ورزش

د اسیا جام سیالیو مهالویش په ډاګه شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۰ل): د اسیا کرکټ شورا په کلنۍ ناسته کې چې د سریلانکا په کولمبو ښار کې ترسره شوه د اسیا جام سږکال سیالیو مهالویش په ډاګه شو.

په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مدیر میرویس اشرف او اجرائیه رئیس نصیب خان په ګډون د اسیایي هېوادونو کرکټ بورډونو مشرانو ګډون کړی و.

د اسیا کرکټ شورا د اعلامیې له مخې، د اسیا جام سږکلنۍ لوبې به د اګست له ۲۷مې نیټې څخه تر ستمبر ۱۱مې نیټې پورې ترسره شي. په داسې حال کې چې کوالیفایر لوبې به د همدې میاشتې له ۲۰مې نیټې پېلیږي.

د یادې شورا د پریکړې له مخې د ۲۰۲۲م کال اسیا جام به د شل اوریزو په فارمیټ کې په سریلانکا کې ترسره شي.

بل لوري ته په یاده غونډه کې د اسیا کرکټ شورا مشر جی شاه د دندې موده تر ۲۰۲۴م کال پورې وغځېده، همدا راز د یادې شورا غړو کې هم هیڅ کوم بدلون رامنځته نه شو.

ددې سربېره په دغه غونډه کې د قطر کرکټ ټولنې ته چې له دې وړاندې یې دویمه درجه غړیتوب درلود، د اسیا کرکټ بشپړ غړیتوب ورکولو پریکړه هم وشوه.

د اسیا جام سیالۍ په داسې حال کې ټاکل شوي چې له دې جام وروسته په اکتوبر میاشت کې د شل اوریزو نړیوال جام په استرالیا کې ترسره کیږي.

د افغانستان کرکټ لوبډله تر اسیا جام پورې هیڅ نړیوالې لوبې نه لري، خو یو شمېر ملي لوبغاړي به د هند غوره لیګ لوبو کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د ورکړل شوي مهالویش له مخې ټاکل شوې وه چې هندوستان به د روانۍ میاشتې په پای کې افغان لوبډلې سره سیالۍ وکړي، خو د کرکټ بورډ سرچینې وایي چې د آی پي ایل له کبله دغه لوبې ځنډول شوې دي.

باید وویل شي چې په وروستي ځل د اسیا جام سیالۍ په پنځوس اوریز فارمیټ کې په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شوې وې، چې وروسته د کرونا او ځینو نورو لاملونو دغه سیالۍ وځنډولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx