰ نېټه د کابو اويا هېوادونو او سازمانونو د لوړ رتبه استازيو په ګډون د ترکيې هېواد د انتاليا ښار په نسټ بلک  سالون کې تر سره شوه چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي اميرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوي هم په‌کې ګډون کړی وو.

په دغهدرې ورځنۍ غونډه کې چې د بين‌المللي ننګونو په اړه د ډيپلوماسۍ، سياست او سوداګرۍ برخې د لوړې کچې رهبرانو په ګډون ترسره شوه، ډېری تمرکز يې د اوکران هېواد پر ناورين وو خو د افغانستان مسأله هم په‌کې د بحث يوه مهمه موضوع وه.

د دغې ناستې سرليک چې ريکارډينګ ديپوماسي يا د ډيپلوماسۍ بیا تعريف وو، په‌کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير ښاغلي متقي هم هراړخيزهوينا وکړه چې د ډېری برخه‌والو پام يې ځانته ورواړاوو.

ښاغلي متقي د نړۍ روان سياسي،امنيتي او اقتصادي وضعيت ته اشارې سره د« ډيپلوماسۍ بياکنه» غونډهډېره مهمه ځکه وبلله چې په وينايې روانه ډيپلوماسۍ په نړۍ کې د سولې ټينګښت او د جګړو په مخنيوي کې ناکامه ده او د هغې پر بياکتنې يې ټينګاروکړ.

نوموړي همدارنګه د افغان حکومت سوله‌ييز دريځ ته په کتو سره وويل چې د اسلامي امارت پخواني مشر اميرالمومنين مرحوم ملامحمد عمر مجاهد په ۲۰۰۱ کال کې هم له سوله‌يیزې لارې د ستونزو پر حل ټينګار درلود خو دا د امريکا په مشرۍ غربي هېوادونه وو چې پر افغانستان يې يرغل وکړ او دوی يې دې ته اړ کړل چې د خپل هېواد د آزادۍ له‌پاره يې پر وړاندې وسلوالې مبارزې ته مخه کړي..

د بهرنيو چارو سرپرست وزير همدارنګه زياته کړه چې له څلور لسيزو جګړو راوتلی هېواد يېباثباته سياست او پر ځان بسيا اقتصاد ته اړتيا لري.

نوموړي همدارنګه د غونډې له برخه‌والو وغوښتل چې پر افغانستان د لګيدو بندېزونو په لېرې کولو او د کنګل شوې شتمنۍ په آزادولو کې ورسره مرسته وکړي.هغه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له بشري مرستو څخه په مننې سره د افغانستان شته وضعيت کورنيو او بهرنيو پانګوالو پانګونې ته مناسب وباله او له هغوی څخه يې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

ښاغلي متقي په تېرو شلو کلونو کې د نړيوالو له‌خوا په افغانستان کې د ميلياردونو ډالرو لګښت ته په اشاره سره وويل چې دغه پيسې ډېری په جګړې لګول شوي، يا هم د فساد له امله شخصي جيبونو ته تللي او په افغانستان کېيوه داسې بيخ‌بنسټيزه پروژه هم نه‌ده تطبيق شوې چې خلکو ته د کار زمينه برابره او له پايښت وړ اقتصاد سره مرسته وکړي.

نوموړي همدارنګه وويل چې د اشغال پر مهال د نړۍ ۴۸ هېوادونو د زرهاوو سرتيرو او د هغوی د لک‌هاوو داخلي ملاتړو په شتون کې حتی په کابل کې خلک په ډاډه زړه له کوره نه شوای راوتلی خو اسلامي امارت په کمو امکاناتو سره په هېواد کې داسې مثالي امنيت ټينګ کړی چې اوس خلک کولی شي شپه او ورځ د هېواد بېلابېلو برخو ته له کومې ويرې پرته سفر وکړي.

ښاغلي مولوي اميرخان متقي همدارنګه داعش فتنې سره د اسلامي امارت پرېکنده مبارزې ته په اشارې سره وويل چې د دغې فتنې جرړې يې باسلي او اوسمهال دغه خطر په افغانستان کې په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د دغې ناستې په څنډه کې ښاغلي متقي او مل پلاوي يې د افغانستان له‌پاره د امريکا ځانګړي استازي توماست ويسټ او د ترکيې د بهرنيو چارو وزير ښاغلي چاوش اووغلو سربيره د بېلابېلو هېوادونو له استازيو سره هم وکتل او له هغوی سره يې د دوه اړخيزو همکاريو پرټينګښت خبرې وکړې.

دا چې په څلورو لسيزو کې افغانستان له نظامي ډګر سربېره له يوې پراخې تبليغاتي او رواني جګړې سره هم مخ وو او تل به د اسلامي امارت او افغانستان په اړه نړيوالو ته ناسم معلومات ورکول کيدل نو د انتاليا غونډه يو ښه فرصت وو څو افغان چارواکي د نړۍ د لسګونو هېوادونو له لوړپوړيو چارواکيو سره مخامخ کېني او د هېواد روان وضعيت په اړه ورته کره او هر اړخيز معلومات وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx