نظــر

د قیادت د پام وړ

دوکتور عمر عماد

پدې خاطر چې تیره تریخه تجربه بیا تکرار نشي او دا ځل دغه کشتۍ چې د خورا څپانده او طوفاني څپو په مینځ کې روانه ده، تر ساحله ورسیږي، د یو څو ټکو لنډ لنډ یادول راته اړین ښکاري هيله ده څوک خفه او غوسه نشي:

لومړی:
دا حقیقت ډیر زیات او د ډیرو ورونو په ژبه تکرار شوی دی چې(حکومتي دنده غنیمت نه بلکه مسئولیت دی. کار اهل کار ته سپارل امانت او نا اهل ته سپارل یې د رسول الله صلی الله او بیا د عمر بن الخطاب په ژبه د الله او د رسول الله او د مومنانو سره خیانت دی) خو له بده مرغه داسې بریښي چې د فتحې او دبدبې په های هوی کې لا تراوسه دغه غږ د ډیرو غوږو ته نه دی رسیدلی، نو ځکه یې یو ځل بیا یادول اړین دي.

اهلیت دوه رکنه لري:
یو د شخص تقوی او دیانت او بل په کار پوهیدل دي، البته دا دواړه شیان نسبي دي، خو باید تر ممکنه بریده هغه کسان په دندو وګومارل شي چې اهلیت یې د نورو په نسبت ښه وي او زه د دواړو د تعارض په صورت کې دوهم ته ترجیح ورکوم، ځکه چې د کمزوري دیانت والا کنترولیدلی شي، خو په کار نه پوهیدل هیڅ علاج نه لري. په یوه کابینه کې دوه ترونه او وریرونه پرته له بدل او غنیمته په بل یو قانون کې هم نشته دي، که حالات همداسې روان وي او حکومتي مسئولیتونه د غنیمت او ډالۍ په توګه ویشل کیږي او قیادت یې همدا اوس او مخکې لدې چې دغه سونزه نوره هم پراخه او ژوره شي، د مهار کولو جدي اقدامات ونه کړي پایله به یې  خدای مه کړه د سختې پښیمانۍ لامل شي، خو وخت به له وخته تیر وي.

دوهم:
تیر ځل، په مکه مکرمه کې د مرحوم مولوی صاحب جلال الدین حقاني سره په یو خصوصی مجلس کې یو ځای شوم، نو ورته مې وویل چې:
مولوي صاحب حکومت په زور نه کیږي، تاسې به کیدای شی پنجشیر هم ونیسئ او مسعود هم ووژنئ او په ټول افغانستان مسلط شئ، خو د مخالفینو په سینو کې به مو د کرکې لمبې بلې وي او د هر فرصت په تمه به شپې ورځې سبا کوئ، چې ستاسې څخه انتقام واخلي. نو ښه خبره دا ده چې له مسعود سره څه جوړ جاړی وکړئ، هغه اوس په ضعیف موقف کې دی کیدای شي په ډیر کم شی راضي شي، نو که سوله وشي هغه بالقوة خطر به دفع شي ان شاء الله تعالی…
خو کال لا تېر نه و چې بې ۵۲ به له اسمانه بمباري کوله او هغوی به په ځمکه په طالبانو پسې منډې وهلې.

دا ځل چې الحمدلله د بې دریغه قربانیو او د عادي تصور نه پورته ستونزو په ګاللو سره د اشغال ټغر ټول او ورسره یې د هغوی د نازولو د فساد مرکزونه هم ړنګ شول او هیواد د یو قیادت تر چتر لاندې راټول شو، نن هم زه یو ځل بیا هماغه پخوانۍ خبره کوم او هماغه اندیښنه راسره ده.

اوس قیادت د ډیر ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دی چې د مقابلې څخه یې رغیدل ناشوني دي او دغه مقابله باید په پوره حکمت او تعقل وشي.
ما ته ددغې ننګونو په سر کې د ولس زړونه لاس ته راوړل او د هغوی باور او اعتماد ترلاسه کول ښکاري، تر څو هر افغان دغه نظام خپل وګڼي، د زړه له کومې ورسره همکاري وکړي، لارښوونو او اوامرو ته یې په خپله خوښه او قناعت غاړه کښیږدي.

هو، د قیادت سوچ او فکر، غم او سودا باید همدا وي چې څرنګه کولای شي د وطن دا څلویښت کلنو او خورا ژورو زخمونو ته د مرهم پټۍ جوړه کړي. څنګه باید دا کرکې او نفرتونه ختم کړي، دا ټوټه ټوټه ولس څنګه بیرته په یو ټغر راټول شي، افغانستان یوازې جنوب او جنوب غرب نه دی، له افغانانو سره د مور او میرې چلند باید دلته هیڅ ځای ونه لري.

تر څو چې عملاً ټول ولس ته په یوه سترګه ونه کتل شي تر هغې پورې د عوامو زړونه لاسته راوړل ناشوني دي او بې له دې هغه حکومت ناشونی دی چې تاسې یې هوډ کړی دی.

دریم:
ورورنو!
تاسې د شرعي نظام د راوستلو غږ پورته کړی دی او ډیرو ځوانانو د همدغې نظام د راتګ لپاره خپلې ځوانۍ نذرانه کړې، خو شرعي نظام نه خالي شعار او نه هم یو څو ظاهري شعائر دي، بلکه هغه د هر څه نه مخکې خپله په اسلام په رښتیني توګه پوهیدل او بیا یې په پوره حکمت، تعقل او درایت په بشپړه توګه او د ژوند په ټولو اړخونو کې عملي کول دي، خپلې مزاجي کړنې په اسلام پورې تړل او تپل له دین سره جفاء ده.

څلورم:
عصري تعلیم ته نهایت پاملرنه وکړئ، بې تعلیمه وطن په پښو نشي دریدلای، تر څو چې حتی د ستنې او تار بل چا ته محتاج یو تر هغې پورې رښتیني خپلواک نه یو.

ورونو!
دا کارونه اسانه نه بلکې خورا ستونزمن دي او ډیرې قربانۍ ته اړتیا لري، که پرون د یرغلګرو او د هغوی له نازولو سره د مقابلې دوران و، نن د خپل نفس او هوس سره د مقابلې د رښتیني ازمېښت وخت راغلی دی، چې دغه مقابله د هغې بلې نه په مراتبو ستونزمنه ده او له هغې نه زیاتې قربانۍ ته اړتیا لري، الله تعالی دې د دغې وړتیا د ترلاسه کولو توفیق درکړي، تر څو د هغو شهیدانو ارمانونه پوره شي چې حتی قبرونه یې هم معلوم نه دي.

وما علینا إلا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نثار

سلامونه که امارت همداسی د خپل زین کړی اس نه راکوز نشی ؟ نو ځانته خپله او په خپل لاس کنده وباسی. تاسو خو وویل چی ولس راسره ولاړ دی . نو اوس ولی په خپل ولس باور نکوی ؟؟ نوری ډیری خبری دی خو مثال یو دغه وو چی پورته می ذکر کړو .

مولوي نجیب الله زاهد

السید الدوکتو عمر عماد بارک الله فیک وفی علمک وفی تعلیقک المهم والمبارک التي یهمنا جمیعا کحکومة والشعب ان نٲخذها علی محمل الجد وان نکونوا عقلاء و ان نحلل دقیقا مایجری فی بلدنا الحبیبة. مایجری الٱن یحزننا جمیعا و نخاف من ان یجر هذه الاعمال والافعال بلدنا الی الخراب والدمار. لقد سمعت بنفسی من احد الکبار فی طالبان قوله حیث قال لی بلسانه فی احد من الوزارات المهمة ( احمدواالله بان ترکناکم فی البلد وماقتلناکم) فباالله هل هذ الکلام معقول او مناسب لشخص یشتغل فی الوزارة ؟؟؟؟؟؟؟؟ البلد للجمیع لیس لای شخص ان یمنع ای واحد من مزاولة عمله سواء… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx