ټولنیزه برخه

پنځوس انګېزه بښونکې جملې، چې تاسو هوډمن کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

انګېزه لرونکي پاتې کېدل هغه هم هغه مهال، چې باید د ژوند له ننګونو سره مخامخ شئ، ډېر سخت او ستونزمن کار دی. که غواړئ کوم کار په خپل عادت باندې بدل کړئ یا نوی کاروبار په لاره واچوئ، تر ټولو آسانه او ساده کار دا دی، چې تل یې وځنډوئ او د دې کارونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.

د انسان افکار، ډېر زیات ځواک لري او د هغه ځواک ترلاسه کول، د دې سبب ګرځي، چې خپلو ټولو موخو ته ورسېږو. مثبت افکار کولای شي، زموږ د بریا سبب شي. هر کله، چې فکر کوئ، په کافي اندازه انګېزه نه لرئ، نو په دې انګېزه بښونکو جملو پسې لاړ شئ، ترڅو د هر کار د ترسره کولو لپاره انګېزه پیدا کړئ:

۱ ـــ زه کولای شم، چې هر کار ترسره کړم:
دا یوه ډېره ساده او آسانه هڅونکې جمله ده او ویل یې معجزه کوي، کله چې دا جمله له خپل ځان سره تکراروئ، نو په دې باور کېږئ، چې هر کار ترسره کولای شئ.

۲ ـــ د دې لپاره کولای شم، دا کار ترسره کړم:
د دې پرځای، چې د یوه کار د نه ترسره کولو لپاره، د دلایلو په لټه کې واوسئ، نو د هغو لاملونو په لټه کې شئ، چې کولای شئ هغه کار ترسره کړئ.

۳ ـــ زه ډېر وړ یم:
تاسو د ژوند د غوره څیزونو وړ یاست. ښه ژوند کولای شي غوره کار، روغ بدن یا ډېره ګټه وي، نو د هغو څیزونو د ترلاسه کولو لپاره، چې وړ یې یاست، ډېره هڅه وکړئ.

۴ ـــ هېڅکله ناوخته نه ده:
دې ته په نه پام سره، چې څومره عمر لرئ یا کوم فرصتونه مو له لاسه ورکړي دي، هېڅکله د بیا پیل او په نوي تګلوري باندې د ګام پورته کولو لپاره ناوخته نه ده.

۵ ـــ تل یوه نه یوه ننګونه په مخ کې وي:
په ژوند کې، چې هرڅه وکړئ، تل یوه نه یوه ننګونه به په مخ کې وي، نباید پرېږدئ، چې دا ننګونې مو ژوند در خراب کړي.

۶ ـــ هېڅ وخت د خوښې وړ نه دی:
که د مناسب وخت په تمه ناست یاست، نو باید همدا اوس یې هېر کړئ. اصلاً داسې یوه شېبه شتون نه لري.

۷ ـــ هېڅ بشپړه نقشه شتون نه لري:
تل په هغه پروګرام کې، چې تاسو یې په اړه فکر کوئ، چې بې نیمګړتیا دی، نیمګړتیا شتون لري. دا مسئله د ټولو نقشو په اړه صدق کوي.

۸ ـــ هر څوک یې له یوه ځایه پیلوي:
هېڅ انسان دې نړۍ ته بریالی او مشهور نه راځي. هر بریالي فرد له یوه ځایه پیل کړی دی او ډېری وخت یې له صفره شروع کړې ده.

۹ ـــ په هره شېبه کې یو ګام مخ پر وړاندې پورته کوم:
هېڅکله دا هڅه مه کوئ، چې په یوه شېبه کې څو کارونه ترسره کړئ، لنډ ګامونه پورته کړئ، ترڅو سترو پایلو ته ورسېږئ.

۱۰ ـــ هر څه به ښه شي:
ښایي د کار په پیل کې هر څه سخت او ستونزمن وي، خو د وخت په تېرېدو سره به آسانه شي.

۱۱ ـــ ماتې تل پاتې نه ده:
که مو ماتې وخوړه، مه ناهیلی کېږئ او هغه یوه ښه پېښه وګڼئ؛ ځکه ډېری بریالي کسانو، وروسته له دې، چې څو ځله یې ماتې وخوړه، بریا ته ورسېدل.

۱۲ ـــ هره تېروتنه د زده کړې لپاره یو نوی فرصت دی:
که مو تېروتنه وکړه، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې له هغې وروسته به هر څه ښه شي.

۱۳ ـــ ټول تمرکز باید په نن باندې وي:
پرونۍ پېښې هېرې کړئ، نن ډېره زیاته ارزښتمنه ده.

۱۴ ـــ که آسانه وای، نو ټولو به ترسره کړی وو:
ډاډه اوسئ هېڅ ارزښتمن څیز، په ډېرې آسانۍ سره نه شي ترلاسه کېدای.

۱۵ ـــ «یوه ورځ یې بالاخره ترسره کوم» هغه دا نن ورځ ده:
که د هغو افرادو له جملې څخه یاست، چې د «یوه ورځ یې بالاخره ترسره کوم» له جملې څخه ډېره زیات ګټه اخلي، نن هماغه ورځ وګڼئ.

۱۶ ـــ منفي افکار له ماسره هېڅ مرسته نه شي کولای:
منفي افکار یوازې فکر دی، نباید هغه له دې څخه زیات څیز وګڼئ.

۱۷ ـــ ما ډېر سخت کارونه هم ترسره کړي دي:
د هغه وخت په اړه فکر وکړئ، چې د پخوانۍ تمې پرخلاف مو وکړای شول، چې بریا ته ورسېږئ.

۱۸ ـــ له هڅې پرته هېڅ ارزښتمن څیز نه شي ترلاسه کېدای:
په ژوند کې هېڅ ارزښتمن څیز نه شئ ترلاسه کولای، مګر دا چې لپاره یې سخت کار وکړئ.

۱۹ ـــ اقدام کول د اقدام نه کولو لپاره، له پښېمانۍ څخه غوره دی:
ناسم تصمیم نیول له دې څخه ډېر ښه او غوره دی، چې هېڅ ونه کړئ.

۲۰ ـــ زه د چا د اجازې په لټه کې نه یم:
که نور داسې فکر کوي، چې تاسو لېونی یاست، ښه ده، اجازه ورکړئ، چې داسې فکر وکړي.

۲۱ ـــ د ماتې خوړلو لپاره هېڅ لاره شتون نه لري:
هېڅوک نه شي کولای، چې تاسو تورن کړي. که په خپل ژوند کې هېڅ کار ترسره نه کړئ، هغه وخت کولای شئ، چې ووایئ، ماتې نه خورم.

۲۲ ـــ زه کولای شم، چې خپل برخلیک په خپل لاس کې ونیسم:
تاسو کولای شئ تصمیم ونیسئ، چې په څه ډول انسان باندې بدل شئ.

۲۳ ـــ ستړي کوونکي تصمیمونه له ځانه سره ستړې کوونکې پایلې لري:
تل هیجاني تصمیمونه ونیسئ.

۲۴ ـــ خطر منل ارزښتمن کار دی:
باید په دې باندې پوه شئ، چې خطرې واقعي دي؛ خو ښو پایلو ته رسېدل، خطر منل توجیې کوي.

۲۵ ـــ منضبط اوسېدل ماته ښه احساس راکوي:
د انضباط لرل یو سخت کار دی، خو له دې څخه غوره دی، چې یوه ورځ پښېمانه شئ.

۲۶ ـــ تل ښې نظریې (آیډیاوې) ناشونې یا له لېونتوبه ډکې ترسترګو کېږي:
ستاسو آیډیاوې همداسې دي.

۲۷ ـــ زه یو ښه ملاتړکوونکی لرم:
ښایي شاوخوا خلک، کورنۍ یا دوستان مو داسې فکر وکړي، چې لېونی یاست؛ خو تل کولای شئ، هغه کسان پیدا کړئ، چې له تاسو څخه ملاتړ کوي.

۲۸ ـــ تجربه تل ارزښتمنه ده:
حتا کله چې خپلې موخې ته ونه رسېږئ، بیا به هم ارزښتمنو تجربو ته لاس رسی پیدا کړئ.

۲۹ ـــ سخت کار، په خپله مکافات دی:
کله چې هڅه کوئ، په تاسو کې ښه حس رامنځته کېږي.

۳۰ ـــ هره ورځ په حساب کې راځي:
نن، سبا او بله سبا، هغه پړاونه دي، چې تاسو خپلې وروستۍ موخې ته رسوي.

۳۱ ـــ هغه څه چې زه وینم ارزښت لري، نه هغه څه چې نور یې ویني:
په ژوند کې د نورو نظریاتو او افکارو ته پام مه کوئ او یوازې خپلو افکارو ته ارزښت ورکړئ.

۳۲ ـــ هېڅ داسې ستونزه شتون نه لري، چې ونه شم کولای، حل یې کړم:
تاسو کولای شئ، چې هره ستونزه حل کړئ.

۳۳ ـــ د عادي کارونو په ترسره کولو سره به، یو عادي ژوند ولرو:
په بشپړه توګه هېڅوک نه غواړي، چې یو عادي ژوند ولري؛ نو له دې امله عادي کارونه مه ترسره کوئ.

۳۴ ـــ هرڅه کولای شي غوره وي:
حتا که سخت پیل مو درلوده، بیا هم کولای شئ د شرایطو د ښه والي لپاره، یوه لاره پیدا کړئ.

۳۵ ـــ په هرڅه باندې باید پوه شم:
په هر ځای کې وړیا زده کړنیزې سرچینې ستاسو په لاسرسي کې دي.

۳۶ ـــ کولای شم، په هر کار کې بشپړ مهارت پیدا کړم:
تمرین کول د دې سبب ګرځي، چې په هر کار کې مسلکي شئ.

۳۷ ـــ د ارادې ځواک د مغز په دننه کې ځای نیولی دی:
تاسو کولای شئ، د ارادې ټول ځواک ته، چې ورته اړتیا ده، لاسرسی پیدا کړئ، یوازې پخپله باید وغواړئ.

۳۸ ـــ زه د څه څیز په لټه کې یم:
خپله وروستۍ موخه وټاکئ او په خپل ذهن کې یې مجسمه کړئ.

۳۹ ـــ احساسات زموږ له تفکراتو څخه سرچینه اخلي:
که ډاډه نه یاست او تل وېرېږئ، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې دا ستاسو افکار دي، چې احساسات مو جوړوي، نو کولای شئ، کنټرول یې کړئ.

۴۰ ـــ هڅه کول او ماتې خوړل، له کار نه کولو څخه ډېر غوره دي:
دا قانون په ټوله نړۍ باندې حکومت کوي.

۴۱ ـــ زه هماغه کس یم، چې غواړم یې:
په هغه چا باندې د بدلېدو لپاره، چې غواړئ یې، په مخکې مو هېڅ خنډ شتون نه لري.

۴۲ ـــ زه نه بریالی کېږم، مګر دا چې هڅه وکړم:
هڅه، پایلې ته د رسېدو لپاره، یوازینۍ لاره ده.

۴۳ ـــ ژوند مې زما د تصمیمونو پایله ده:
تل په خپل ژوند کې ښه تصمیمونه ونیسئ.

۴۴ ـــ زه له پرون څخه ډېر ښه یم:
په بشپړه توګه تاسو له خپل تېر څخه هوښیار او با تجربه یاست.

۴۵ ـــ هېڅ بریا، په یو مخیز ډول نه شي ترلاسه کېدای:
کار او هڅه ستاسو تر ټولو غوره دوست دی.

۴۶ ـــ کله یې چې پیل کړئ، هر څه سمېږي:
کله چې کار پیل کړئ، نو انګېزه پیدا کوئ او موخې ته د رسېدو لاره مو آسانه کېږي.

۴۷ ـــ کله چې کار پای ته ورسوم، نو خپل ځان ته ډالۍ ورکوم:
حتا کوچنۍ ډالۍ ګانې هم کولای شي، ستاسو لپاره ښه هڅونکی واوسي.

۴۸ ـــ کار د مهمې موخې لپاره ترسره کوم:
ښایي دا کار د خپلې کورنۍ یا دوستان لپاره ترسره کوئ، هېڅ مهمه نه ده. په هر حال بهرنۍ انګېزې کولای شي، ډېرې ځواکمنې وي.

۴۹ ـــ تل ډېر زیات فرصتونه شتون لري:
که له بندښت سره مخ شوی یاست، بیا کولای شئ له سره یې پیل کړئ او خپلې هڅې ته دوام ورکړئ.

۵۰ ـــ که پایله ترلاسه نه شي، دا هڅه به په خپله یوه ښه تجربه وي:
کله چې هېڅ پایله ترلاسه نه کړئ، بیا به هم په زړه پورې خاطرې او کیسې ولرئ.

مثبت تفکر بېساری ځواک لري. زموږ په بریا او نېکمرغۍ باندې د مثبتو افکارو اغېز په علمي توګه ثابت شوی دی. په حقیقت کې ښه افکار کولای شي، په کړنو او احساساتو کې مو ښه والی رامنځته کړي. دا افکار کولای شي، د پام وړ کار لپاره، اړینه انګېزه وي. دا هماغه ځانګړتیا ده، چې ډېری کار رامنځته کوونکي، باید ترې برخمن وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx