ورزش

ملي لوبغاړي هند غوره لیګ کې ګډون لپاره دغه هېواد ته تللي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي په هند غوره لیګ کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

په وروستیو لوبغاړو کې چې دغه هېواد ته تللي راشد خان او محمد نبي دي چې هر یو د ګجرات ټایټنز او کلکته نایټ رایډرز لوبډلو له لوري لوبیږي.

یاد لوبغاړي چې تېر څلور کلونه د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره ولوبېدل، سږکال دغو لوبډلو سره لارې جلا کړې او په نوې لوبډلو کې منتخب شول.

ګجرات ټایټنز د هند غوره لیګ یو له هغو دوه نویو لوبډلو څخه ده چې په لومړي ځل دغه لیګ ته زیاته شوې ده، او راشد خان سره یې د پنځلس کروړه هندۍ کالدارو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

په دغه لوبډله کې د راشد خان سره یوځای ځوان لوبغاړی نور احمد هم لوبیږي چې د هند په بولي کې د ۳ ملیونه هندي کالدارو په بدل کې واخیستل شو.

په نورو افغان لوبغاړو کې فضل حق فاروقي چې د سنرایزرز لوبډلې له لوري اخیستل شوی دغه هېواد ته تر ټولو لومړی سفر کړی او له لوبډلې سره یوځای شوی دی.

د فاروقي سره یوځای د نولس کلنې لوبډلې ځوان لوبغاړی اظهار الحق نوید هم دغه هېواد ته سفر کړی څو د رایل چیلنجرز بنګلورز لوبډلې سره د نیټ توپ اچونکي په حیث یوځای شي.

ددې سربېره رحمان الله ګربز چې په وروستیو کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې د انګلستاني جیسن روی د بدیل په حیث ونېوه، هم دغه هېواد ته سفر کړی دی.

په یادو لوبو کې د ملي لوبډلې سوکه غوره توپ اچونکی مجیب ځدران چې تېر څلور کاله دغه لیګ کې په پرلپسې توګه لوبېدلی، په سږني لیګ کې د هیڅ لوبډلې توجه نه ده خپله کړې.

باید وویل شي چې د هند غوره لیګ سیالۍ به د نورو کلونو په پرتله سږکال بدلې وي، چې د لوبډلو د اضافه کېدو ترڅنګ په کې یو شمېر نورو قوانین وضع شوي دي.

د آی پي ایل د پنځلسم پړاو سیالیو پېل به د روانې مارچ میاشتې په 26مه نېټه د چینای او کولکته لوبډلو څخه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx