نظــر

ناکامورا او پارک يې

زاهد خليلي

ناکامورا څوک و؟
ډاکټر تېتڅو ناکامورا، چې افغانانو کاکا مراد باله، په ۱۹۴۶ کې د جاپان په Fukuoka سيمه کې زېږېدلی و. ناکامورا په ۱۹۷۳ کې د جاپان له Kyushu پوهنتون کې په طب کې سند واخيست. په ۱۹۸۲ کې يې د يوه بل جاپاني ډاکټر Iwamura Noboru يو ليکچر واورېد. نوبورو کالونه له Overseas Christian Medical Cooperative Services (JOCS) سره په نيپال کې رضاکاران دنده ترسره کړې وه. ناکامورا د نوبورو له ليکچر وروسته پريکړه وکړه چې JOCS سره به کار پيلوي. ناکامورا په ۱۹۸۲ کې پېښور ته واستول شو. د Peshawar-kai په نوم غېر دولتي مؤسسې هم له ناکامورا سره مرسته کوله. د Peshawar-kai مؤسسه په ۱۹۸۳ کې د ده د ملګرو له لوري جوړه شوې وه. ناکامورا د ۱۹۸۴ او ۱۹۹۰ تر منځ د JOCS سره په پېښور کې د جذام ناروغو په درملنه بوخت و. ناکامورا او د هغه افغان ملګرو د Peshawar-kai په مرسته په پېښور کې د افغان کډوالو درملنه هم پېل کړه. Peshawar-kai د دغو فعاليتونو د تنظيم له پاره په ۱۹۸۹ کې د جاپان-افغانستان طبي خدماتو په نوم يوه اداره جوړه کړه څو د افغانستان په کليوالو سيمو کې د افغان ناروغانو سره طبي مرستې وکړي. د ناکامورا دغه فعاليت د JOCS د اصولو خلاف عمل و، نو ځکه ناکامورا په ۱۹۹۰ کې استعفی ورکولو ته اړ شو. په نوييمو کالونو کې نور جاپانيان د ناکامورا مرستې ته ورغلل. له دې وروسته ناکامورا او Peshawar-kai له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړ. په پېښور کې يې د افغان کډوالو له پاره يو اويا بستريز روغتون هم جوړ کړ.

ناکامورا د افغانانو له پاره طبي خدماتو ته ځان وقف کړی و. ناکامورا په ۱۹۹۱ کې د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د Peace Japan Medical Services (PMS) په نوم يو کلنيک پرانېست. وروسته يې په پېچ او واما درو کې هم پرانېست. کله چې په ۱۹۹۳ کې په دره نور کې وژونکې ملاريا خپره شوه نو ناکامورا جاپان کې د مرستې غوښتنه وکړه. ناکامورا د جاپاني ډونرانو د مرستو په واسطه د ملاريا ضد درمل واخيستل او د شل زرو څخه زياتو خلکو درملنه يې وکړه. په ۲۰۰۰ کالونو کې نورې نړۍ په ګډون په افغانستان کې هم وچکالي راغله. ناکامورا څاه ګانې او کارېزونه وويستل چې دې سره د ډېرو خلکو ستونزې حل شوې او پاکو اوبو ته يې لاس رسی پېدا کړ. ناکامورا پوهېده چې د خلکو روغتيايي ستونزې د وچکالۍ او پاکو اوبو د نه شتون له امله دي، نو ځکه يې خپله توجه د اوبو کنټرول ته واړوله.

ناکامورا باور درلود چې “ خوندي اوبه او خواړه له سلو کلينيکونو څخه ډېر ارزښتناک دي. ناروغي وروسته درملل کېږي خو له اوبو پرته به خلک مړه شي.” د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ. د يرغل او بمبارۍ له امله ډېرې مؤسسې له افغانستان د وتلو په حال کې وې خو د ناکامورا PMS په کابل کې پاتې شو او د کابل په پينځو سيمو کې يې د بېړنيو خدماتو کلينيکونه پرانېستل. کله چې امريکايي الوتکو په اکتوبر کې په کابل بمباري وکړه نو د PMS له خوا له خلکو سره د خوراکي توکو مرسته کېده. د امريکا د بريدونو تر مهاله ناکامورا د خپلو مرستو پر بنسټ د خلکو د هوساينې له پاره شپږ سوه کانالونه ايستي وو.

