افغانستان

کندهار کې هاوان مرمۍ چاودنې څلور ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه،  ۲۷ کب، ۱۴۰۰ل): د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې شاولیکوټ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلور ماشومان وژلي دي.

د امنیه قومندانۍ ویاند محمدآصف حکیمي رسنیو ته ویلي دي چې دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند ګربی کول کې د هاوان مرمۍ په ماشومانو چاودیدلې ده.

هغه وویل چې د هاوان مرمۍ هاغه مهال وچاودېده چې ماشومانو ورسره لوبې کولې.

د یادونې وړ ده چې په یوه بله جلا پېښه کې په پکتیا کې د هاوان مرمۍ چاودنې ۲ کسان وژلي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx