ورزش

د کواټر پایلوبو لپاره د چمپينز لیګ او یوروپا لیګ پچه ترسره شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ کب، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ او یوروپا لیګ کواټر فاینل سیالیو لپاره ډرا یا پچه نن جمعه د سویس په نیون ښار کې د اروپایي اتحادیې د لوبې (UEFA) په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.

په دغه ډرا کې ځینې لوبډلې د ستونزمن سیالانو سره او ځینې نور په اصطلاح اسانه سیالانو سره مخامخ شوې، چې په چمپينز لیګ کې د تېر کال ګټونکی انګلستانی کلب چیلسي د ۱۳ واره یاد جام ګټونکي هسپانوي کلب ریال مدرید پر وړاندې مخامخ کیږي.

بل لوري ته د تېر کال پایلوبه کې ماتې منونکی انګلستانی کلب مانچسټر سیټي د هسپانوي کلب اتلاتیکو مدرید پر وړاندې مخامخ کیږي. خو د ۲۰۲۰م کال ګټونکی المانی کلب بایرن مونشن د هسپانوي کلب ویاریال او د ۲۰۱۹م کال ګټونکی انګلستانی کلب لیورپول د پرتګالي کلب بینفیکا پر وړاندې مخامخ کیږي.

یادې لوبډلې به د اپریل میاشتې په پنځمه او شپږمه د کواټر فاینل لومړی لیګ، او  ۱۲مه، ۱۳مه د دوهم لوبې ترسره کړي، په داسې حال کې چې د نیمه پایلوبو لومړی لیګ به د همدې میاشتې په شپږ ویشتمه او اوه ویشتمه نېټه او دوهم لیګ د مې میاشتې په ۳ او ۴ نېټه ترسره شي چې پایلوبه د مې په ۲۸مه نېټه ټاکل شوې ده.

په نیمه پایلوبه کې به د کواټر پایلوبو څخه د چیلسي او ریال مدرید ترمنځ ګټونکې لوبډله د اتلاتیکو مدرید یا مانچسټر سیټي سره مخامخ کیږي، په داسې حال کې چې د بایرن مونشن او ویاریال ترمنځ به ګټونکې لوبډله د لیورپول او بینفیکا ترمنځ یوې لوبډلې سره مخ شي.

باید وویل شي چې تېر ۲۰۲۱م کال د چمپينز لیګ پایلوبه د چیلسي او مانچسټر سیټي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې چیلسي په یو-صفر بریا خپله کړې وه.

بل لوري ته د یوروپا لیګ د کواټر فاینل لپاره هم پچه ترسره شوه چې له مخې یې انګلستانی کلب ویسټ هام د فرانسوي کلب لیون پر وړاندې او المانی کلب فرانکفورت د هسپانوي کلب برسلونا پر وړاندې مخامخ شي.

دغه راز د الماني کلب آر بي لیبزیګ او ایټالوي کلب اتالانتا ترمنځ او د سکاټلینډي کلب رینجرز او پرتګالي کلب براګا ترمنځ د کواټر پایلوبې وټاکل شوې.

دغه لوبې به د اپریل په ۴مه او پنځمه، او ۱۴مه او پنځلسمه ترسره شي. په داسې حال کې چې نیمه پایلوبې به په مې میاشت کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx