fbpx

کابل: په لومړۍ حوزه کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): کابو یو ساعت وړاندې د کابل ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو پر رینجر د ماین چاودنه وشوه.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، چې چاودنه د لومړۍ حوزې اړوند د نادر پښتون په جاده کې وشوه.

ویل کېږي، چې چاودنه د پولیسو په موټر پورې د مقناطیسي نښلول شوي ماین له کبله را منځته شوې او په پایله کې يې د پولیسو رینجر ته زیان اړولی.
د حشمت ستانکزي په وینا په چاودنه کې د رینجر موټرچلوونکی مړ او یو بل پولیس ټپی شوی دی.
له پېښي سمدستې وروسته که څه هم دغه له ګڼې ګوڼې ډکه جاده یوڅه وخت وتړل شوه او اوس بېرته خلک تګ راتګ کوي.
ستانکزی وايي د پېښې اړوند پلټنې روانې دي.
باید وویل شي،چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ختیځ لوري ته په احمدشاه بابا مېنه کې یوې چاودنې دورې تنه مړه او دوه نور تپیان شول.
د لومړنۍ چاودنې مسوولیت طالبانو پر غاړه واخیست او ويلي يې دي چې په احمد شاه بابا مېنه کې يې دوه جګړنان او یو ډګرمن وژلي او دوه ظابطان ټپیان دي.
په لومړۍ حوزه کې د چاودنې د مسؤلیت په اړه تر اوسه کومې ډلې څه نه دي ویلي.
یاده دې وي، چې طالبانو تېره شپه د کابل ولایت ختیځ لور ته د پرتې ولسوالۍ خاکجبار ودانۍ پر توغندیو وېشتلې ده.
ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی تېره شپه یوه نیمه بجه پر ولسوالي دوه توغندي توغولي او ادعا کوي، چې دروند ځاني او مالي زیان يې پکې اړولی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د