ناکامورا د اکتوبر له بريدونو او بيا په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ وروسته هم د خلکو د هوساينې او اسانتياو له پاره خپلې انساني همکارۍ ته دوام ورکړ. ناکامورا خلکو ته د اوبو رسولو او د شاړو ابادولو له پاره د کونړ له سيند څخه بېلابېلو کانالونه جوړ او ويالې يې وويستې. د ناکامورا د دغو هڅو په نتيجه کې د کامې، ښېوې او ګمبيري په ګډون د افغانستان په ختيځ کې ډېرې سيمې زرغونې شوې. د ناکامورا پروژو نه يوازې خلکو ته اسانتياوې برابرولې بلکې د بې کارۍ په کمولو کې يې هم لوی رول لوبولی دی. ښايي د ناکامورا په هڅو مرواريد کانال يوه لويه پروژه وه چې د ښېوې په زرغونولو کې يې لوی رول ولوبوه. د مرواريد کانال په ايستلو کې شپږ لکه افغانانو کار وکړ او د ۲۰۱۰ په فبرورۍ کې له اووه کاله کار وروسته تکميل شو.

ناکامورا د ۲۰۱۹ په ډيسمبر کې په جلال اباد کې ووژل شو. ناکامورا ته د هند او فيليپين په ګډون ګڼو هېوادونو د هغه د خدماتو له امله ايوارډونه هم ورکړي او افغان حکومت ورته افتخاري تابعيت هم ورکړی و.

د ناکامورا پارک:
د ننګرهار له مرکزه کونړ ته په غځېدلي سړک د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالي هغه سيمه ده چې ناکامورا په کې د خلکو د ابادۍ او هوساينې له پاره ډېرې هلې ځلې کړي دي. ناکامورا په دغه سيمه کې د مرواريد بدلون راوستونکی کانال کېندلی چې د دغه کانال په کېندلو سره د سيمو په زراعت او پاکو اوبو کې ډېر لوی انقلاب راغی. د کانال تر څنګ يې د کوز کونړ (ښېوې) په نوم يو تفريحي پارک هم جوړ کړی چې د خلکو د توجه وړ ګرځېدلی دی.

په ښېوه کې د مرواريد کانال او پارک دولس سوه جريبه ځمکه کې جوړ شوي دي. دغه پارک مخکې د ښېوې پارک په نوم يادېده، خو د ناکامورا له وژل کېدو وروسته د والي شاه محمود مياخېل په مشرۍ اداري شورا دغه پارک ناکامورا ته د درناوي په خاطر ناکامورا په نوم ونوموه.

دغه پارک د ۲۰۱۳ په نومبر کې افتتاح شوی او د PMS له لوري په پينځه جريبه ځمکه کې جوړ شوی دی او لګښت يې همدې ادارې ورکړی دی. ځمکه د اراضي له خوا PMS ته اجاره باندې ورکړل شوې ده چې دغه مؤسسه په کې خپل پلانونه عملي کوي.

ليکوال تېر کال دغه پارک ته تللی و خو څه موده وړاندې چې بيا دغه پارک ته ولاړ نو پارک کې يو لوی بدلون راغلی و. بدلون دا و چې د پارک په يوه څنډه کې يو څلی جوړ شوی چې د ناکامورا تصوير په کې رسم شوی دی. د مؤسسې کارمند محمد حنيف وايي چې دغه څلی د ناکامورا په ياد جوړ شوی دی او تقريبا ۲۵ زره ډالر لګښت ورباندې راغلی دی. حنيف زياتوي چې د پارک او شاوخوا سيمو د کارګرانو شمېر اتيا تنو ته رسېږي او دغه شمېر کارونو ته په کتو وخت نا وخت کمېږي او زياتېږي.

د ناکامورا پارک د شاوخوا سيمو خلکو توجه جلب کړې وه، خو د ناکامورا له وژل کېدو وروسته يې د نورو ولايتونو د خلکو توجه هم جلب کړه. هر کال د اخترونو، نوي کال، خپلواکۍ ورځې او نورو مناسبو ورځو باندې خلک دغه پارک ته ځي او هلته ورځ تېروي. د غرمې پخلي له پاره د پخلي وسايل له ځان سره وړي او مازيګر ناوخته پورې هلته وي.غازي جان چې له تېرو نهو کالونو راهيسې د پارک کارمند دی وايي چې د جمعې په ورځ دومره خلک راځي چې پارک کې ځای نه وي. د مؤسسې کارمند محمد حنيف بيا وايي چې هره ورځ له زرو تر دوه زرو پورې خلک د دغه پارک ليدو ته ورځي.

غازي د سيمې د خلکو او ورتلونکو سېلانيانو له چلند څخه خوشاله دی. هغه وايي چې د کلي خلک مرسته کوي او د جاپان له مرستې خوشاله دي. هغه زياتوي، خلک د پارک پاکۍ ته هم توجه کوي او څه چې خوري نو کثافات يې په کثافت دانيو کې اچوي.

د افغانستان له بېلابېلو سيمو څخه دغه پارک ته ورځي. شهزاده چې د لغمان څخه ياد پارک ته ورغلی دی د ناکامورا کړنې ښې ګڼي او د ناکامورا له کړنو ډېر خوشاله دی. شهزاده د پارک له کارمندانو او د پارک د شاوخوا خلکو له چلند څخه خوشالي څرګندوي. شهزاده له دولت غوښتنه لري چې ناکامورا پارک ته د ننګرهار-کونړ له سړک څخه غځېدلی سړک پوخ کړي.

د ناکامورا پارک شين دی او د بېلابېلو مېوه لرونکو ونو څخه ډک دی. غازي جان وايي چې د دې ونو حاصلات پلورل کېږي او پېسې يې بېرته په همدې پارک مصرفېږي. د پارک تر څنګ له اوبو ډک يو نهر هم بهېږي او ښکاري چې دغه نهر د سيمې په ښېرازه کولو کې مهم رول لوبوي. د پارک شاوخوا بېلابېلې کروندې ليدل کېږي چې مېوې، سبزي او نور بوټي په کې کرل شوي دي.

که څه هم د ناکامورا پارک د پرانستو شاوخوا اته کاله کېږي، خو ليدل کېږي چې کافي اسانتياوې لا هم نه لري. د بېلګې په ډول، په سخت اوړي او د باران پر مهال د ناستې خوندي ځای نه شئ موندلی. دغه راز د ناستې له پاره چوکۍ هم نه شته. يوازې چمن دی چې تاسو په کې په عادي حالاتو کې کېناستلی او له پارک خوند اخيستلی شئ. د پارک دننه او بهر د خوراکي توکو داسې هټۍ نه شئ موندلی چې لازم توکي ترې ترلاسه کړئ. وروستيو کې په کې يوازې د چای هټۍ جوړې شوي خو کيفيت يې بېخي خراب دی.
ناکامورا د ۲۰۱۹ د ډيسمبر په څلورمه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د وسله والو کسانو په ډزو کې له څو تنه کارمندانو سره ووژل شو. د ننګرهار مخکینۍ ولايتي ادارې ويلي وو چې د ناکامورا قاتلين يې نيولي دي خو د نور پرمختګ خبره يې نه کوله.

د ۷۳ کلن ناکامورا په مړينه د افغانستان په کچه سخت خپګان وښودل شو او هغه د ابادۍ د يو اتل په توګه ياد شو. په ياد يې په بېلابېلو ښارونو کې شمعې بلې شوې او په ځينو ځايونو کې يې ځينې سيمې په نوم ونومول شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټول پوهیږی چی اکامورا چا وواژه. دومره خدمت چی اکامورا افغانستان ته بیا بالخصوص ننګرهاریو ته وکړ فکر نکوم تاریخ کی چا کړی وی. حکومت دی جاپانی مربوط موسیسی سره تماس کی شی تر څو د اکامورا پاتی پروګرامونه تطبیق او مخ پر وړاندی بوځی. آیا داسی یو نر به په حکومت کی وی چی دا کار وکړی؟

نعمت الله

سره دا تول کارونو بی ایمانه او په کفری عقیده دنیا نه لارل او دوزخ ځانته وګتل .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx