نښتر ؛د نن ټکي اسیا لپاره د ښاغلي استاد نعمان منلي کالم

په امریکایي سفارت کې د ملي یووالي پر حکومت توافق !

نښتر- کالم: خان لالا له څو نورو کلیوالو سره د خپل بزګر کره میلمه و د ډوډۍ له خوړلو وروسته پر شنه چای مجلس تود شو، خان صاحب خبره بیرته ډوډۍ ته ستنه کړه او په بزګر یې غږ کړ: یاره زما هغه ستا برخه ځمکه ډیره مسته ځمکه ده، له دې خبرې وروسته خان د څنګلوري څو سپینږیرو ته په متکبرانه انداز کې وویل: داچې اوس مو وخوړله د هغې ځمکې غله وه څومره خوږه او پسته وه! .

له دې خبرې د خان لالا اصلي مطلب خپله باداري او خاني څرګندول او خپل غرور او تکبر ښودل و کنه د هرې ځمکې غله خوږه او پسته وي لکه د متحده ایالاتو خارجه وزیر جان کیري چې د ولسمشريزو ټاکنو د کړکیچ د حل له پاره ډاکټر غني او عبدالله په کابل کې خپل سفارت ته ور وغوښتل، په نړۍ کې خو رواج داده چې باندني ميلمانه خارجه وزارت سمبالوي او د ناستو او کانفرنسونو ترتیب د همدې وزارت دنده ده خو امریکایان د نړۍ قانون او رواج ته څوک مجبورولی شي، او بادار چې څه غواړي کولی شي.

په دې کړنه سره د جان کیري موخه کټمټ د خان لا لا موخې ته ورته بللی شو جان کیري غوښتل خپله باداري ثابته کړي، د هغه لیدنه کتنه داسي نه وه لکه د یوه هیواد چارواکی چې د بل هغه له چارواکو سره ویني بلکي لکه د هیواد لوړ پوړی چارواکی چې د کوم ولایت له هغه سره ویني، په داسي حالت کې موږ په واز کومي ویلی شو چې راتلونکې اداره او حکومت د غرب د دیموکراتیکو اصولو په رڼا کې هم ولسي نده او د نړۍ په یوه نظام هم ازاده او ولسي اداره نده بلکي د امریکا په سفارت کې جوړ شوی او پر ولس تپل شوی حکومت ده، یعني د یرغلګرو ګوډاګۍ او لاسپوڅې اداره ده .

د تیر بحث په رڼا کې غواړم د ځیني هغو پوه لرونکو ځوانانو سترګې ورخلاصې کړم چې فکر کوي د هیواد موجوده وضعه رغوونکې او راتلونکې اداره به کوم د خیر کار ترسره کړي، یوځل ټاکنې دویم پړاو ته غځول بیا له هغه وروسته د ټاکنو کړکیچ لا زیاتیدل په دواړو حالاتو کې جان کیري ته اړتیا پېښېدل او دا اوس د امریکا په سفارت کې یوه نسبي توافق ته رسیدل، ایا په دې ټولو پیښو کې د هیواد او ولس د خیر کومه نښه شته؟ تاسو باید پوه شئ چې په روانه وضعه کې د هیواد او ولس د خیر تمه خو پریږدئ بلکې روان حالات د اشغالګرو د شومو هڅو او پلانونو د پلي کولو له پاره د پروګرامونو د تغیر پروسه ده لکه کوم شاعر ویلي دي:

رهبران يې خرڅوي په سوداګرو،
خدای دې مل شي د وطن او د ملګريو.

ټول پوهیږو چې غوا توره او پۍ یې سپينې د انتخاباتو د کمپاین په مهال بشردوست یوه ډیره ښه خبره کړې وه هغه ویلي و: ټول د رايو مرکزونو ته ولاړ شئ، خو يو سور مارکر هم درسره واخلئ، د رايې پر پاڼه له سره تر پایه یوه چلپا وکاږئ، تر څو نړيوال پوه شي چې افغانان احمقان نه دي. بشر دوست صاحب دا هم ویلي و : په صراحت سره درته وایم، هغه څوک چې د امريکايانو خوښ وي که يوه رايه هم ونه لري رییس جمهور به وي.

بناء په امریکایي سفارت کې جوړه اداره که څوک ملي حکومت بولي په ملت ملنډې وهي اصلا اشغالګر خپل پلانونه پر مخ ولي او د راتلونکې ادارې لوبغاړې په چنو او چوکیو ترلاسه کولو بوخت دي، وزارتونه او عهدې بیه کیږي او خرڅیږي د هر چا د زور او بدمعاشي په اندازه هغوی ته د قدرت برخه ورکول کیږي، او په راتلونکي کې به غلاوې او چورچپاول لازیات شي نو په امریکایې سفارت کې له جوړې ادارې نه د خیر او ښو تمه لرل د هیواد په سطحه د یوویشتمې پیړۍ عظیم حماقت بللی شو ورته خوشاله احمقانو ته دي مبارک وي او بې ادبي معاف.

نښتر، د نعمان منلي کالم، نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د