دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام او ديموکراسۍ ترمنځ اساسي توپيرونه «۵ برخه»

ډاکټر عبدالرحمن شهيدزاده

پوره دوه لسيزې اشغالګرو کفارو ولسواکۍ ته کمپاين وکړو، خو دا چې اسلام کامل نظام حيات مقدس قانون د ساتنې ذمه خپله خالق لايزال اخيستي ده.

اشغالګره کفري نړۍ او د غربي ولسواکۍ حاميان يې تش لاس لاړو، يوازې يې د کرکې، نفرت، ظلم او بربريت فرهنګ يې د تاريخ په صفحو پرېښود، افغان مؤمن مجاهد ولس چې د ډېرو ولسونو سره
تفاوت لري.

د غرب د ولسواکۍ پديده يې داسې وررد کړه، چې بيابه د تل لپاره بل متجاوز، ښکيلاکګر دغه اسلامپال ولس ته د خپلې پليتې نظريې د ترزيق هڅه ونکړي.

د اسلام او ديموکراسۍ ترمنځ اساسي توپيرونو په پنځمه برخه پيل کوو څښتن دې وکړي، چې اړوند مطالب مو د خوښۍ وړ ګرځيدلي وو.

يويشتم:
په اسلام کې حکومت کول د انسان حق نده چې هر څوک د رياست د ترلاسه کولو هڅه وکړي، يا خو د ديموکراسۍ په څير انتخابات وکړي.

په اسلام کې حکومت د الله جل جلاله د احکامو او قوانينو له تنفيذ، ښه تطبيق او عدالت څخه عبارت دی، ددې لپاره عام خلک وړ نشي کيدای، چې وکولای شي چې کوم امير، خليفه او رييس وټاکي، بلکې هغه څوک چې په شريعت پوه وي، هغوی اسلام ددې وړ بللی چې امير، خليفه وټاکي ځکه چې هغوی کولای شي چې د اسلامي ټولنې له منځه يو نخبه، په شرعي قوانينو پوه، سيرت يې قولي او عملي
په نبوي سنتو برابر اوسي، اهل الحل والعقد له لوري ټاکلی کيږي.

په جمهوريت کې د انتخاباتو له لارې هر څوک کولای شي ځان نوماند کړي، فرق نه کوي که کافر وي يا مسلمان، وطنپال وي يا وطنفروش خو چې اکثريت يې تاٸيد کړي، نور د رياست وړ دی.

دوه ويشتم:
اسلام باطل په ھيڅ ډول نشي زعملی، بلکې په مختلفو طريقو يې ختموي، الله تعالی فرمايلي: اذا جاء
الحق وزهق الباطل ان الباطل کان زهوقا.
ژباړه:راغی حق(اسلام)او په تيښته ورک شو باطل، بيشکه باطل ورکيدونکی دی، په دې اساس څوک چې اسلام پريږدي، مرتد شي هغه قتل کولی شي که توبه نه وباسي.

په جمهوريت کې دين د لباس په څېر څيز دی، چې هرڅوک وغواړي کوم دين اختيار کړي کولای شي، مانا په جمهوريت کې د حق په نوم کوم څه وجود نه لري.

درويشتم:
د باطل ختمول د اسلام مبارک دين فريضه ده، جهاد د اسلام د طلوع هدف د باطل محوه کول دي.
په جمهوريت کې د باطل د ختمولو نظريه نشته او ديموکراسي د جهاد فلسفه له منځه وړي او په دې لټه کې ده چې د اسلام ټول شعاٸر او احکام ختم کاندي او ميدان يوازې باطل ته ور ايله شي.

څلورويشتم:
اسلام کې د اکثريت او اقليت موضع نده مطرح يوازې لومړيتوب حق لره دی، الله تعالی فرمايې: إن تطع اکثر من فی الارض يضلوک عن سبيل الله ان يبتغوالاالظن وان هم الايخرصون.

ژیاړه: او که متابعت وکړي د زياترو هغو کسانو چې په ځمکه کې دي(له ناپوهانو او کفارو
څخه) نو وایې ړوي دوی تاله لارې د الله جل جلاله نه او نه کوي دوی پيروي مګر د ګومان او اټکل نه دوی مګر دروغ تړي دوی پر الله.

الله جل جلاله، په نوموړي الهي فرمان کې د باطل جمهوريت رد او اسلامي ټولنه يې له اوسني باطل جمهوريت څخه په ځان ساتلو ماموره کړې.

په جمهوريت کې چورلټ اکثريت معتبر بلل شوی که هغه د شيطان په لار وي، يا د مطلق باطل بس چې اکثريت اوسي، حق پکې ځای نه لري.

پنځه ويشتم:
په اسلام کې نه د حزب اقتدار تصور شته او نه د حزب اختلاف نظريه او په ځانګړي ډول ګوندبازي او امت په ډلو ډلو ويشل او بيا د هرې مسٸلي په سر ناندرۍ او مشاجرې قطعي حرامې او له اسلامي لارښونو سره په ټکر کې دي.

په جمهوريت کې ګوندونه، ډلې ټپلې جوړول د ولس قانوني حق بلل کيږي، د حزب اقتدار او حزب اختلاف په نه وجود کې ډېموکراسي په نظريه ولاړ نظام نيمګړی بلل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx