افغانستانروغتیا

چین تېر یو کال کې په لومړي ځل د کرونا لومړۍ مړینه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ کب، ۱۴۰۰ل): چین چیرته چې د ۲۰۱۹م کال په وروستیو کې د کرونا لومړۍ پېښه اعلان شوه حاضره په تېر یو کال زیاته موده کې له یادې ناروغۍ څخه لومړۍ مړینه اعلان کړه.

د یادې ناروغۍ له پېل څخه په تېره نږدې کې چین په لومړي ځل له سخت حالت سره مخ دی چې د کووید-۱۹ پېښې په دغه هېواد کې په پراخه کچه خپریږي.

چین د کرونا مخنیوي لپاره د «صفر کرونا» تګلاره غوره کړې څو په سمه توګه ددغې ناروغۍ مخه ونیسي، خو په یو شمېر ایالتونو کې دغه پېښې زیاتې شوې دي.

خو اوس د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د روغتیایي چارواکي وایي چې په شمال ختیځ جیلین ولایت کې دوه تنه له یادې ناروغۍ مړه شوي دي.

روغتیایي چارواکي زیاتوي، دوی د زیات عمر کسان وو چې یو یې 87 کلن او بل 65 کلن و او  یو یې د کرونا ضد واکسین هم نه وو کړي، او له پخوا یې نورې ناروغۍ درلودې.

له دې مخکې په چین کې د کرونا له کبله د مړینې وروستۍ پېښه د ۲۰۲۱م کال د جنوري پر ۲۵ ثبت شوې وه.

په دغه ښار کې ۲۴ ملیونه خلک بهر ته له وتلو منع شوي او کاروبارونه بشپړ تړل شوي دي.

په چین کې اوسمهال هره ورځ نږدې ۳ زره کسان په کرونا اخته کیږي چې ډيرې یې د شمالي کوریا او چین سرحدي سیمه جیلین کې پېښیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx