افغانستان

عمران خان سلب اعتماد کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۸ کب، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړی وزیر عمران خلاف مختلفو ګوندونو د «نه باور» تحریک پيل کړی او د څارونکو په وینا نوموړی ممکن سلب اعتماد شي او له څوکۍ ګوښه شي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د نوموړي د سلب اعتماد کېدو مسئله هغه وخت حتمي شوې چې په پارلمان کې دده د ګوند یو شمېر غړي د هغه خلاف ودریدل.

جیونیوز ته د تحریک انصاف ګوند چې مشري یې عمران خان کوي یو غړي راجا ریاض ویلي دي چې دی له لومړي وزیر سره اختلافات لري او دوی به خپل وجدان مخ ته ږدي او رایه به ورکوي.

نوموړي ویلي دي چې تر ۲۰ زیات د تحریک انصاف ګوند غړي د عمران خلاف دي.

پاکستان تحریک انصاف حاضره ۱۷۲ پارلماني غړو ته اړتیا لري. په خپله دغه ګوند ۱۵۵ څوکۍ په پارلمان کې لري. عمران له نورو ګوندونو او ازاد غړیو سره له اتحاد پرته حکومت نشي جوړولای.

د هغه خلاف د پاکستان لوی ګوندونه (پاکستان مسلم لیګ، پاکستان پيپلز پارټي، جمعیت علمای اسلام) او نور یوځای شوي دي چې تر ۱۶۰ زیات څوکۍ په پارلمان کې لري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په ۷۵ کلن تاریخ کې تر دې دمه هېڅ یو لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده تکمیل کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx