افغانستان

لغمان: د ځمکې په سر جنجال کې درې تنه وژل شوي يو بل ټپي دی 

نن ټکی اسیا (شنبه،  ۲۸ کب، ۱۴۰۰ل): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې په سر نښته کې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي دي.

د لغمان امنيه قومندانۍ وايي چې تېره ورځ ددې ولايت مرکز اړوند (ډول اباد) سيمه کې د ځمکې په سر شخړه کې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده او زیاتوي چې د پېښې په تړاو درې تنه له يو ميل کلاشينکوف، يوې چانټې، شپږ شاجورونو او پنځه ميله چره ييز ټوپک سره نيول شوي دي.

بايد وويل شي چې په هېواد کې د ځمکو په سر د خلکو ترمنځ جنجالونه له اساسي ستونزو څخه دي چې زيات وخت په کې د کورنيو سربيره د قومونو ترمنځ هم جنجالونه او مرګ ژوبلې رامنځته کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې يوه مياشت وړاندې هم په غور ولايت کې د ځمکې په سر شخړه کې يو تن وژل شوی او يو بل ټپي شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx