نړۍ

د امریکي دڅارګري اداري ویب پاڼه باندي برید وشو

Hackers_CIA_LulzSecurity_Reuters_543x275(نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۱۶) واشنګټن: دهکرانو کومي ډلي چي دوي ورځی مخکي یی  دامریکي دسنامجلس رسمي ویب پاڼه بنده کړی وه نن یی دامریکي دڅارګري اداري سی آی ای دویب پاڼي دبندولو پړه هم په غاړه واخیستله.

راپورونه وایی چي دتیري ورځي په اخیر کي د سي آی ای ویب پاڼه نه خلاصیدله اوله سختو مشکلاتو سره مخ وه، دامریکي دڅارګري اداري ویاندي رسنیوته ویلي کوم سایټ چي دهکرانو له لوري څخه تربرید لاندي راغلي دي

، دایو عامه پاڼه ده او د سي آی ای پر ورځني فعالیت یی کوم اثر نه ده غورځولی.

ویاندي زیاته کړه نن سهاروختي ویپ پاڼه بیرته خپل عادي حالت ته راګرځیدلی ده او دهیواد په ټولو برخو کي په اساني سره خلاصیدلی شي.

هکرانو تیره دوشنبه دامریکي دسنا دمجلس ویب پاڼه خرابه کړی وه او دویب پاڼي  دعامه اریکو دبرخي امنیتي کوډ یی خلاص کړی وو، خو دنورو حساسو مالوماتو په ترلاسه کولو کي ناکامه شوی وو، دهکرانو دټولني یوه کارکونکي وویل دامریکي دسنا مجلس ویب پاڼه باندي برید ددي لپاره وو ترڅو خبرشي اوپه پاڼه کي موجودو نیمګړتیاوو ته یی پام را واوړي.

دامریکي دسنامجلس مرستیال سرجنټ ایټ ارمز مارټینا وویل چي دامریکي دسنا مجلس پرویب پاڼه باندی دهکرانو له لوري برید یواځی یو وړوکي مسئله وه، هکران ونتوانیدل چي دسنامجلس دغړوتر خفیه مالوماتو پوری ځان ورسوي.

بخت الرحمن بخت ………………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x