نظــر

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

ميا نور اغا

زه تر اوسه پوره معلومات نه لرم چې دا وزارت څومره مهم او کوم امتیازات لري؟ ځکه د مملکت له سرحداتو څخه دفاع، د دفاع وزارت کوي، د قانون اساسي څارنه عدلیه کوي، فیصلې او تنازعات سترې محکمې ته راجع دي، د قوانینو تطبیق او نفاذ وزارت داخله په غاړه لري، مذهبي امور دعوت او ارشاد اوقافو سره تړاو لري، له دې وروسته کوم داسې امور دي چې د امر بالمعروف په برخه رسیدلي؟
په هر صورت دا وزارت له تېر وخت څخه راروان دی کیدای شي له ځینو وزارتونو څخه ځینې مسؤلیتونه اخیستل شوي او دوی ته سپارل شوي وي، و الله اعلم.

زما اصلي مقصد دا دی که په دې نوم خامخا وزارت مهم وي باید د نوم متعلق او د حالاتو تقاضا مطابق په ښه ډول ترې کار واخیستل شي.
لکه څنګه چې دا خبره واضحه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت نه تر وفات پورې زمانه په دوه دورونو مشتمله ده چې يو يې مکي دور یعنې قبل الهجرت، بل مدني دور یعنې بعد الهجرت.

مکې دور:
په دې دور کې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې د دعوت سلسله جاري ساتلې وه، د خلکو په عقائدو او نظریاتو یې کار کړی، له اوږد کوښښ او سختو تکالیفو ګاللو څخه وروسته چې 13 کاله یې دوام وکړ، یو جماعت تیار کړ چې په قوي عقیده او لوړو نظریاتو سمبال و، هیڅ ځواک او لالچ له اسلامي فکر او عقیدې نشوه په شا کولی او د لوړو اخلاقو څښتنان وو.

مدني دور:
په دې دور کې د اسلام احکام او فرامین کامل شول، په کامله او غوره طریقه سره نافذ شول، د ژوند ټول اړخونه د عملي اسلام په قالب کې په احسنه طریقه سره داخل شول، چې 10 کاله وخت یې ونیو.
اوس مونږ له کوم دور سره مشابهت لرو چې امر بالمعروف په هماغه طریق عملي شي، یعنې یوازې د عقائدو، نظریاتو او اخلاقو دعوت ورکړو؟
که د دعوت له مرحلې تیر شو او اسلام کاملاً نافذ او عملي کړو؟

مقتضی الحال:
که دېته وګورو چې خلک مسلمانان دي باید مدني دور ته ترجیح ورکړو او که دې ته وګورو چې په مجموع کې فکري او اخلاقي انحتاط راغلی، ایماني قوت کې ضعف واقع شوی، باید له مکي دور څخه کار شروع کړو.

له دې امله چې ټول جوانب وسنجوو او په بصیرت سره مخکې لاړ شو باید له دواړو ادوارو څخه کار واخلو، د عقیدې قوت، فکري او اخلاقي روزنه د دعوت په طریقه سره وکړو چې له صبر او نرمي څخه کار واخلو، لکه څنګه چې د مکي دور طریقه یې کار وه، د وخت او اسبابو مطابق ورته پروګرامونه او ترتیبات جوړ کړو.

همدارنګه اسلامي احکامو ته د تنفیذ جامه ورواغوندو او د مراتبو په پام کې نیولو سره مخکې لاړ شو، یعنې د فرائضو واجباتو او سنن مؤکده او زوائدو فرق په ذهن کې ونیسو، الاهم فالأهم ترتیب جوړ کړو او په همدې اندازه برخورد وکړو، ځکه زمونږ حالات د دواړو دورونو مقتضی دي او دواړو ته باید کار وشي, خو د هر یو موقع او محل سره له مراتبو پیژندل اړین او ضروري دي، تر څو د مرض علاج په سالمه توګه وشي، نه له مرض څخه زیاته دوا استعمال کړو چې د مریض ژوند ته خطر پېښ شي او نه د مرض له اندازې کمه دوا استعمال کړو چې بې اثر او ضیاع وشي.

ددې پوره ترتیب لپاره باید جید او د مقتضی الحال ماهر علماوو څخه یوه منظمه مجمع جوړه شي تر څو منظم تشکیل او لایحه ترتیب کړي او بیا ورڅخه کره او سالمه څارنه وکړي.

ان شاء الله په کمه موده کې به ښې او مؤثرې پایلې ولري، د یوې ښې معاشرې څښتنان به شو او بې تکلیفه به اسلامي نظام نافذ کړو، له دې سره به مو اغیار په انتشار او ګډوډیو نه توانیږي بلکې هر وګړی به د زړه له اخلاصه د خپل حکومت او نظام ملاتړی وي، همدارنګه به مو اسلامي مسؤلیت په ښه توګه تر سره کړی وي.

و ماذالک علی الله بعزیز

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx