افغانستان

سپینه ماڼۍ: د نوماندانو جوړجاړی د باور فضا را منځ ته کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د افغانستان د دواړو نوماندانو ترمنځ جوړ جاړی ستایلی او هرکل یې کړی دی.
په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، چې د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په دې هوکړه به په افغانانو کې د باور فضا راپیدا شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنېسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په خپل فعالیت کې بریالی وګاڼه او ويې ویل، چې نوموړی افغانستان د سیاسي حل په موخه تللی و، چې پکې بریالی شوی دی.

د جوش ارنېسټ په وینا د جان کېرې له لوري په دې جوړ جاړي سره به افغانان د باور فضا ته ننوځي او د څو اونیو له بحرانه به را ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې د تیرې پنجشنبې په ورځ کابل ته را ورسید او پرون ناوخته يې دواړه نوماندان په یوه اعلاميه سره شریک او په دواړو يې دغه توافق لیک لاسلیک کړ.

د جان کېرې په وروستي راتګ د ډاکټر اشرف غني ډېری نیږدې کسان هم اوس دا مني او پرې قانع شول، چې د ملي یووالي پر ځای ایتلافي حکومت جوړېږي.

د سیاسي چارو شنونکی او د ډاکټراشرف غني کلک پلوی حلیم فدايي په خپله فیسبوک پاڼه کې په دې باب لیکي:

«۱. دا اعلاميه دوه سری حکومت را منځته کوي.
۲. دلته د ملي يووالي سره د ملي يووالې حکومت زيات شوي دي, کوم چې د ايتلافي حکومت په مانا دي.
۳. اوس به ټلواله په رسمې بڼه اپوزيسيون مشر هم وي او د اجراييه چوکۍ به هم ددوی له ډلې او په خوښه وي.
۴. د اجراییه چوکۍ له محترم احمدضیا مسعود سره وعده شوی وه، کله چې نوموړی په نره ودرېده، برخلیک یې ګونګ دی.»

د چارو بل شنونکی او افغانستان دسیمه ېیزو مطالعاتو د مرکز او د ودان افغانستان ډلې مشر عبدالغفور لېوال بیا د جان کېري په مټ په افغانستان کې را منځته کېدونکی راتلونکی حکومت د نظامونو له ډوله وتلی او یو ناتعریف شوی حکومت بولي :

«داسې حکومت چې په اساسي قانون کې ریاستي وي ، خو داجرایوي ریاست په نامه صدارت هم ولري . داسې حکومت چې ګټونکی به جمهورریس کیږي او بیا به بایلونکی هم اجراییه ریس ټاکي او هم داپوزیسون مشر ، داسې حکومت چې داپوزیسیون مشر به دسم نیمايي حکومت څوکۍ راخپلوي او چارواکي به ورته ټاکي ، داسې یو حکومت چې د اپوزیسیون مشر به دجمهور ریس په فرمان ټاکل کیږي ، داسې حکومت چې جوړیږي به خو خپل امنیتي مسئولین به نه شي ټاکلای ، داسې یو حکومت چې که چا ته یې وویل: غلا مه کوه یا له فساده لاس واخله نو اپوزیسون ، اجرایوي مشر او نیمايي کابینه به یا غرو ته خیژي ، یا به وسلې ویشي یا به ارګ ته په زوره ننوځي، داسې حکومت چې سر به یې داوښ وي خیټه به یې دبیزو او لکۍ یې هم دخره ! »

د دواړو نوماندانو د لاسلیک شوې اعلاميې اړوند تر ټولو لویه نیوکه داده، چې لومړۍ ماده يې د اساسي قانون په رعایت ټینګارکوي، خو په دویمه کې د اجرايوي پوسټ د جوړېدو خبره شوې ده، چې د اساسي قانون خلاف یو عمل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سباوون برئ

هغه چی امریکایان ورته دیموکراسی ویل ، په افغانستان کی دا ثابت شول ، چی هغه دیموکراسی نه بلکه دمبش در کرسی را ووت! لکه داچی وزه له لکئ نه ونیسې او بیا ویی وهی چی ولی نګرزی؟!ٔ یا ولی ځان نه پیایی؟! اوس نو امریکایان له یوې خوا دنیا والو ته وایی چی افغانستان ته یی دیموکراسی راولې ، او له بله خو ا په ټول تاکنو کی عمداً دخلکو پر رایو د بطلان خط کشل کیږی او هغه چی امریکایان غواړی هغه کوی ! او نوم یی دئ دیموکراسی!!!!!؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟!!!! رښتیا چی ، هلته چی اشغال وی ، هیڅکله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x