نظــر

د افغان په کور کې سینما بنده شوه

عبدالرحيم ترين

د اسلامي امارت آمر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وړمه ورځ د افغانستان ټولو خصوصي ټلويزنونو ته آمر کړی چې د ټولو بهرنيو سريالونو نشرول بند دي، د وزارت دغه پريکړه په دې معنا چې د هر افغان په کور کې سینما بنده شوه ځکه چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې داسې يو کور نه و چې هغوی دې تلويزيون نه درلود او بهرني سريالونه یې نه ليدل، هغه سريالونه چې پکې د بهرنيو هيوادونو فرهنګ، عنعنات، فحشاء او کلتور افغان ولس ته په خپله ژبه په خپل کور کې ښودل کيده، دې سریالونو د افغانستان د ځوانو هلکانو او نجونو اسلامي او ملي حس له منځه وړی و، لمونځ، تلاوت، عبادت، اذکار او خپلوي یې ددې پردي فرهنګ له امله له دوی څخه کډه کړې وه افغانستان کې به په هر مجلس کې د بحث ګرمه موضوع د سریالونو راتلونکو برخو او په هغوی کې د ښايسته انجونو او هلکانو چې د سریال مرکزي رول به یې لوباوه؛ بحث کيده.

د پښتنو حجرې چې په ګرمو مجلسونو به مشهورې وې ددې بهرني فرهنګ په راتګ له منځه لاړې او په ټوله کې له هر افغان څخه غيرت، اسلامي او ملي روحيه، خپل فرهنګ واخيستل شو او پردی فرهنګ یې په ذهن کې ورپيچکاري کړ نو بنأءً هر افغان باید له اوسني نظام څخه د مننې او ملاتړ ترڅنګ د نظام د ستايلو هڅه وکړي او بايد ووایي چې مننه اسلامي اماراته چې زموږ د کور شخصي حريم مو را خوندي کړ.

خو پوښتنه دا ده چې اوس به دغه ټلويزنونه څه کوي ځکه د هغوی اساسي مالي منابع همدا سريالونه ول؟
زه دې ټلويزنونو ته وړاندیز کوم چې په کور دننه او بيا دې د افغان ولس لپاره خپلې ملي او وجداني کړنې ترسره کړې، دوی دې د افغانستان په فرهنګ، ملي عنعناتو، اسلامي اساساتو او طبيعي ښکلا ګانو مستند فلمونه او سريالونه جوړ کړي او په يو بهرني سریال چې دوی لس زره ډالره ګټل اوس دې زر ډالر وګټې او خپل ارزښت او ځای دې د ولس په منځ کې پيدا کړي، په داسې تعليمي او د اتفاق او اتحاد په خپرونو دې کار وکړي چې افغان ولس د خپل ملت او خپلې خاورې او اسلامي عنعناتو څخه د دفاع او سر قربانۍ ته چمتو شي، موږ ټولنيز، علمي او اخلاقي پرمختګ وکړو او ځوانان مو د سيمې په کچه په بېلابېلو برخو کې پياوړي واوسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

ترین صاحب دغه کار دټول افغان ملت ارمان وو او ډېر ښه کار وشو چې بند شول لیکن تاسو فکر کوم له سپوږمکیو اوډشونوڅخه معلومات نلری ترین صاحب په ټوله کې کوم لوري ته روان یو حکومت ولي مو کوم لپري ته روان دی له نورو هېوادونو سره مواړيکې کوم لوري ته روان دی بنده ول ٱسان دی خو بدل یې څه دی دې ملت ته مو څه په پام کې نیولي دي ملت ټول خپه دی او په دې فکر کې دی چې کله به له هېواده وځي اساسی قانون شتون نلري فقر او محتاجي کوم حد ته رسیدلی… نور لوستل »

خوګياڼي

زما د افغانستان اسلامي امارت ته دا وړاندیز او سوال دئ چي د کمونيستانو او د شوروي اشغال، شوراى نظار، جمعیت، حزب، حزب وحدت ،جنبش ترمنځ کورنۍ جګړه، د امریکا په مشرۍ د دوه پنځوس ملکونو خونړۍ اشغال د شمالي ټلوالې لنډغرو په مرسته په مستنده توګه د افغان فلم لخوا د سريالونو په شکل نوى نسل ته وړاندې شي دا به ډېر ګټور وى.

محمد

اسلامي امارت دې د دغو زیان اچوونکو پروګرامونو په بدل کې کورنیو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د دوی د خوښې سره سم ښوونیز، ورزشي او نور ګټور پروګرامونه وړاندې کړي تر څو د یوې خوا پرې بوخت او د بلې خوا یې عقلي کچه او هم بدني حالت ښه وده وکړي. همدا شان دې د شریعت سره سم د نجونو لپاره هم مسلکي بوختیاوې لکه د نرسنګ، د ډوډۍ پخول، جامو ګنډل، د ماشومانو روزل او داسې نورې بوختیاوې پیدا کړي. یواځې په دیني تبلیغاتو د ټولنې دردونه او غوښتنې نه پوره کېږي. چې خپل ژوند په دنیا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx