نظــر

پښتون ژغورنې، که د پښتون غولونې غورځنګ؟!

محمد آصف آزاد

که یو څوک ډېر کمزوری او مظلوم وي؛ خو د ظالم دوامدار ظلم به یې اخر هم را پاڅوي او همدا پرې کېدونکی ظلم به یې د را پورته کېدو او پاڅون باعث شي…!

د پښتونخوا مظلوم مسلمانان چې دا اوږده موده د “سرکار” د ظلم او جبر ښکار دي؛ دښمن یې پوهیږي چې دا به یو وخت را پورته کیږي، پاڅون به کوي او د ظالم د ظلم لاس به ور لنډوي. خو د دې لپاره چې دا “پاڅون” هغسې “رښتینی پاڅون” نشي، کوم چې د ستونزې رښتینی او یوازینۍ حل دی؛ ځکه خو یې ډېر شمېر وګړي له اصلي لارې غافله کوي او په ناسمو او کږو لارو یې ور برابروي. د دې ظلم په وړاندې د “ت.ط.پ” مسلمان مبارز لښکر، چې په واقعي ډول یې د مبارزې اصل او رښتینې لاره موندلې او خپله کړې؛ خو د دې لپاره چې ډېر شمېر مظلوم وګړي د همدې رښتیني لښکر برخه نشي او د مبارزې رښتینې لاره خپله نکړي؛ د “عدم تشدد” په نوم یې هغه ازمایل شوې او ناکامه لاره ورته را مخې ته کړې؛ چې د عدم تشدد د اوسنیو لارویانو اسلاف لا پکې ناکام او بدنام شول، پاتې خو یې لا دا بچوڼي شول. کله چې د عدم تشدد پخواني او لومړني ډنډوره چیان خلکو ناکام ولیدل او د بریا تمه یې ترې پرې شوه، نو دښمن په نسبتاً نوې بڼه یو نوی خوځښت پیل کړ، د دې لپاره چې د څه نورې مودې لپاره پرې د “ژغورنې” په نوم د “غولونې” کار واخلي او دا د غولونې دسیسه او پلانونه مخکې پرې یوسي.

اوس تازه چې افغانستان د مبارزې په کومه اصلي، واقعي او رښتینې لاره د خپلې اوږدې او څو لسیزې تورې دورې څخه نجات وموند، آزادي او خپلواکي یې ومونده، امن او سوکالي یې ترلاسه کړه؛ نو د پښتونخوا مظلومانو هم، همدا نېغه لاره د نجات لاره وګڼله او د ډېرو په منځ کې همدا د حل یوازینۍ لاره یادېده، ځکه خو ورسره د “ت.ط.پ” د لښکر شمېر مخ په زیاتېدو شو؛ نو دښمن بیا وېرې واخیست، راتلونکي څخه یې وېره وشوه او د مظلومانو ویښتابه یې حس کړه او داسې یې وګڼله چې دا خلک خو د مبارزې په اصلي او نېغه لاره ور برابرېدونکي دي؛ نو یو ځل بیا یې د “ژغورنې” په نوم د “غولونې” خوځښتوال رامخکې کړل، چې په اصلي لاره ور برابرېدونکي زلمي او افکار له نېغې لارې، کږې هغې ته راوګرځوي. آن دې د “غولونې” خوځښت زلمکي مشر دا هڅه هم وکړه چې د افغانستان د مسلمانانو بریا ناسمه تعبیر کړي او داسې هڅه وکړي چې د دې بریا اغېزې د هغې خوا په مظلومانو کې د ویښتیا سبب نشي، نو ځکه خو یې د نورو ناکامو نسخو غوښتنه وکړه. د دې لپاره چې د افغانستان دا بریا په خلکو کې کمرنګه او د خورېدونکي اغېز مخه پرې ونیسي. دا د غولونې لښکر د پښتون غولونې پرته بله کوم دنده نلري. دوی هماغسې، لکه مولانا فضل الرحمن چې په سلګونو زره پلویان د اسلامي نظام په هیله تېر ایستلي او د مبارزې په کږه لاره یې روان کړي، د “ژغورنې”(!) غورځنګ هم هماغه د تېرایستنې دسیسه په مخکې وړي؛ خو یوازې یې بڼې بدلې دي. دوی دواړه د سلګونو زرو مسلمانانو د تېرایستنې او غولونې ماموریت سر ته رسوي.

دا د عدم تشدد لارویان ځانونه احمد شاه بابا، میرویس خان، خوشحال خان او حاجي میرزاليخان ته منسوبوي او پخپلو شعارونو کې د هغوی نومونه او مبارزې یادوي. خو لار یې له هغوی یو مخ بېله ده. دا د څه لپاره؟! ځواب ښکاره دی؛ یوازې د “پښتون غولونې” لپاره. د احمد شاه بابا د مبارزې لاره د لمر غوندې څرګنده ده. د ګورګین پر وړاندې د میرویس نیکه د مبارزې لاره څرګنده ده، چې پیل یې له علماوو څخه د “جهاد” په فتوی ترلاسه کولو وکړ او د ظالم سر یې په توره پرې کړ، د خوشحال خان خټک لاره واضحه ده، خپله وایي چې: “پښتون چې نور څه فکر کا غولیږي_بې له تورې خلاصی نشته په بل کار” او د حاجي میرزالیخان د مبارزې لاره د تورې او جهاد لاره وه؛ ځکه خو دا دی لمسي یې، حافظ احسان الله، اوس تازه د دې غولونې لښکر سره د یو ځای کېدو پر ځای، د حاجي میرزاليخان د لمسیو “ت.ط.پ” د مسلمانو مېړنیو سره یو ځای شو.
ښه نو، دا د غولونې لښکر په کومو سترګو او په کوم جرئت د لوړو یادو شوو اتلانو نومونه اخلي او څرنګ ځانونه د هغوی لارویان ګڼي؟!

دوی دې پوه شي، د ویښتابه دا آذانګې به دوی په خپلو بې معنا چیغو او شعارونو خاموشې نکړای شي او بلاخره به دا د ویښتیا غږ هر مظلوم غوږ ته ور رسیږي او د ویښتیا قوت به ورکوي او د نېغې لارې د برابرېدو سبب به یې ګرځی. او تاسې به د خپلو ناکامو او بدنامو اسلافو په څېر د ناکامۍ او بدنامۍ په کنده کې غورځېږئ…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx