دیني، سیرت او تاریخ

دغه عملونه ایمان کمزوری کوي

علي الله متوکل
په دې باوري یم چې د فتنو په نننۍ زمانه کې به د لاندې علامو څخه ځینې په ما او تا کې وي. راشه! اصلاح يې کړو:

لومړی:
پرلپسې څو ورځې تلاوت نه کول.

دوهم:
د لرې راتلونکې لپاره پلانونه جوړوو، خو دا مو هېر کړي، چې دغه ګړی مړه کېدای هم شو.

دريم:
نیک او ښه عملونه پرېږدو؛ ځه! دا کار به سبا وکم، بله ورځ به يې وکړم او اخر پاته شي.

څلورم:
داسې ملګري مو نه دي انتخاب کړي، چې هغوی موږ ته الله جل شانه را په یاد کړي.

پنځم:
د خپل ظاهري جوړښت او ښکارېدو خیال ساتو، خو باطن کې مو شیطان اوسي.

شپږم:
ورځنی مهالوېش مو د لمانځه پر وختو نه دی برابر کړی، نو ځکه لمونځونه را څخه پاتیږي.

اووم:
د الله رب العزت څخه د جنت غوښتنه دومره ډېره نه کوو، لکه څومره چې د دنیا غوښتنه کوو.

اتم:
که په کوم حرام یا مکروه عمل اخته یو لکه رشوت، د ږیرې خریل، د حجاب نه پالل او … که د چا لخوا د هغه د پرېښودلو راته وویل شي، نو موږ ورسره جنجال کوو یا په اسلام کې و هغه ناروا عمل ته لار پیدا کوو.

نهم:
همېشه ژر ژر لمونځ ددې لپاره کوو، ترڅو په خپلو دنياوي کارو اخته شو.

لسم:
موږ وینو چې نورو ته مرګ راځي، خو موږ يې په اړه هیڅ فکر نه کوو.

یوولسم:
موږ د غرب او کفري هیوادونو د لیدلو او هلته د اوسېدلو هیله اوس هم پټه پټه په زړونو کې لرو.

دولسم:
کوښښ کوو، په دنياوي چارو کې ځان مشهور کړو، اخرت پاتې وي.

دیارلسم:
د دنیا د پاته کېدونکو شیانو لپاره یو له بل سره سیالۍ او خوابدتیا کوو.

څوارلسم:
د طاقت، قدرت، واک او درناوي درلودلو تنده مو هيڅکله نه ماتیږي.

پنځلسم:
له کوم څه غوښتنه چې لرو، که په لاس را نه غلل، نو خواشیني کوو.

شپاړسم:
هغه خلک موږ ته کامیابه معلومیږي، چې په دنیا کې کامیاب وي، نه هغه چې د اخرت د کامیابۍ په لټه کې دي.

اوولسم:
د صغیره (کوچنیو) ګناهونو کول هيڅ ګناه نه راته ښکاري.

اتلسم:
د حرامو د پرېښودو توانایي په ځان کې نه پیدا کوو او توبه هم ځنډوو.

نولسم:
د الله جل شانه د خوشحاله کولو په خاطر موږ نور نه شو خوابدي کولای.

شلم:
اسلامي زده کړه مو تر کاروبار او دنیوي کارونو ورسته په پام کې وي. (ځینې خو بیخي ور څخه لري وي)

یوویشتم:
موږ د کلتور او عنعناتو خیال ساتو که څه هم هغه له اسلام سره په ټکر کې وي.

دوه ویشتم:
ورځ ټوله پرته له مرګ د یادولو راباندې تېره شي.

درې ویشتم:
عبادت راته سخت دی.

څلورویشتم:
د شتمنو خلکو د ژوند په سټایل پسې ځغلو، خو له علماوو سره مو بیا نه ده جوړه.

پنځه ویشتم: یوازې پیسې خوند راکوي او یا د ساعتیري او شهوت کارونه.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx