روغتیا

دغه خوراکي توکي په یخچال کې مه ږدئ!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ کب، ۱۴۰۰ل): په عام ډول خلک خپل خوراکي توکي ددې لپاره په یخچال کې ساتي څو ژر خرابه نه شي خو دغه کار په عامه توګه د ټولو خوراکي توکو لپاره ګټور نه دی. ځېنې خوراکي توکي داسې دي چې د یخچال یخوالي پر ځای په نورمال درجه حرارت کې ښه ساتل کېږي او یخوالی يې د خرابوالي لامل ګرځي.

لاندې لیکنه هغه دولس خوراکي توکي په ګوته کوي چې د یخچال پرځای باید په نورمال درجه حرارت کې ښه  وساتل شي:

چاکلیټ:

د یخچال یخوالی د چاکلېټ پاسه سپين فوم (کف) جوړوي، چې  په دې سره د چاکلېټ خپل خوند له منځه ځي او هم د روغتیا لپاره ګواښ ګرځي.

انار:

انار د دې پرځای چې په یخچال کې وساتئ په کاغذ او یا پلاستېکي خلته کې په وچ ځای کې کېږدئ. یخچال يې د دې پر ځای چې ښه او تازه وساتي خراب او خوصا کوي.

بانجان:

تور بانجان په نورمال درجه حرارت کې تر ډېره وخته تر و تازه پاتې کېږي او په یخچال کې کېښودلو سره نرم او داغداره کېږي چې د روغتیا لپاره بیا زیانمن کیږي.

خربوزه (خټکی):

که خربوزه په یخچال کې کېښودل شي، خپلې ګټې له لاسه ورکوي. یوې نوې امريکايي څېړنې روښانه کړې چې خټکي له یخچاله په کوټه کې ساتلو سره تر و تازه وي، د بېټا کېروټين مواد په کې نور هم زیاتېږي او د سترګو ديد او نورو روغتیايي ګټې يې پياوړې کېږي. خو که په یخچال کې کېښودل شو، یخوالی يې د آکسايډنټس ضد مواد له منځه وړي او زیاتې روغتیايي ګټې په کې سوزيږي.

الوګان:

د یخوالي لوړه درجه په الو کې موجوده نشایسته په شوګر بدلوي او د الو خوږالی ورسره زیاتېږي. الو باید د لمر له وړانګو لرې په ۴۵ درجه حرارت کې وساتل شي.

پیاز:

د پیاز تازه ساتلو لپاره د تازه هوا ضرورت وي، د پلاستيکي خلتې پر ځای یې په يوه کاغذي خلته کې یې کیښودل غوره دي. خو پام مو وي چې الو او پیاز سره نږدې کښېنږدئ؛ د پیازو نم او ګېس الو ته زیان رسوي.

رومیان:

یخه هوا رومي بانجانو کې کیمیاوي بدلونونه راولي او خوند یې خرابوي. رومیان په پخلنځي کې کیښودلو سره تر تازه وي او خوند یې هم پخپل حال پاتې کیږي.

هوږه:

هوږه یخچال کې کیښودلو سره نرمه او پشمي کیږي او ورسره نږدې اېښودل شوي شیانو ته بوی انتقالوي. غوره داده چې د یخچال پر ځای د پخلنځي په یوه وچ او یخ ځای کې کیښودل شي.

ډبل ډوډۍ:

ډبل ډوډۍ یخچال کې له کیخودلو سره وچیږي، که یوه یا دوه ورځو کې یې استعمالول غواړۍ بیا یې د پخلنځي کوم خوندي ځای کې کیږدئ.

قهوه/کافي:

قهوه او کافي له یخچاله بهر یخه هوا کې تازه او خوندوره وي. په یخچال کې کېښودو سره يې خوند له منځه ځي  او بوی يې په یخچال کې خپریږي.

شهد:

شهد یو داسې طبیعي خواړه دي چې  یخچال کې کیښودو ته اړتیا نه لري. یخچال يې سختوي چې هغه پخوانۍ مزه په کې نه پاتې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ُطاهر

دا خبری دی علمی بنسټ نلری. زه بهر ژوند کوم او هر وقت له کابل نه انار ځان سره راوړم. کوم انار چی په یخچال کی کینږدم نو دستی خراب شی او هغه چی په یخچال کی کیږدم تر ډیره وخت سالم پاتی کیږی.

طوطی

زمونږه یخچال نلرو. زړه می وه چی یو واخلو خو د برق د نشتوالی له وجی به یخچال څه وکړی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx