نظــر

ملګري ملتونه د زوال په درشل کې

ډاکتر نظام الدین کامل

آیا د ملګرو ملتونو طبیبعي عمر پوره شوی؟ آیا رېښتیا هم دنیاوال د ملګري ملتونو د بدیل ټولنیز نظام په لټه کې دي؟

د ملګرو ملتونو وجود او مؤثریت تل د مسلمانو او ضعيفو هېوادونو لپاره د سوالیې نښان دی. یاده اداره اګر که په خپل منشور، پرتوکولونو او مقرراتو کې د ټولنیز عدالت قائمولو دعوه لري، خو په حقیقت کې یواځې د دوهمې نړیوالې جګړې د فاتحینو له پاره داسې بنسټ دی، چې تل يې د دوی معاملات د وضعه شوي قوانینو او مقرارتو پر ځای د دوی د خواهشاتو مطابق حل و فصل کړي دي. که ټوله نړۍ یوې خوا ته او د «ویتو» صلاحیت لرونکو هېوادونو له جملې یو یې بلې خوا ته وي، د نړۍ غوښتنې هسې عبث ځي او ویتو لرونکي هېواد یکتازی په میدان کې بریالی پاتې کېږي.

پر دې سربېره د م م کړنو کې موجود تضادات په ډاګه کوي، چې تل يې دوه مخې پالیسي پر مخ وړې. کچېرې د کوم ضعیف هېواد مساله رامنځته شي، م م یوې خوا ته بېغمه کښیني او هېڅ پروا یې نه کوي، ګواکې دغه ضعیف هېواد هېڅ د نړیوال نظم برخه نه دی او نه د دې هېواداتباع انسانان دي خو که بیا د یوه اروپايي یا بل کوم قوي هېوادګټو خبره شي، بیا تر ټولو زیاتې کوکې او نارې وهي. په اوسني وخت کې يې افغانستان، عراق، فلسطین، بورما او اوکراین واضحه مثالونه دي.

ملګري ملتونو کې دومره جرات نشته، چې په افغانستان او عراق کې د امریکا او په فلسطین کې د اسرائیلو جنګي جرمونه وڅېړی او هغوی مجازات کړي، ځکه که دا کار وکړي، بندیزونه پرې لګېږي او مالي سرچینې یې بندیږي.

له وروستیو نظامي تحرکاتو دا جوتېږي، چې د نړۍ زبرځواکونه نور د م م له چوکاټه وتلي او هېڅ اړتیا ورته نلري. د ناټو نظامي قوت د ملګرو ملتونو مشروعیت تر سوال لاندې روالي؛ ځکه هر اقدام چې کوي، د هېڅ پروا نه کوي او نه چا ته ځان محتاج ګڼی.

هغه وخت اوس تللی، چې ملګرو ملتونو به د نړیوال نظم تخریبوونکو هېوادونو باندې بندیزونه لګول. اوس د اف ای ټي اف «Financial Action Task Force»  غوندې ادارې  هم په خپل سر، بې له دې چې د ملګرو ملتونو منشور او مقرارات په نظر کې ونیسي هر کله او هر چېرته چې وغواړي ورته موازي اقدامونه کولای شي.

اف ای ټي اف په ۱۹۸۷ کې د اوو هېوادونو، امریکا، برتانیا، فرانسه، آلمان،جاپان، کاناډا او ایټالیا په عضویت منځ ته راغلی. د دې ادارې د رهبرۍ په مجلس کې د اروپايې اتحادیې نمائنده هم شرکت کوي. عجیبه لا دا ده، چې د یادې ادارې په تشکیل کې د م م امنیت شورا درې دائمي او د ویتو حق لرونکي هېوادونه هم موجود دي.

اف ای ټي اف په دې وروستیو کې پر ځینې هېوادونو بندیزونه لګوي، د تور، خړ او سپین لستونو لړۍ يې پیل کړې، ځينې هېوادنه يې یو او ځینې یې بل لست ته اچولي، چې له مخې يې پرې یو لړ بندیزونه لګولي دي څو دغه هېوادونو باندې خپلې پالیسیانې ومني. دوی دا ټول کارونه د ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې کوي. دا کار په حقیقت کې د م م نو دی، خو زورورو ترې دغه واک اخیستی دی.  سوال دا دی، چې د ملګرو ملتونو په شتون کې دې ادارې ته دا اختیار چا ورکړ، چې په نورو هېوادونو باندې خپلې پرېکړې پلي کړي؟! دغه اداره کوم قانوني مجوز لري چې دغه عمل تر سره کوي؟ او یا یې تر شا کوم قوت موجودی، څو پرېکړې يې پلي کړي؟ دا هغه څه دي، چې د م.م شتون تر سوال لاندې روالي.

د یادونې وړ ده، چې ملګري ملتونه د دوهمې نړیوالې جګړې څخه وروسته د نړیوال نظم د ټینګښت او ټولنیز عدالت تامینولو په پار رامنځ ته شو. د وخت په تېرېدو سره د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو پکې عضویت تر لاسه کړ، چې په دې سره يې  یوه نړیواله منل شوې اداره وګڼل شوه. د دغې ادارې د منشور له مخې د نړیوال امین او نظم را وستلو اختیار سیکوریټی کونسل ته ورکول شوی دی. هر هېواد چې نړیوال نظم ته ګواښ پېښوي، دغه کونسل يې باید مخه ونیسي.  دې کونسل کې ۵ دائمي غړي(امریکا، روسیه، چین، فرانسه، انګلستان) اتومي هېوادونه دي، چې یو یې هم مسلمان نه دی. په دې پېنځو کې که هر یو د «نه» رایه وکاروله د کونسل پرېکړه نه پلي کېږي. د پېنځو هېوادونو دغه اختیار ته د «وېټو» صلاحیت وايي. د سیکوریټي کونسل هره پرېکړه، اګر که نا سمه هم وي په نړیوال کچه منل شوې وي. نو د دې ټولو با وجود هغه کوم لامل دی چې د م م با وجود بل موازي بنسټ جوړوي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx