دیني، سیرت او تاریخ

“ارمان ” د خالد بن وليد د وفات کيسه

عزيز ودان

اوښکه راغله د سړي پۀ سپینه ږیره کې پټه شوه.
پر شلیدلي بالښت یې سر کوږ کړ.. پاس یې وکتل د ډېوې تتې رڼا د کوټې یو کونج ژیړ پوښلی و. ډکې سترګې یې څلور طرفه واړولې. ډله خلک ناست ول پۀ څهرو کې یې د غم نښې لۀ ورایه ښکاریدې.
له دوی څخه یو ورپورته شو د سړي لاس یې لومړی ښکل کړ بیا یې ټینګ ونیو پۀ حیرانتیا یې وویل:

د جنګونو د کامیابۍ ضمانت. د فارس ، عراق سریا ، فلسطین… فاتح. د خدای تعالی توره خالد بن ولید او ژړا!؟

خالد بن ولید پۀ زوره سلګۍ کړه ! ! سر یې څلور طرفه واړو

ناست سړي وویل:
ـ ښۀ مې پۀ زړۀ کیږي. د موته غزا کې دې نهه تورې ماتې شوې خو بیا دې هم داسې غورځنګونه کول ته وا پوره میاشت دې دمه کړې.
سړی یو شیبه غلی شو بیا یې وویل:
ـ له دومره غښتلي انسان سره ژړا زما پۀ اند ښۀ نه ښکاري.

خالد بن ولید د کوټې چت ته وکتل پۀ سترګو کې یې اوښکې تاو شوې بیرته یې سړي ته مخ ورواړو پترۍ شونډۍ یې وښوځېدې؛

ـ زما ژړا زما د کمزورۍ نښه نۀ ده، او نه له مرګ ویریږم. خو زه د یو ارمان لپاره اوښکې تویوم .
سړي پۀ حیرانۍ وپوښتل:

ـ کوم ارمان؟
خالد بن ولید سوړ اسویلی ویست وې ویل؛
ما له سلو زیات جنګونه وکړل. ډېرې امپراطورې مې ونړولې غلی شو بیا یې لاس جګ کړ. پۀ زحمت یې ګریوان پرانیست ټولو وروکتل. سینه یې ورغلو زخمونو توره پیچله وې. بیرته پۀ خبرو راغی:

ـ خو بیا هم د یو ډارن انسان پۀ رقم توده بړستن کې مرم. زما ارمان شهادت و او هغه رانصیب نشو.

شیبه وروسته له کوټې تیزې کوکې ووتې:

؛ د خدای تعالی توره پۀ ځمکه پریوته خالد بن ولید وفات شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx