افغانستان

کندز: دوه ترافیکي پېښو کې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ کب، ۱۴۰۰ل): د کندز ځایي سرچینې تاییدوي چې په دغه ولایت کې د دوه جلا ترافیکي پېښو له کبله دوه کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، دغه دوه جلا پېښې د کندز په امام صاحب او علي اباد ولسوالیو کې رامنځته شوي چې له کبله یې ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یاد اژانس زیاتوي، «کندز کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په امام صاحب او علي اباد ولسوالیو کې په دوو ترافیکي پېښو کې دوه تنه وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي دي».

په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې یو سراچه ډوله موټر او یو مسافر وړنکی ۳۰۲ بس په بېلا بېلو پېښو کې ټکر شوي دي.

که څه هم د یادو پېښو علت نه دی په ډاګه شوی خو د افغانستان په ګڼ شمېر ولایتونو کې ترافیکي پېښې د بې احتیاطۍ، د موټر اضافي سرعت او سړکونو خرابوالي له کبله رامنځته کیږي.

د یو شمېر ولایتونو ترمنځ په لویو لارو کې په پراخه کچه ترافیکي پېښې رامنځته کیږي، چې خلک د هرات-کندهار، کابل-کندهار او جلال اباد-کابل په لویو لارو د بوږنونکو ترافیکي پېښو شاهدان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx