افغانستان

را روانه اونۍ د نجونو ښوونځي په بشپړ ډول خلاصیږي

نن ټکی اسیا (جمعه،  ۲۷ کب، ۱۴۰۰ل): د پوهنې وزارت ویاند وايي چې په ټول هېواد کې به د نجونو ښوونځي را روانه اونۍ پیل شي.

عزیز احمد ریان رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د نجونو او هلکانو ښوونځي به له یوه بل جلا وي او معلمان به یې هم ښځې او نارینه وي.

هغه وویل چې سږکال به هېڅ ښوونځي بند نه وي او که کوم ښوونځي بند وي دا د پوهنې وزارت مسوولیت دی چې زر تر زر یې خلاص کړي.

د پوهنې وزارت ویاند له قوله په هغه سیمو کې چې ښځېنه معلمانې کمې وي، سپين ږیري نارینه معلمانو ته به اجازه ورکړي چې نجونو ته تدریس ورکړي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت مسوولینو څو وار مخکې هم ویلي وو چې د نوي تعلیمي کال له پيلیدو سره به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مشوره

جزاک الله خیرا، دیر شه. زه امید لرم چی ان شاءالله اسلامي امارت به مسلكي مقامونه كي هم مسلكي او تقوا داره خلك وګماری.

مشوره

د اسلامی امارت محترمو مشرانو ته! د حمید خراسانی په نامه شخص چی په پنجشیر کی دنده لری باید یی په اروند دقیق معلومات وشی هم یی تیر تاریخ وکتل شی او هم اوسی خبری په دقیق دول و سیرل شی. که چیری د والی د پنجشیر ملامت وی نو باید یوازی لیری نه بلکی د شریعت مطابق مجازات شی. دا موضوع بابیزه مه ګنی دا سری د روان شناسی له زاویی دیر خطرناک معلومیژی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx