
کابل: د اریانا هوټل مالک د ونو په پریکولو ۱۳ لکه افغانۍ جریمه شو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۰ل): د کابل ښاروالي وایي چې د اريانا هوټل مالک یې د ښاري سرغړونې په تور ۱۳ لکه افغانۍ جریمه کړی دی.
د کابل ښاروالي له لوري په دې تړاو د ټویټر له لوري خپرې شوې خبر کې ویل شوي چې اریان هوټل یې ځکه ۱.۳ ملیونه افغانۍ جریمه کړی چې ددې هوټل مخې ته یې 26 ونې پرې کړي او د ښاري سرغړونې مرتکب ګرځېدلی دی.
خبرپاڼه وایي، «د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې مسئولانو د اریانا کابل هوټل له لوري د ونو پریکولو موضوع چې زرغونې سیمې ته زیان اړولی څیړلې ده».
په خبر کې زیاته شوې، د یاد هوټل مالک اړ کړل شو څو د شپږ ویشت ونو پریکولو په جریمه ۱.۳ ملیونه افغانۍ د کابل ښاروالۍ د عوایدو سیستم ته ورکړي.
د کابل ښاروالۍ وایي، یاده اداره په پام کې لري چې قانون پر ټولو یو ډول پلي شي څو له دې ډول ښاري سرغړونو او د ښار زرغوني سیمو ته د زیان مخنیوی وشي.
اریانا هوټل ته مخامخ ۲۶ ونې پرې شوې دي!
کابل ښاروالۍ د اریانا کابل هوتل د پریکولو له امله چې د لویې ښاري سرغړونې مرتکب ګرځیدلی وو، جریمه کړ.
د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې مسئولانو د اریانا کابل هوټل له لوري د ونو پریکولو موضوع چې زرغونې سیمې ته زیان اړولی څیړلې ده.(۱/۲) pic.twitter.com/NDkCsoPIUr— Kabul Municipality / کابل ښاروالۍ / شاروالی کابل (@KblMunicipality) March 19, 2022
اوس یې فرق وکړۍ دیني ملا یان چې ژیره لري ، ژیره رخېیلې مکتبیان پورې خاندي ، وایې چې دوی ملا یان په څه نه پوهیږي ! خو د هوتل خاوند د خارجي میلمنو کوربه او مکتبي د شنه چارپيریال ، ښې هوا او کلیما په نقص موذر کارونه کوي او یو جاهلانه عمل کوي ،خو ګورۍ هغه کلیوال ملا یې ساتي ! نتیجه : هېواد ته خدمت تر مکتبي درسه پورې ندی تړلی ! بلکه تر وجدان پاک ایمان او حب وطن پورې ! لانت پر دې فاسدو کاکولته یآنو مکتبیانو چې هیواد ورانوي !!
پتنګه ولی شکنزل کوی؟؟؟؟؟ داسی ووایه چی علم یی عصری کری وی یا دینی چی عمل یی نه وی په کری یا وطن دوست نه وی په درد نه خوری دا په مکتبی او ملا اره نه لری.
وروره ستا خبري په یووهوموګېن قانوني او انساني محبط کې درستې دي اوعموما هم حق په جانب یې په تیوریتیکي لحاظ !! خو په عمل کې یې زه دا ۷۰ کاله کیږي چې په افغاني ټولنه کې روغوالی نه وینم !! د انسانی نورم ، قانون ، خپل حق پردی حق ، دچرپيریال حق ، دانسانانو حق ، د حیواناتو حق نه وینم ، هر څوک یې په خپل سر ډنګوي ، خپلې ګټې د هیواد آو انسانانو په بربادي کې غواړي ! چې پيسې د ورکړې هر کار کوي ! اوس د الله طالبانو وروڼو ته بری ورکړي چې… نور لوستل »
هغوی چی په پارکونو کی په زور سره ځانو ته کورنه جوړ کی هغوی سره به کله قانون چلند کوی؟ د خیرخانی په دریه حصه کی، د دانش په استګاه کی، قوماندان شریف د جمیعت پخوانی قوماندان په حکومتی پارک کی په خپل زور سره څو کورنه جوړ کړل، بیا ورسته نورو جنګ سالاران یی هم شا او خوا را ټول شول او د پارک ځمکه یی خط اندازی کړه. برق یی په زوره را کش کړ چی تر اوسه پکی بیغمه سره ژوند کوی. ۳۱۶ نظامی سیمه ټوله چور شوه، همداسی ډیری نوری حکومتی ځمکی غصب او شخصی مال… نور لوستل »