ادبي لیکني

د عربو شهيدانو د جنازو خاطره «وروستۍ برخه»

م رضوان الله فيضاني

له دې وروسته د بمبار ځای ته ورغلو، الوتکو دومره ډېر بمبار کړی وو چې مونږ ورته حيران پاتې شولو، پټي داسې ګډوډ شوي و تا به ويل چې قولبه دې پکې کړې ده، شنې ونې وې د شپې چې په راکېټونو لږېدلې وې تر سبا غرمې پورې اورونه پکې بل و، په پټيو کې لويې لويې کندې جوړې شوې وې.

هغه ټوک ټوک شهيد يو تن عام کليوال سړی و، چاپه او بمبار يې کله نه و ليدلی، څنګه چې بمبار شروع شوی و نو دۀ بېچاره منډه کړې وه، تر ډېره ځايه په منډه تللی و د الوتکو توجه ټوله په دۀ پسې شوې وه، نو ډېر بمبار يې هم په دۀ کړی و، د تقدير فيصلې ډېرې عجيبې وي!!! دغه کس چې په کوم ځای کې شهيد شوی و همدلته نيږدې يو تن بل مجاهد هم له مخکې نه پټ و، هغه روغ او جوړ پاتې و چې دا ډېره حيرانوونکې خبره وه.

خو يوه خبره ډېره درونکې وه چې هېڅ کله به مې هېره نه شي، هغه دا چې يو تن د ډېر لرې ځای څخه راغلی مسافر او مهاجر مجاهد و، هغه هم په دغو شهيدانو کې و، د هغه خپلې کورنۍ ته د ورلېږلو ترتيب نه جوړېدۀ، له کورنۍ سره يې ډېرې رابطې وشوې چې يا د شهيد ليدلو ته راشئ او يا به شهيد کور ته درولېږو، خو د دغه شهيد کورنۍ يوې خبرې ته هم حاضره نه وه، هغوی ويل چې که په دغو دوه خبرو کې هره يوه ومنو نو د حکومت له خوا زمونږ ټولې کورنۍ خطر متوجه کيږي.

ورځ تېره شوه او مازديګر شو، د مازديګر له لمانځه څخه وروسته يې د جنازې مراسم ترسره کېدل، ماته مجاهدينو وويل چې لږ بيان او تقرير وکړه، ما هم د دوی امر ومانۀ او تقرير مې شروع کړ، له تقرير وروسته د جنازې نوبت شو، شهيد اګرکه د بلې جهادي ډلې مربوط و … خو د شهيد او زمونږ خپلو ملګرو پر ما عاجز باندې ډېر اصرار وکړ چې جنازه يې هم ته وکړه، زه عاجز بنده د جنازې د امامت لپاره وروړاندې شوم او د جنازې لمونځ مو اداء کړ.

د شهيد دفن کول يې د ماښام تر تيارو خپرېدو پورې د مرحوم د کورنۍ د غړو د راتګ لپاره وزنډول، خو متأسفانه چې د کورنۍ يې څوک رامعلوم نه شول، له ماښام وروسته مو د تدفين مراسم شروع کړل.

د شپې تيارو وزر خپور کړی و، د ځينو مخلصو کليوالو په بدرګه مو شهيد هديرې وېووړ، قبر ته مو ورښکته کړ، له شهيد سره د لحد وروستۍ خدای پاماني او مخه ښه هم ما وکړه، ډېره دردونکې صحنه وه !!! يو تن فردېس، مهاجر، مجاهد شهيد مو په داسې حال کې خاورو ته سپارۀ چې د کورنۍ غړي او خپل خپلوان يې هيڅوک هم موجود نه و.

د لحد تبۍ مو ورپسې کېښودې او خاورې مو پرې واړولې، تلاوت او دعا مو ورته وکړل، دردمن غجمن او له اوښکو ډکې سترګې ترې روان شولو.

(پای)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zabihullah

وروره د کتاب نوم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx