نظــر

اوسنی حکومت څه ډول ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولی شي؟

اسیا نړیوال پراختیا څیړنو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز

پر افغانستان د اسلامی امارت د واکمنېدو شپږ میاشتې په داسې حال کې پوره کیږي، چې لاتر اوسه پورې یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. د رسمیت نه پېژندلو لوی لامل د نړیوالو له لوري اقتصادي، سیاسي او ټولنیز فشارونو راوړل دي؛ په داسې حال کې چې اسلامي امارت د ټولو هغو شرطونو د پوره کولو ادعا کوي، چې د رسمیت پېژندنې په پار وړاندې کیږي؛ خو بلخوا د نړۍ ډیری هېوادونه د ځینو شرطونو لکه: ټولګډونه حکومت، د بشر، ښځو، لږکیو او د داسې نورو د حقونو خوندي کول هغه څه دي، چې وار، وار یې په هر فرصت کې په څرګند ډول وړاندې کوي. په دې لیکنې کې په هغو شرطونو، چې د اسلامي امارت په رسیمت پېژندلو کې مرسته کوي بحث کوم.

د کارپوهانو له انده، اسلامي امارت په هیواد کې د مشروعیت له چلنج سره مخامخ دی، دا ځکه چې اسلامي امارت په هېواد کې واک د زور له لارې ترلاسه کړی، چې دا لار له سیاسي اړخه د مشروعیت په پار وړ نه بلل کیږي.

د طالبانو واکمني هغه مهال مشروع بلل کیږي، چې د ټول ملت لخوا تایید او د یو ځانګړي مکانیزم له لارې ملت د اسلامي امارت په اړه خپله اراده څرګنده کړي.
پوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت څه ډول ملي او نړیوال رسیمت پېژندنه ترلاسه کولی شي؟
دغه لیکنه به پورتنۍ پوښتنې ته تحلیلي او منطقي ځواب وړاندې کړي.

ملی مشروعیت پېژندنه:
د نړیوال رسمیت پېژندنې په پار لومړی په هیواد دننه ملي مشروعیت اړین دی. اړتیا ده، چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې، په جدي او دوامداره توګه، عملي او منطقي کوټلي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان په تاریخ کې د اسلامي ارزښتونو ساتنه او درناوی هغه څه دي، چې حکومتونو ته یې په هېواد دننه ملي مشروعیت وربښلی.

افغانستان په نړۍ کې هغه هېواد دی، چې تقریبا سل سلنه وګړي یې مسلمانان دي. په دې هېواد کې غیراسلامي حکومتونه د تاریخ په لړ کې د مشروعیت له چلنج سره مخامخ شوي. ښې بیلګې یې په هېواد کې د امریکا او شوروي په ملاتړ رامنځته شوي حکومتونه وړاندې کولی شو.

چې له ښه مرغه اسلامي امارت له دې چلنج سره مخامخ نه دی او له دې څخه سترګې باید پټې نه شي، چې دا د ملي مشروعیت په پار یو اړین شرط بلل کیږي، پوره کړی.

بې له شکه چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک د زور له لارې ترلاسه کړی، په داسې حال کې چې ننۍ نړۍ د زور له لارې د واک ترلاسه کول مشروع نه بولي. اوسنی حکومت د ملي مشروعیت په پار له نورو ډېرو لارو ، لکه: ټولټاکنې\انتخابات، ټولپوښتنه، لویه جرګه او داسې نورو لارو څخه باید کار واخلي.

د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل یوه بله اړینه لاره ده؛ دا ځکه چې په هېواد کې مختلف قومونه ژوند کوي او د دې ترڅنګ ډیر سیاسي او ټولنیز بنسټونه شتون لري؛ نو اسلامي امارت دې دوی ته په حکومت کې په ځای ورکولو سره کولی شي، چې د ملي مشروعیت ستونزه حل کړي.

د اسلامي امارت له لوري، د راتلونکي حکومت د جوړښت اعلانول، ّد ملي مشروعیت په برخه کې بل اړین ګام او اړتیا دی. بله دا چې حکومت د اسلامي او دیموکراتیکي ارزښتونو په پام کې نیولو سره، کولی شي، چې یو منلی جوړښت رامنځته کړي، ترڅو له یوه لوري څخه د حکومت اسلاميت تر پوښتنې لاندې را نه شي او له بل لوري خلک د حکومت په تصمیمونو کې ځان برخوال وبولي. دغه جوړښت د یو حللارې په توګه باید څرګند شي، ترڅو افغانستان د پخلاینې او ثبات لوري ته، په تلو کې مرسته وکړي.

په هېواد کې د اسلامي امارت، د اساسي قانون نشتون بله لویه ستونزه ده، چې اسلامي امارت یې له ملي مشروعیت څخه بې برخې کړی. په اوسنۍ نړۍ کې اصل دا دی، چې هر حکومت یو ترتیب شوی اساسي قانون لري، چې په رڼا کې یې حق، حقیقي او حکمي مکلفیتونه روښانه کیږي. اسلامي امارت ته اړینه ده، ترڅو ژر تر ژره خپل اساسي قانون ترتیب او پلی کړي، ترڅو په ملي مشروعیت کې ورسره مرسته وکړي.

د بشر حقونو، دښځو حقونو، لږکیو او دې ورته نورو حقونو ته درناوی د ملي مشروعیت په پار یوه بل اړین ګام دی. د دې موضوعاتو په اړه اسلامي فقه ډیر لوی بحثونه لري. موږ دې ته اړ نه یو، چې د دې موضوعاتو پېژندنه د غرب له لیدلورو څخه واخلو. بله دا چې د دې موضوعاتو په اړه د نورو هیوادونو له تجربو څخه، د اسلامي لارښوونو په رڼا کې باید ګټه واخیستل شي.

په ملي توګه د نښو\سمبولونو پېژندل، د ملي مشروعیت په برخه کې بل اړین ګام دی. په هېواد کې ځیني ملي نښې\سمبولونه شته، چې له کالونو راپه دېخوا هېوادوالو یې د ملي سمبول په توګه پېژني او درناوی ورته لري. غوره به وي چې د افغانستان اسلامي امارت پخواني ملي سمبولونه په رسمیت وپېژني، ترڅو وکولی شي، چې له دې لارې څخه د خلکو زړونه ترلاسه کړي. له دې سمبولونو څخه یو د هېواد درې رنګه ملي بیرغ ده، چې هېوادوالو یې د ملي توغ په توګه پېژني.

په هېواد کې د ټولو هېوادوالو په پار فزیکي او رواني امنیت، د افغانستان اسلامي امارت د ملي مشروعیت په پار یوه بله اړینه لاره ګڼل کیږي. بله دا چې د تېرو څلورو لسیز حساب کتاب کول، هېواد له ګواښ سره مخامخوي او د دې ترڅنګ د ملي مشروعیت په برخه کې یو لوی خنډ پېښېږي. په لنډ ډول په افغانستان کې د ژوند کولو په پار، یو داسې چاپېریال باید رامنځته شي، د هېواد هېڅ یو وګړی د ناامني احساس ونه کړي او که چیرته په کوم وګړي ظلم کیږي؛ نو قانون یې باید ملاتړ وکړي.

د ملي مشروعیت په برخه کې، د حکومت له سیاسي، مدني، ټولنیز، بیان او دې ورته ازاديو څخه ملاتړ کول، د ملي مشروعیت په برخه کې یوه بله اړینه لاره ده. پکار ده، چې د یو ځانګړي قانونو په رڼا کې سیاسي، ټولنیز، مدني او داسې نور بنسټونه خپل فعالیتونه ترسره کړي او همدارنګه د قانون په رڼا کې د بیان ازادي څخه باید هم ملاتړ وشي. تاریخي تجربو ښودلې، چې په افغانستان کې دیکتاتورانه حکومتونه دوام نه شي کولی او له منځه تلو ویره یې وي.

له نظامي او سیاسي مخالیفونو سره د هوکړې لاره پیدا کول، د ملي مشروعیت په برخه کې یو بل تر ټول اړین ګام دی. په دې کې شکه نشته، چې د طالبانو اسلامي تحریک مخالیفین، د هېواد په څو قومیزې ټولنې کې له ډېر ملاتړ څخه برخمن دي. له دوی سره هوکړې ته رسېدل به د دوی د ملاتړکوونکو ملاتړ به ترلاسه شي. دغه چاره دوې ګټې لري. له یو لوري څخه به له اوسني حکومت سره د مشروعیت په برخه کې مرسته وکړي او له بل لوري به هېواد به له ګواښ څخه وژغورل شي او درېیم ګټه به یې دا وي، چې په هېواد کې به بهرنیانو ته د لاسوهنې چانس نه وي.

نړیوال رسمیت پېژندنه:
لا تراوسه پورې د نړۍ هیڅ هېواد، د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په یوې داسې جغرافیې حکومت کول، چې د نړیوالو له لوري تحریم او هېر شوی دی. لاتر اوسه پورې د دې شونتیا نشته، چې نړیوال دې د یو منل شوي حکومت په توګه ورسره تعاملات ولري. دا ځکه تر هغه چې په رسمیت نه وي پېژندل شوي، له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پرې دي. دا چې د حکومت په رسمیت پېژندنه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ یو بنسټیز او اړین ګام او د حکومت د تثبیت په پار د یادې ټولنې ملاتړ اړین بلل کیږي؛ نو اړتیا ته په کتو په دې برخه کې څه کول پکار دي؟

د نړیوالو له غوښتنو سره، رغنده تعامل کول، د نړیوالو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه کې اړین شمېرل کیږي. دغه رغنده تعامل له نړیوالو سره د تسلیمۍ په مانا نه، بلکې له نړۍ سره د یوې داسې لارې نیول، چې نه سیخ وسوځي او نه کباب. د داسې فورمولې په مرسته کولی شو، په هېواد کې او له هېواد بهر له نورو سره ژوند وکړو.

هیر مو نه شي، چې په نړیوال کچ د رسمیت پېژندنې په برخه کې امریکا رغنده مرسته راسره کولی شي؛ نو له امریکا سره مخالفت کول، مو باید یاد شوی ټکی له یاده ونه باسي.

هغو هېوادونو ته لږ امتیازات ورکول، چې د اسلامي امارت په اړه نسبتا ښه اند ولري، د نړیوال رسمیت پېژندنې په برخه کې یو بل اړین ګام بلل کیږي. د بیلګې په توګه له چینایانو سره او یا دې ته ورته هېوادونو سره په اقتصادي تړونلیکونو کې که له انعطاف پذیر څخه کار واخیستل شي؛ نو له دې لارې څخه به مو دوه موخې ترلاسه کړي وي: یو بهرنۍ پانګونه به راخپله کړو او بل د هغه هېواد له انرژي څخه په نړیوال سیاست کې به ګټه پورته کړو.

د نورو هېوادونو اندېښنو ته، معقول ځواب ورکول، د نړیوال رسمیت پېژندنې په برخه کې اړین ګام دی. دا ځکه چې په نړۍ کې ځينې هېوادونه د اسلامي خوځښتونو له حرکت څخه ویره لري. که چیرته دغه ویره په معقولو دلایلو سره لیری کړای شي؛ نو دوه ګټې به مو ترلاسه کړي وي: یو دا چې د اسلام غلط انځور به له منځه لاړ شي او بل دا چې د اسلامي امارت سره په نړیوال رسمیت پېژندنه کې به مرسته وکړي.

د اسلامي امارت مدني څېره ښوول نړیوالو ته، د رسمیت پېژندنې په برخه کې یو بل اړین ګام دی. دوه لسیزې کیږي، چې طالبان د هېواد په سیاسي او نظامي برخه کې مبارزه کوي او په همدې موده کې د مخالفینو له لوري یې د مختلفو کانالونو له لارې د طالبانو غلط انځور نړیوالو ته وړاندې شوی.

داخلي ځواک د رسمیت پېژندنې په برخه کې بل اړین ګام پېژندل کیږي. په دې کې شک نشته، چې اسلامي امارت په ټول هېواد واکمن دی او پر وړاندې یې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري، خو په باالفعل ډول ګواښ شتون لري. حکومت ته پکار ده، چې دې ګواښونو ته حللار پیدا کړي، ترڅو هېواد بشپړ وژغورل شي، د ولس ملاتړ او ځواک ترلاسه شي او د رسمیت پېژندنې په برخه کې اغیزمن واقع شي.

پایله:
د نړیوالو له لوري د رسمیت پېژندنې په برخه کې له هرڅه مخکې لومړی داخلي مشروعیت اړین دی، ترڅو خلک یې ومني. تر هغه چې اسلامي امارت د یو زړه سوانده مشر په توګه، د خپل حکومت په جوړښت کې ولس په پام کې ونه نسي، ټولګډونه حکومت رامنځته نه کړي او خپلو چارو ته قانوني بڼه ور ونه بښي؛ نو ترهغه وخته پورې به ملي مشروعیت او نړیوال رسمیت ترلاسه نه کړي. د نړیوالو یو لوی لامل چې دلیل یې جوړوي، په هېواد کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کول دي.

له نړۍ سره رغوونکی تعامل، ځينو هېوادونو ته چې له امارت سره کلک مخالفت نه لري، په کمو امتیازاتو قایلیدل، هېوادونو ته د ګواښ نه رسلو کره ځواب، د اوسني حکومت مدني څېره نړیوالو ته وړاندې کول، داخلي ځواک ترلاسه کول دا او دې ته ورته هغه موارد دي، چې اسلامي امارت سره د نړیوال رسمیت پېژندنې په برخه کې مرسته کولی شي.

اسلامي امارت د هېواد داخلي او بهرني موضوعاتو ته نه پاملرنه د دې لامل کیدای شي، چې هېواد تر ډېر وخته پورې په یو سخت سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حالت کې پاتې شي، د دې ترڅنګ د امارت واکمني ته ګواښ هم ګرځېدی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

د تعجب ځای دادی چې ټوله نړی راته سمې لارې ښيي خو مونږه ځانونه ړانده کړي دي. ویل لنا

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx