ټولنیزه برخه

د حجاب اتل

حامد افغان

هغه شیدې پلورونکی ترکی امام چې تاریخ ژوندی وساته او دا مجسمه د هغه مېړاني ته په درناوي جوړه شوې ده. کیسه داسې وه چې کله عثماني خلاف.ت ونړید فرانسه د ترکیې جنوب (قهرمان مرعش)، {Kahramanmaraş}، ولایت ته ننوتله، هغه مهال د ترکانو مېرمنې ټولې په حجاب کې وې. کله چې فرنسوي جنرال ترکۍ مېرمنې په حجاب کې ولیدلې ورته ویې ویل : اوس خو ستاسو حکومت ختم شو، تاسو ولې حجابونه اغوستي دي؟! تاسو د فرانس تر واک لاندې یئ، حجابونه مو وغورځوئ.

ترکي مېرمنو د فرنسوي جنرال خبره ونه منله، انکار یې وکړ او نه یې غوښتل خپل حجابونه لري کړي! خو جنرال وروړاندې شو او د یوې ښځي حجاب ته یې لاس وغځوه چې ورنه لري یې کړي، دا مهال هلته یو ترکی سړی موجود و، چې سوتجو نومیدی، یعني شیدې پلورونکی، دی هلته د یوه جومات امام و، د مسلمانو مېرمنو حجاب ته د یوه فرنسوي کافر لاس غځونه یې ونه شوی زغملی، د هغه له کمربنده یې د هغه توفنګچه وایستله، هغه یې پرې وویشت او قتل یې کړ.

له دې وروسته په ښار او سیمه کې د فرنسویانو پر ضد انقلاب راپورته شو او د (قهرمان مرعش) ولایت یې له فرنسویانو ازاد کړ. وروسته هلته د دې کیسې رمزي مجسمه جوړه شوه چې د ده په نوم ونومول شوه ( د مرعش ولایت فاتح امام سوتجو). مجسمه کې محجبه ترکۍ مېرمن ولاړه ده، فرنسوي جنرال یې په حجاب کې لاس بند کړی پروت دی او ملا صاحب سوتجو توفنګچه پرې نیولې ولاړ دی.

د دې ترکي اتل امام (سوتجو) کیسه ترکي مدرسو کې تدریسیږي، هلته یو پوهنتون هم (د امام سوتجو پوهنتون) په نوم یادیږي، داراز ترکیه کې په ګڼ شمېر خیریه ټولنو او د اوقافو په نورو ځایونو د ده نوم کېښودل شوی دی. الله تعالی دې هر ځای د مسلمانو مېرمنو پرده وکړي او الله دې د #حجاب د دې ستر اتل او قهرمان ګور له نوره ډک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx